لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین سره د قېدیانو د تبادلې وروسته درې امریکایان ملک ته راورسېدل


درې واړه امریکایان، مارک سويډ‌ن، کای لي او جان لېونک د شورو، چهارشنبې، په شپه په ټېکسس ریاست کې د سان اېنتونیو پوځي مرکز ته راورسېدل
درې واړه امریکایان، مارک سويډ‌ن، کای لي او جان لېونک د شورو، چهارشنبې، په شپه په ټېکسس ریاست کې د سان اېنتونیو پوځي مرکز ته راورسېدل

د واشنګټن او د بيجېنګ ترمنځ قېدیانو د تبادلې وروسته درې امریکایان چې د کلونو راهسې په چين کې قېد وو د شورو، چهارشنبې، په ورځ ناوخته ملک ته راورسېدل.

وایټ هاوس چین سره د قېدیانو د تبادلې اعلان د شورو، چهارشنبې، په ورځ وکړو چې د دواړو ملکونو ترمنځ نادر سفارتي مفاهمت ګڼل کېږي او په داسې حال کې شوی د صدر جوبایډن د حکومت مېعاد ختمېدونکی دی.

بيجېنګ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل امریکې څلور چینایان هېواد ته ستانه کړي دي چې په کې هغه درې چینايي شهریان هم شامل دي دي چې بيجېنګ ویلي وو په امریکا کې په د سیاسي مقاصدو دپاره نیول شوي وو. څلورم تن چین ته د جرمونو په لړ کې مطلوب و او په امریکا کې اوسېدلو.

د چین حکومت ملک ته د ستانه شویو چینایانو پېژندګلو نه ده کړې.

درې واړه امریکایان، مارک سويډ‌ن، کای لي او جان لېونک د شورو، چهارشنبې، په شپه په ټېکسس ریاست کې د سان اېنتونیو پوځي مرکز ته راورسېدل.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

بایډن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل دریو واړو امریکایانو سره يې خبرې کړي دي او خوشحاله دی چې ملک ته ستانه شول.

امریکې ویلي وو درې واړه شهریان يې په چین کې په غلطه نیول شوي وو. سوېډن ته د نشۍ توکیو په الزام د مرګ سزا اورول شوې وه او د لي او لېونګ د جاسوسۍ په الزاماتو نیول شوي وو.

بلخوا، د امریکې د کورني امنیت ادارې ډپارټمنټ اف هوم لېنډ د شورو، چهارشنبې، په ورځ امریکایانو ته چين ته د سفر په اړه د خبرداري کچه د دریمې درجې نه دویمې ته راټیټه کړه او خپلو شهریانو ته يې وویل چین ته د سفر په مهال دې د احتیادط نه کار اخلي. د دې نه وړاندې امریکایانو ته ویل شوي وو چې چین ته په سفر دې نظر ثاني وکړي.

د قېدیانو د تبادلې نه دوه میاشتې مخکې چین د امریکې د کېلېفورنیا ریاست عیسايي مذهبي مشر ډېوېډ لېن چې د تېرو ۲۰ کلونو راهسې په چين کې د مبینه درغلۍ په الزام قېد و، د بند څخه ازاد کړو.

د اګست په میاشت کې امریکې روس سره د قېدیانو تاریخي تبادله وکړه چې په کې دوه امریکايي خبریالانو، یو د امریکې پخوانی عسکر او د روس د حزب اختلاف فعال ازاد کړی شوو..

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG