د افغان خبریالانو د ملاتړ یو شمېر ادارې د خپلو سرچینو د معلوماتو پر بنیاد وایي چې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په افغانستان کې د ځايي میډیا چارواکو ته په زباني توګه امر کړی چې سیاسي خپرونې دې بندې کړي.
د وي او اې اشنا د رپورټ له مخې د افغان خبریالانو د ملاتړ بنسټ د جمعې په ورځ، د فبرورۍ په ۱۴مه په یو بیان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا فیصله غندلې ده او دا یې د بیان د ازادۍ او د میډیا د حقونو ښکاره خلاف ورزي بللې ده.
په بیان کې راغلي"د سیاسي خپرونو معطل کول یا د هغې مخه نیول، چې د نظریو، فکرونو او ټولنیزو مسایلو د څرګندولو یوه مهمه برخه ده، افغان ولس د هېواد او د نړۍ د اوسني سیاسي حالاتو نه محرومه کول دي."
دې ادارې په خپل بیان کې د نړيوالو، د بشري حقونو تنظیمونو، او د میډیا د ملاتړ کوونکو ادارو نه غوښتنه کړې چې د دې رقم اقداماتو پر ضد غږ پورته کړي او د افغانستان د خبریالانو او رسنیو د ازادۍ د خوندي ساتلو لپاره خپل کوششونه دوامداره وساتي.
همداراز، د افغان فریډم آف سپیچ هاوس په نوم د بیان د ازادۍ یوې بلې ادارې هم په ټولنیزه رسنۍ ایکس لیکلي چې طالبانو میډیا ته امر کړی چې تر بلې اطلاع پورې دې سیاسي خپرونې نه کوي.
دې ادارې ویلي"د هرې ورځې په تېرېدو سره په افغانستان کې د بیان ازادي لا کمېږي"
د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لا تر اوسه د دې زباني امر په اړه کوم رسمي بیان نه دی ورکړی.البته، د خبریالانو د ملاتړ ادارو ځینو سرچینو وایس آف امریکا ته ویلي چې دا زباني لنډمهاله دی، او امکان لري چې دا پابندي په راتلونکو ورځو کې لرې کړل شي.
سرچینو ویلي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا امر وروسته له هغې میډیا ته کړی، کله چې په کابل کې په یو ټلویزیوني سیاسي بحث کې ګډونوالو داسې خبرې وکړې چې طالبانو د افغانستان د ملي ګټو پر ضد وبللې.
سرچینو دا هم ویلي، چې له دې وړاندې هم طالبانو په ټلویزیوني خپرونو کې په سیاسي بحثونو پابندي لګولې وه، خو بیا یې بیرته لرې کړه.
تر دې وړاندې د کال ۲۰۲۴م د سپتمبر په میاشت کې هم د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په افغانستان کې پر میډیا په ژوندۍ بڼه په سیاسي مباحثو بندیز لګولی و.
د سپټمبر په ۲۲مه د افغان خبریالانو د ملاتړ بنسټ په یو بیان کې ویلي وو، د دې پرېکړې له مخې، رسنۍ د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اجازې پرته په ژوندۍ بڼه خپرونو کې پر سیاسي موضوعاتو بحث نه شي کولی.
دې ادارې په خپل یو بل بیان کې دا هم ویلي و چې طالبانو د خپلې خوښې تجزیه کاران میډیا ته معرفي کړي، چې د طالبانو استازیتوب به کوي او د سیاسي او تحلیلي خپرونو برخه به جوړېږي.
له هغه وخت نه چې طالبان په دویم ځل افغانستان کې واک ته رسېدلي، د خبریالانو او رسنیو پر ضد فشارونه زیات شوي دي د دې په نتیجه کې ګڼ شمېر د میډیا ادارې بندې شوي او زرګونه خبریالان، خصوصاً ښځینه خبریالانې، له خپلو دندو څخه بې برخې شوې دي.
د افغان خبریالانو د ملاتړ ادارې په یو راپور کې ویلي، د تېرو دریو کلونو په دوران کې، هر کال د رسنیو او خبریالانو پر ضد محدودیتونه سخت شوي دي.
په راپور کې راغلي"د بندیزونو، سانسور، او اقتصادي ستونزو له امله ډېری میډیا ادارې بندې شوي، او کومې چې لا هم فعالې دي، هغوی د هرې ورځې په تېرېدو سره د لا زیات سانسور او محدودیتونو سره مخ دي."
راپور زیاتوي، چې د طالبانو د واکمنۍ درې کاله وروسته، د ښځینه خبریالانو پر ضد محدودیتونه دومره زیات شوي چې هغوی د کار کولو توان نه لري،همداراز، د خبریالانو تعقیب، نیول کېدل، تشدد، ګواښونه، او جلاوطني اوس هم دوام لري.
په راپور کې راغلي، چې دا مهال په افغانستان کې خبریالان او رسنۍ دا حق نه لري چې داسې خبرونه خپاره کړي، چې طالبان یې د خپلې واکمنۍ پر ضد ګڼي.
برسېره پر دې، خبریالان د طالبانو د اجازې او رضا پرته معلومات نه شي خپرولی.
د افغان خبریالانو مرکز هم په خپل راپور کې ویلي، چې طالبان د ازادو رسنیو پر وړاندې یو متضاد دریځ لري. یو طرف ته دوی د رسنیو قوانین تاییدوي، او وایي چې د یو څو نقطو تر بدلون وروسته به نافذ شي، خو بل طرف ته یې تر اوسه دا قوانین عملي کړي نه دي.
یادونه:- ددې رپورټ معلومات د وي او اې اشنا څخه اخستل شوي دي.
Forum