لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبرضلع کې د مشکوک ځانمرګي حمله کونکي په بم چاودنه کې پولیس افسر وژل شوی


په جمرود کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د پېښې نه څلور ورځې واړندې د خېبرضلعې د تحصيل په ودانۍ ځانمرګي بريدونو کې د پوليسو په ګډون درې تنه وژل شوي او لس نور ژوبل شوي وو
په جمرود کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د پېښې نه څلور ورځې واړندې د خېبرضلعې د تحصيل په ودانۍ ځانمرګي بريدونو کې د پوليسو په ګډون درې تنه وژل شوي او لس نور ژوبل شوي وو

د خېبرپښتونخوا په خېبر ضلع کې د مشکوک ځانمرګي حمله کونکي به بم چاودنه کې د پولیس یو افسر وژل شوی دی.

دغه پېښه د نهې، سه شنبې، په ورځ د خېبر ضلعې په جمرود سیمه کې رپورټ شوې ده.

مقامي چارواکو د وي او ای ډیوه ته وویل چې پولیس اطلاع ترلاسه کړې وه چې د جمرود په سړه چینه کلي کې د یو زیرتعمیر جومات په ودانۍ کې ځانمرګي حمله کونکی پټ شوی.

د سرچینو په قول کله چې پولیس د مشکوک وسله والو نیول دپاره د عملیاتو په مهال جومات ته ورغلل نو هغه چاودېدونکي مواد خلاص کړل.

په چاودنه کې اېډېشنل اېس اېچ او ووژل شو. د وژل شوي پولیس افسر شناخت د عدنان افریدي په نوم پيژندل شوی دی.

په جمرود کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د پېښې نه څلور ورځې واړندې د خېبرضلعې د تحصيل په ودانۍ ځانمرګي بريدونو کې د پوليسو په ګډون درې تنه وژل شوي او لس نور ژوبل شوي وو.

پاکستان وايي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په پاکستان کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي. پاکستاني چارواکي وايي د پاکستان مخالف وسله وال د افغانستان د خاورې نه حملې کوي.

خو د افغانستان واکمن طالبان په دوامداره توګه د پاکستان دریځ. ردوي چې ګنې د افغانستان خاروه د پاکستان پرضد کاريږي.

په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په يوه تازه مرکه کې ويلي چې د پاکستان حکومت داسې څرګندونې د دې لپاره کوي چې نړۍ ته دوی (د طالبانو حکومت) بې وعدې وښایي.

العربیه ټلویزیون سره په مرکه کې ملا یعقوب مجاهد ویلي د طالبانو حکومت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر اساس خبرو ته چمتو دی.

د روانې مياشتې په سر کې په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو ازادې څېړنيزې ادارې [پي آی سي اېس اېس] ویلي وو، پاکستان کې د روان کال په لومړیو شپږ مياشتو کې وسله والو بریدونه 87 فيصده سېوا شوي او خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې 108 فيصده زیاتې شوي دي.

په رپورټ کې ویل شوي، د روان کال 2023م په لومړو شپږو مياشتو کې په ټول ملک کې په 271 وسله والو بريدونو کې 389 کسان وژل شوي او 656 ژوبل شوي دي، په تېر کال 2022م کې هم په دومره موده کې په 151 بریدونو کې 293 کسان وژل شوي او 487 ژوبل شوي وو.

د پي آی سي اېس اېس د رپورټ ترمخه د تېر کال په مقابله کې سږ کال وسله وال بريدونه 87 فيصده سېوا شوي دي.

په رپورټ کې زياته کړی شوې، د روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې خېبرپښتونخوا صوبه او قبايلي ضلعې تر ټولو زياتې د 174 وسله والو بريدونو ښکار شوي دي.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG