د سوریې/شام د جګړې یو څارونکي ډلې د خالي یا شنبې په ورځ وویل، یاغیانو د سوریې د تر ټولو لوی ښار حلب/اليپو اکثریت تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی، زیاتوي چې، حکومتي ځواکونو سره نښتې دوام لري او د روس جنګي الوتکو د ښار په ځینو برخو هوايي بریدونه پیل کړي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډله، سریین ابزرویټري فار هیومن رایټس، چې په ټول جنګ ځپلي هیواد کې څیړونکي لري، د خالي په ورځ وویل، حیات التحریر الشام، چې د القاعدې د پخوانۍ سوریې څانګې په مشرۍ جهادي اتحاد دی، او متحدینو یې د ښار ډیره برخه، حکومتي مرکزونه او جیلونه نیولي دي.
څارونکي ډله وایي: د حلب ګورنر او د پولیسو او امنیتي څانګو مشرتابه د ښار له مرکز څخه وتلي او د حکومتي ځواکونه له ښار څخه د الصفره سیمې ته تللي دي. زیاتوي، «هیڅ جګړه نه ده شوې، یوډز هم نه دي شوي، ځکه چې حکومتي ځواکونه د دغې ځآي ووتلي دي.
په حلب کې یو عیني شاهد چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وي او اې ته وویل چې یاغیانو د جمعې په ورځ د سوریې د صدر بشارالاسد حکومتي ځواکونو سره نښتو وروسته د ښار په ځینو برخو کې پرمخ تګ کړی.
رویټرز د پوځي سرچینو په حواله ویلي چې د سوریې چارواکو د خالي په ورځ د حلب هوايي ډګر او دغه ښار ته تلونکې ټولې لارې تړلې دي.
دا له ۲۰۱۶ کال راهیسې پر حلب لومړی لوی برید دي، کله چې د سوریې حکومتي ځواکونو چې د ایران ملاتړي ملېشې او د روس هوايي ځواک یې ملاتړ کاوه، د سوریې د کورنۍ جګړې د اوج پر مهال د دغه ښار له ختیځو برخو څخه یاغی ډلې شړلي وي.
یاغیانو ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې یې د حلب او ادلب په ولایتونو کې لسګونه ښارګوټي او کلي نیولي دي. په حلب کې د جمعې د ورځې پرمخ تګ د سوریې د یاغیانو او د هغوي د متحدینو له خوا د هغه برید برخه ده کوم چې د شورو یا چهارشنبې د ورځې پیل شوي و.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د جمعې په ورځ وویل چې د شورو/چهارشنبې له ورځې راهیسې په جګړو کې ۲۷۷ کسان وژل شوي چې اکثره یې یاغیان او د سوریې پوځیان دي.
خو، د سوریې د کړکیچ لپاره د ملګرو ملتونو د سیمه ایز بشري همغږي کونکي مرستیال ډیویډ کارډن د جمعې په ورځ وویل چې په جګړه کې د ماشومانو په ګډون لږترلږه 27 ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
د سوریې پوځ د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د حلب او ادلب په سیمو کې د دوي ځواکونه د ترهګرو ډلو لخوا ترسره شوي لوی برید سره مقابلې ته دوام ورکړي دی. خو پوځ په حلب ښار کې د روانو حالاتو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.
کارپوهانو په حلب کې وروستي پرمختګونه د منځني ختیځ په نورو ځایونو کې د بدلونو سره تړي.
په استبول کې مېشت یو څیړونکی جنرال احمد راحل چې د سوریې پوځ کې جنرال و او په ۲۰۱۲ کال کې له پوځ څخه وتلی، وایي، له ۲۰۱۶ کال راهیسې، د حلب دفاع کوونکي ایران او حزب الله وو، خو دواړه اوس په بیلا بیلو حالاتو کې دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، اونسو کیسیلي، د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې "وروستۍ نښتې په سیمه کې د نه غوښتل شوي کړکیچ د زیاتیدو لامل شوي دي." د جګړې په ښکیلو اړخونو یې غږ وکړ چې د ترکیې او روس لخوا راجوړ شوي د شخړو د کمولو پخوانیو تړونونو ته دې درناوی وکړي.
Forum