لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روان کال پښتونخوا کې د ترهګرۍ 670 پېښو کې 204 عسکر اؤ 174عام وګړي وژل شوي


د ترهګرۍ ضد محکمه وایي سږکال په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ 670 پېښې مخې ته راغلي چې په دې کې 204 امنیتي عسکر اؤ 174عام وګړي وژل شوي دي.

څېړونکي وایي په کال 2021م کې په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسېدو راپدیخوا پاکستان کې وسله والې ډلې زیاتې مضبوطې شوې دي اؤ په قبایلي اؤ جنوبي سیمو کې یې عملاً خپله واکمني ټینګه کړې ده.

د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي) د رپورټ له مخې روان کال 2024م کې د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې د پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې شوي دي چې شمیره یې 121 ده.

دغه رپورټ د پاکستان جیو نیوز رسنۍ پخپله ویب پاڼه خپور کړی، پکې ویل شوي چې په بنو کې د ترهګرۍ 116 اؤ په خېبر کې 80 پېښې مخې ته راغلي دي.

رپورټ کې ویل شوي چې سږ کال خېبر پښتونخوا کې په شوؤ ترهګریزو بریدونو کې 149 پولیس وژل شوي اؤ 232 نور ژوبل شوي دي.

همدا شان په دې کال کې د وسله والو لخوا شوؤ بریدونو کې 174عام وګړي وژل شوي اؤ 275 نور ژوبل شوي دي.

رپورټ کې دعوه شوې ده چې صوبه کې د ترهګرو په ضد شوؤ عملیاتو کې 212 وسله وال شوي.

د رپورټ تر مخه تر ټولو زیات وسله وال په په ډيره اسماعیل خان کې وژل شوي چې شمیره یې 80 ښودل شوې.

همدا شان په بنو کې د 41، په خېبر کې د 23 اؤ په شمالي وزیرستان کې د 19 وسله والو د وژلو دعوه شوې ده.

د سي ټي ډي په رپورټ کې ویل شوي چې د روان کال په مهال خېبر پښتونخوا صوبه کې د ترهګرو بریدونو کې د 204 امنیتي عسکرو د وژل کېدو تر څنګ 383 نور ژوبل شوي هم دي.

څېړونکی اؤ خبریال ښاغلی ناصر داوړ وي او اې ډیوه ته وایي د کله نه چې افغانستان کې طالبان واکمنۍ ته رسیدلي نو په پاکستان کې هم ورسره وسله والې ډلې زیاتې پياوړي شوي اؤ د وړاندې په نسبت یې څو چنده زیات طاقت ترلاسه کړی دی.

ډیوه سره خبرو کې ښاغلي داوړ ویلي، اوس دا خبره له هیچا پټ پناه نه ده چې د صوبې په زیاتو برخو کې طالبان خپل کنټرول لري، اؤ خصوصاً په جنوبي اضلاع اؤ قبایلي سیمو کې له ماذیګر وروسته پوځ هم له خپلو پوځي ودانیو بهر نه شي راوتلی.

ناصر داوړ وایي طالبانو ته د وړاندې په پرتله اوس زیاتې عصري وسلې په لاس ورغلي، هغوي به مخکې پټ فعالیتونه کول خو اوس ډاډه په سړکونو ګزمې کوي، خلک تښتوي،خلکو ته اخطارونه ورکوي اؤ انتظامیه یا امنیتي ځواکونه دا هر څه ویني خو د کنټرول کولو توان یې نه لري.

د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي هم تېره اونۍ پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې صوبه کې حالات له قابو وتلي اؤ له ماذیګر وروسته په جنوبي سیمو کې د وسله والو حکومت وي.

د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند ښاغلی بېرسټر سیف بیا دا نه مني چې ګنې صوبه د وسله والو لاسونو ته لوییدلې ده .

په دې وروستیو کې وي او اې ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي وؤ ، دا سمه ده چې وسله وال بریدونه کوي خو امنیتي ځواکونه هم ددې بریدونو په وړاندې لاس تر زنې نه دي ناستي اؤ هغوي ته برابر ځواب ورکوي.

بېرسټر سیف وایي چرته هم چې وسلوال برید وکړي هلته د امنیتي ځواکونو د چټک غبرګون سره مخ کیږي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG