لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان د طالبانو د کمزوري واک اختیار له امله القاعده او داعش مضبوطېږي


د کال ۲۰۲۱ د اکتوبر د میاشت په دې تصویر کې لیدل کېږي چې طالب چارواکي په کابل کې خبري غونډې ته وېنا کوي
د کال ۲۰۲۱ د اکتوبر د میاشت په دې تصویر کې لیدل کېږي چې طالب چارواکي په کابل کې خبري غونډې ته وېنا کوي

د ملګرو ملتونو د غړو ملکونو استخباراتي معلومات څرګندوي چې په افغانستان واک اختیار د مضبوطولو د طالبانو د کوښښونو په نتیجه کې افغانانو دپاره څه نه څه امن او ثبات برابر شوی خو دا امکان نشته چې دا امن به ډېره موده دوام ولري.

د ملګرو ملتونو د بندېزونو د څارنې ډلې د شورو، چهارشنبې، په ورځ شایع شوي رپورټ کې خبرداری وکړو چې ترڅو د القاعده او داعش په شان ترهګرې ډلې په افغانستان کې پټن ځآیونه مومي او د طالبانو د کمزوریو نه ګټه ترلاسه کوي نو دا خبره قریباً یقیني ده چې افغانستان به د بې ثباتۍ سرچینه وي.

رپورټ خبرداری کوي چې وسله والې ډلې افغانستان ملګری او یا داسې هېواد ګڼي چې دوی ته د فعالیت اجازت ورکوي او طالبان د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د وسله والو موجودګي منلي ده او دا داسې حالات برابروي چې ترهګري ګاونډیو ملکونو ته خورېدلی شي. په خصوصي توګه القاعده طالبانو سره د اوږدې مودې د تعلق نه ګټه پورته کوي او قوي کېږي، د دې باوجود چې دا ډله د فشار سره هم مخامخ ده.

د ملګرو ملتونو غړي ملکونه دریځ لري چې تېر کال القاعده په افغانستان کې ځان بیا منظم کړی، وسله وال يې جلب کړي، د تربیتي کېمپونو جال یې قایم کړی او د افغانستان لږ تر لږه پینځو ولایتونو کې يې پناه ځایونه او په جلال اباد او کابل کې يې دفترې جوړې کړي دي.

د ملګرو ملتونو رپورټ وايي د القاعدې پراخېدلو د افغانستان د بهر څخه هغه وسله والو هم جلب کړي چې ملګرو ملتونو تجربه کار استاذان بللي او د هغوي مشن یا مرام د القاعده د وړو ډلو سېکیورټي زیاتول دي چې ځآی په ځای خواره کړی شوي دي.

په رپورټ کې وېل شوي چې د القاعده مشر سېف العادل چې وېل کېږي په ایران کې مېشته دی، د افغانستان کونړ او نورستان ولایتونو ته يې عرب فعالان لېږلي چې د ډلې بنیادي رهبرۍ سره په روابطو کې مرسته وکړي او د وسله والو تربیت بهتر کړي. د القاعده نورو غړو هم په افغانستان کې پناه موندلي ده.

د القاعده یو کمانډر ابو الاخلاص المصري په کال ۲۰۱۰ کې نیول شوی و او په کال ۲۰۲۱ کې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا پورې د باګرام په زندان کې بند و، په حفاظي حراست کې اخیستل شوی ځکه چې د ملکرو ملتونو د رپورټ په قول طالبان تشویش لري چې غېر ملکي استخبارات د المصري په تلاش کې دي. طالبانو د القاعده دوو نورو هغه غړو ته هم پناه ورکړې چې د ملګرو ملتونو په رپورټ کې د وسلو انجېنیران بلل شوي دي. او د لیبیا د القاعده یو غړي ته طالبانو افغان پاسپورټ او په داخله وزارت کې عهده ورکړې ده.

د ملګرو ملتونو د غړو ملکونو رپورټ وايي دا نه ده معلومه چې د القاعده د غړو په اړه د طالبانو د دې فعالیتونو په شا څه مقصد دی او یا د ډلې په صلاحیتونو به د دې څه اثرات وي خو د طالبانو هلو ځلو ډیر تشویش پېدا کړی دی.

په افغانستان کې د القاعده په اړه د امریکې اندزه چې تېر کال وړاندې کړی شوې وه، د ملګرو ملتونو د تجزيې سره په تضاد کې ښکاري.

د کال ۲۰۰۱ د ناین الېون د حملې د کلیزې په مناسبت خپله وېنا کې د امریکې د ترهګرۍ ضد ادارې نېشنل کاونټرټېررازم سېنټر مشرې کرېسټین ابيزېد وویل په افغانستان او پاکستان کې القاعده د تاریخ د ټولو نه لاندې سطحې ته تللی ده او بیا راژوندي کېدل يې امکان نه لري.

د دې برعکس، ملګري ملتونه دریځ لري چې د ۳۰ څخه تر ۶۰ پورې د القاعده لوړ رتبه چارواکي، په سلګونو وسله وال او قریباً ۲۰۰۰ د کورنۍ غړي يې په افغانستان کې موجود دي.

د ملګرو ملتونو په رپورټ کې استخباراتي معلومات څرګندوي چې داعش د فشار دلاندې دی او د ملګرو ملتونو غړي ملکونو د دې سبب د طالبانو کوښښونه بلي خو په دې لړ کې د طالبانو د صلاحیتونو او د داعش د وسله والو او د خورېدلو په اړه پوښتنې هم لري.

د دې نتیجه، رپورټ وايي، دا ده چې داعش نه یوازې د طالبانو حکومت کمزوری کوي بلکې په فعالا توګه د ایران او روس په شان لرې پرتو سیمو کې حملې هم کوي. د ایران په کرمان او د ماسکو په کنسرټ د حملې په حواله د ملګرو ملتونو رپورټ وايي داعش مضبوط صلاحیت لري.

استخباراتي معلومات ښيي چې داعش د منځنۍ اېشیا ځینو ملکونو ته ځان خپور کړی دی.

د ملګرو ملتونو رپورټ وايي داعش په پاکستان کې حملو دپاره افغانان استعمالوي، پاکستانیان په افغانستان کې دننه حملې کوي، تاجکانو په ایران او روس کې حملې کړي او د قرغستان شهري په کندهار کې حمله کړې ده. د پورټ ترمخه، داعش خراسان د افغانستان په شمالي برخو کې خان مضبوط کړی، تاجک او ازبکان جلب کوي او په لرې پرتو غرنۍ سیمو کې وسله او چاودېدونکي مواد ذخیره کوي.

د ملګرو ملتونو یو غړي ملک دا خبرداری وکړو چې داسې نخښې نخښاني ويني چې داعش د افغانستان په ځینو علاقو سیمه اییز واک اختیار دپاره تیاری کوي.

ملګرو ملتونو سره شریک کړی شویو ځینو نورو استخباراتي معلوماتو کې د دې تشویش اظهار شوی چې داعش کوښښ کوي چې د طالبانو حکومت د ننه څخه ونېسي او داسې شواهد هم شته چې داعش خپل وسله وال د طالبانو داخله او د دفاع وزارتونو او د استخباراتو ادارې ته په خفیه توګه ور داخل کړي دي. دا تشویش هم شته چې داعش خپله موجودګي د خفیه ساتلو کوښښونه هم کوي.

د رپورټ د اندازې ترمخه داعش په افغانستان کې د ۲۰۰۰ نه تر ۳۰۰۰ پورې وسله وال لري او چې د ډلې د نورو اتحادیانو د وسله والو شمېره ورسره یو خای کړې نو د وسله والو دا تعداد تر ۶۰۰۰ پورې رسېږي.

داسې شواهد هم شته چې ښيي داعش خراسان په ایران کې د خصوصي عملیاتو ځواک جوړ کړی دی چې زیاتره وسله وال په کې تاجکان او ازبکان دي او د شیعه ګانو په مزارونو، په ایراني پولیس او عالمانو د حملو ذمه واري ورته ورکړی شوې ده.

د ملګرو ملتونو یو غړي ملک وویل په ایران کې د داعش خراسان په دغه خصوصي دسته کې تر ۳۰۰ پورې وسله وال دي او داسې ښکاري چې پاکستان، ترکمنستان او عراق سره د ایران په سرحدي سیمو کې فعالیتونه کوي.

په افغانستان کې د القاعدې په اړه د امریکې تجزیه د داعش خراسان په اړه هم د هېواد کتنه د ملګرو ملتونو د څېړنې برعکس ده. امریکايي چارواکي ګڼي چې په افغانستان کې د داعش خراسان د وسله والو شمېره زیاته نه ده. خو د امریکې وروستۍ اندازې څرګندوي چې داعش صلاحیت لري چې خپل اثر د منځۍ اېشیا نه پورې هم وغځوي.

د ترهګرۍ ضد امریکايي مامورینو تېره میاشت خبرداری وکړو چې داسې ښکاري چې داعش د مېکسیکو دلارې امریکې ته د مرکزي اېشیا وسله وال د رالېږلو کوښښ کوي.

د امریکې د خزانې وزارت بندیزونو تېره میاشت یو سازش ښکاره کړو چې ښيي په ازبکستان کې د داعش وسله وال او په جورجیا کې د ډلې امیر امریکې ته د وسله والو را لېږلو کوښښونه کول.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG