لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غزني ولایت کې موټر بم درې افغان عسکر وژلي، دوه نور زخمیان دي


ا په غزني کې په تیرو دوو اونیو کې پر ملي اردو دریم موټربم برید دی.
شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د ده یک ولسوالۍ کې د ملي اردو پر اډه هم موټر بم برید شوی و، چې شاوخوا 30 سرتېري پکې ووژل شول او همدومره نور یې ژوبل کړي ؤ
ا په غزني کې په تیرو دوو اونیو کې پر ملي اردو دریم موټربم برید دی. شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د ده یک ولسوالۍ کې د ملي اردو پر اډه هم موټر بم برید شوی و، چې شاوخوا 30 سرتېري پکې ووژل شول او همدومره نور یې ژوبل کړي ؤ

د افغانستان په غزني ولایت کې د موټر بم په حمله کې درې افغان عسکر وژل شوي او درې نور زخمیان دي.

د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده وایي تیره شپه د غزني ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې د ملي اوردو په مرکز موټر بم برید کې د ملي اردو درې عسکر وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

جمعه زاده زیاته کړه د یو بل موټر بمد چاودنې مخه یې نیولي ده.

وحیدالله جمعه زاده وویل دوه وسلوالو ځانمرګو بریدګرو غوښتل چې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په ملا نوح بابا سیمه، لومړۍ شاهراه ته نږدې د ملی اردو په بېس موټر بم بریدونه تر سره کړي، د ده په خبره لومړۍ ځانمرګی بریدګر هدف ته تر رسیدو مخکې د امنیتي سرتیرو لخوا تر پیژندنې وروسته ویشتلی او د چاودنې په ترڅ کې د ملي اردو درې سرتیري وژل شوي او دوه نور یې ژوبل کړي دي.

جمعه زاده وایي یو بل مزدا موټر چې د چاودیدونکو موادو ډک ؤ او غوښتل یې په یو بل بېز باندې موټر بم برید وکړي چاودنه نده کړي او بریدګر له سیمې په تیښته بریالی شوی دی .

جمعه زاده وایي په قره باغ ولسوالۍ کې هم وسلوالو په بیلابیلو بېزونو باندې بریدونه کړي چې وسلوالو ته تر لسو ډیرو وسلوالو ته د مرګ ژوبلې خبره کوي او زیاتوي د دوی درې جسدونه هم د جګړې په میدان کې پاتې دي.

د یاد برید مسولیت تر دې دمه چا ندی منلی خو

دا په غزني کې په تیرو دوو اونیو کې پر ملي اردو دریم موټربم برید دی.

شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د ده یک ولسوالۍ کې د ملي اردو پر اډه هم موټر بم برید شوی و، چې شاوخوا 30 سرتېري پکې ووژل شول او همدومره نور یې ژوبل کړي ؤ.

غزني ولایت 18 ولسوالۍ لري چې 8 یې ناامنه او یا هم د وسلوالو طالبانو په لاس کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ویلي ؤ چې دوحه کې له طالبانو سره مذاکرات دوام لري

ښاغلي عبدالله دا هم ویلي ؤ چې "د دوشنبې په ورځ هم زموږ مذاکراتي ډلې خبرې درلودې او د اجنډا په اړه یې د یو او بل نظرونه واورېدل او چهار شنبه هم زموږ ډله په خپلو کې جدي بحثونه پیلوي"

عبدالله په مذاکراتو کې له مقابل لوري تمه ښودلي چې د سولې پر لوري یو لوی ګام واخیستل شي دی وایي ډاډه دی چې دوی به په دې کار پښېمان نه شي، ځکه په راتلونکې به ټول د هېواد په نظام کې ونډه ولري.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د څه باندې دوو میاشتو بحثونو وروسته د خبرو په کړنلاره هوکړې ته رسیدلي او خبرې دوهم پړاو ته د رسیدو سره سم طالبانو نوي شرطونه وړاندې کړي دي، طالبانو د اوو زرو نور بندیانو خلاصون او د تور لېست څخه د دوی د مشرانو ایستل غواړي.

خو افغان حکومت وایي د بندیانو ازادیدل د سولې له پروسې سره مرسته نشي کولای

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG