لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شام د حکومت مخالفینو په حلب ښار حمله کړې ده


په شام کې د جنګ او د انساني حقونو د څارنې ادارې سیرین ابزروېټري فار هیومن رایټس وویل باغیانو د حلب په مغربي څنډه د جمعې په ورځ د موټر بمونو دوه چاودنې وکړې
په شام کې د جنګ او د انساني حقونو د څارنې ادارې سیرین ابزروېټري فار هیومن رایټس وویل باغیانو د حلب په مغربي څنډه د جمعې په ورځ د موټر بمونو دوه چاودنې وکړې

د شام د حکومت مخالفینو د شام په دویم لوی ښار حلب حمله کړې او د جمعې په ورځ د ښار په مضافاتو کې د امنیتي ځواکونو او د باغیاتو جګړې دوام لرلو.

په شام کې د جګړې د څارنې یو تنظیم او وسله والو وویل باغیان د تېرو څو ورځو راهسې د حلب په لوري د تګ کوښښونه کوي او په لاره يې یو شمېر کلي او بانډې نیولي دي.

دا وړمبی ځل دی چې په کال ۲۰۱۶ کې د ښار د مشرقي علاقې نه د ویستل کېدو وروسته باغیانو په حلب حمله کړې ده.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

په شام کې د جنګ او د انساني حقونو د څارنې ادارې سیرین ابزروېټري فار هیومن رایټس وویل باغیانو د حلب په مغربي څنډه د جمعې په ورځ د موټر بمونو دوه چاودنې وکړې.

د شام حکومتي ځواکونه وايي باغیان به په شا تمبوي او په مخالفینو يې الزام ولګولو چې د خپلې پېش قدمۍ په اړه غلط معلومات خپروي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG