لاس رسیدونکی لینک

 
سوات: د جومات دننه د وسله وال تن ډزو کې دوه کسان وژل شوي، پینځه ژوبل
تازه خبر

سوات: د جومات دننه د وسله وال تن ډزو کې دوه کسان وژل شوي، پینځه ژوبل


د سوات د سیدو شریف په یو جومات کې یو وسله وال تن ناتاره ډزې کړي چې د پولیس په وینا دوه کسان پکې وژل شوي اؤ پینځه نور ژوبل شوي دي.

د ملاکنډ ار پي او یا ریجنل پولیس افسر ښاغلي شیر اکبر خان ویلي چې د ډزو دا پېښه د جمعې په ماښام د سیدو شریف په "الله اکبر" جومات کې مخې ته راغلې ده.

ډان نیوز د لوړ پوړي پولیس چارواکي له خولې ویلي چې په ډزو کې دوه کسان وژل شوي اؤ پینځه ژوبل شوي اؤ پولیسو په ډزو کې ککړ تن د وسلې سره نیولی دی.

د سوات د پولیسو ضلعي مشر یا ډي پي او ناصر محمود رسنیو ته ویلي چې په سمدستي توګه دې پېښه کې د ترهګرۍ کوم شواهد مخې ته نه دي راغلي.

هغه ویلي چې د وړومبیو پلټنو په مهال دا خبره مخې ته راغلې چې کوم تن په جومات کې ډزې کړي هغه ذهني ناروغي لري اؤ څو ورځې وړاندې یې خپله خور هم وژلې وه.

د پولیسو ضلعي مشر ویلي د ملزم څخه پلټنې روانې دي اؤ زر به د پېښې په اړوند نور تفصیلات هم مخې ته راشي.

په سوات کې دولتي مرستندویه ادارې ریسکیو 1122 پېښه کې د وژل شوؤ کسانو پېژندګلو د سجاد ولد محمد رحمان اؤ محمد اکبر ولد محمد رحمان په نومونو مخې ته راوړې ده.

همدا شان په زخمیانو کې شاهي روان، کامران،لطیف خان شریف اؤ احسان شامل دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG