لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عزمِ استحکام اعلان پښتانه اندېښمن کړي، وایي د تېرو عملیاتو له اثراتو تر اوسه نه دي وتلي


په پاکستان کې د ممکنه پوځي اپرېشن عزمِ استحکام په هکله پښتنانه اندیښمن دي اؤ وایي تېرو اپرېشنونو کې چې دوي ته کوم زیان اوښتی و د هغې معاوضه تر اوسه دوي ته نه ده ورکړل شوې.

څېړنیز رپوټونه وایي په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راپدیخوا مخې سیمه کې په ترهګریزو حملو کې اضافه شوې ده اؤ په دې بریدونو کې په سلګونو پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

د سیاسي چارو پوهان نظر لري چې په پراخه کچه د پوځي اپرېشن په ځای، د معلوماتو په بنیاد د ترهګرو خلاف دې هدفي کاروایي وشي.

په ۲۲م جون پاکستان کې د ترهګرۍ په ضد د نوي پوځي اپریشن له اعلانېدو وروسته پښتنو سیاسي، مدني اؤ قامي فعالانو ځای په ځای جرګې مرکې شروع کړي دي اؤ په ممکنه اپرېشن د خپلو خیالاتو څرګندونې کوي.

په پیښور کې راجوړه شوه یوه جرګه کې پښتنو فعالانو ویلي، تیرو اپریشنونو د دوي ژوند کې مسلې لا نورې سیوا کړي.

د اورکزۍ ضلعې اوسېدونکی عبدالشاهد چې په دغه جرګه کې یې برخه اخستې، وي او ای ډیوه ته وایي، د تېر اپرېشن له امله تر ورځې خلک بې کوره دي،کاروبارونه ختم شوي دي اؤ پښتانه د سختو کړمو سره مخ دي.

هغه وایي اوس چې د نوؤ عملیاتو کومه پرېکړه شوې ده په دې کې باید د ولس رایې معلومه کړل شي.

"زه دا غوښته کووم چې زمونږه فیصلې دې د علاقې موجوده نمایندګان دي. که هغه په صوبایي لیول باندې دي. که مرکزي لیول باندې دي. هغو سره دې مشاورت وشي. د عوامو رایې دې معلومه کړل شي".

د مطبوعاتي رپوټونو تر مخې نزدې ورځو کې د خیبر پښتونخوا سوات، دیر، مومند، خیبراو وزیرستان سیمو کې خلکو د نا امنۍ په ضد د امن لاریونونه کړي ديؤ دوي وایي ددې لاریونونو په ذریعه دوي ښودل غواړي چې دوي ترهګر نه دي او سیمه کې به د نورو غټو پوځي اپرېشنونو مخالفت کوي.

د مومند ضلعې اوسیدونکی پیر محمد وایي،پښتانه پرامنه خلک دي ، دوي سره نه ترهګر شته اؤ نه د ترهګرو ملاتړي دي ځکه نو هیڅ بېڅه دې د پښتنو سیمو ته اپرېشن نه راوړل کیږي.

ډيوه سره خبرو کې هغه وایي "دا کومه جرګه او دا کوم احتجاج چې کیږي. مونږ دا اواز رسوو. چې مونږ پرامن یو. مونږ خاموشه یو. مونږ سره دهشتګرد نیشته. مونږ سره شرپسند نیشه دی. ته ولې په ما راځې؟ دا د کوم ځایې نه راځي؟ په کومه لار راځي؟ ".

د هغه وینا وه چې ترهګر چرته دي هغه د پاکستان استخباراتي شبکو ته په ښه ډول معلومه ده، د عامو سیمو اؤ خلکو پځای دې دغه ترهګر له مینځه یوسي.

څیړنیزه اداره سي آر ایس ایس ( سنټر فار ریسرچ اینډ سیکیورټي سټډیز) خپل یو رپورټ کې وایي. د ترهګریزو پیښو په حواله ۲۰۲۳م کال تیرو شپږو کلونو کې زیات خونړی و.

رپوټ وایي دغه کال کې ۵۰۰ امنیتي عسکر او قابو هم دومره ملکي تنان ترهګریزو پیښو کې وژل شوي دي.

یاده اداره د روان کال د وړومبیو دریوؤ میاشتوشمیرو کې وايي. ۲۴۵ ترهګریزو حملو او اپریشنونونو کې ۴۳۲ ملکي تنانو، د امنیتي چارو اهلکارو اؤ وسله والو ته مرګ ژوبله اوړیدلې ده.

د سي آر ایس ایس رپوټونه زیاتره د پوځ د ویاندې ادارې آي ایس پي آر او د مطبوعاتو نه په اخستل شوو معلوماتو جوړ شوي وي.

د امنیت په چارو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی لحاظ علي وایي ، د قام غوښتنه دا ده چې د ترهګرو د پټو ځالو په ضد باید هدفي عملیات وشي اؤ د پراخې کچې په پوځي عملیاتو کې دې د خلکو له بې کوره کولو څخه ډډه وکړل شي.

‌د لحاظ علي په خبره"قام باقاعده د یو شک اظهار کوي او ریاستي ادارو ته بار بار وایي چې هغه دې د چترال نه واخله د جنوبي وزیرستان پورې او په نورو مختلفو سیمو کې، دې وخت کې چې د ترهګرۍ کومې پټې ټیکانې موجودې دي. د هغې په ضد باندې دې ټارګټډ یا انټلیجنس بیسډ یا یو داسې اپریشن وشي. چې د نقصان دې پکې د کم نه کمه اندیښنه وي. او د خلکو د بې کوره کولو عمل نه دې بیخي ډډه وکړل شي دې".

سیاسي ګوندونو پاکستان تحریک انصاف، جمعت علماء اسلام، عوامي نیشنل پارټۍ او جومات اسلامي د ممکنه پوځي اپریشن مخالفت کړی دی،خو د وزیراعظم د دفتر لخوا جاري شوي بیان کې ویل شوي چې عزم استحکام نومې عملیات به په پراخه کچه نه وي.

د دفاع وزیر خواجه هم اصف هم سپینه کړې ده چې په دې عملیاتو کې به ځایي خلک نه بې کوره کیږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG