په بنو کې د دوؤ تندروه وسله والو ډلو ترمنځ د شورو، چهارشنبې، په ورځ سخته نښته شوې چې سرچینې وایي درې کسان پکې وژل شوي اؤ یو ماشوم ژوبل شوی دی.
دسیمې نه سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي په بنو جاني خیل منډهۍ کې د تندروه وسله والو ډلو (اسحاق ګروپ اؤ حقاني ګروپ) ترمنځ سخته نښته شوې اؤ دواړو خوا په یو بل دناتاره ډزو ترڅنګ لاسي بمونه هم غورځولي دي .
دغه سرچینې ډیوه ته ویلي چې نښته کې دحقاني ګروپ دوه وسله وال اؤ داسحاق ګروپ یو وسله وال مړ شوی دی.
دپېښې د جذیاتو معلومولو لپاره وي او ای ډيوه دبنو دپولیسو ضلعي مشر سره دټیلیفون دلارې دتماس نیولو کوشش وکړو خو بنو کې د تېرې ورځې د رامنځته شوي تاؤجن صورتحال له امله ډيوه دپولیسو مشر سره په تماس نیولو ونه توانیدله.
دا تازه پېښه په داسې حال کې مخې ته راغلې چې د بنو ځايې خلک وايي د سي ټي ډي د مرکز د پېښې وروسته دغلته د امنيت په اړه د خلکو اندېښنې سېوا شوي دي اؤ ځايې خلک وايي د پېښې په ځايې کې اوس هم د خلکو تګ راتګ کم ليدل کیږي۔
د بنو اوسيدونکي وايي د سي ټي ډي د مرکز د پېښې وروسته په بنو د ویرې څادر خور دی اؤ په ښار کې یوه ډوبه خاموشي لیدل کیږي.
ځايي خلکو وي او ای ډیوه ته ویلي بنو سره دپیوست علاقو لکي مروت، وزيرستان او ډي ایي خان کې د تيرې څه مودې راهسې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي چې اوس يې اثر تر بنو هم راورسيدو۔
د بنو نه خبريال روفان خان ډيوه ته وويل په بازار کې د موبایل نېټ ورک تړل شوی، سکولونه بند دي او د کېنټ علاقه کې د خلکو تګ راتګ کم ليدل کيږي،
ځايي اوسيدونکو ډيوه ته وويل له پېښي وروسته د امنيت په اړه د خلکو اندېښنې سېوا شوي دي.
ټولنيز فعال عيدک وزير وايي دې نه واړندې په لکي مروت، وزيرستان او نورو سيمو کې د امنيتي ادارو اهلکار او ځايې خلک وژل شوي دي، کوم چې د بدامنۍ نوی بهیر څرګندوي۔
په پاکستان کې سي ټي ډي د صوبایي پوليسو د مشر د واک لاندې د ترهګرۍ دمخنيوي ارداره ده، دا اداره وخت په وخت د ټي ټي پي، داعش، القاعده او نورو وسله والو د غړو د نيولو او يا په مقابلو کې د وژلو دعوې کوي.
په بنو کې د سي ټي ډي دفتر د کېنټ په علاقه کې دی چرته چې سخته سيکورټي وي خو د نېشنل ډيموکرېټک ګوند يو مشر نديم عسکر ډيوه ته وويل دې پېښې ډېرې پوښتنې راولاړې کړي چې څنګه د ترهګرۍ د مخنيوي اداره پخپله د غسې صورتحال سره مخ شوه ؟
نديم عسکر وويل دوي وړاندې هم د زياتيدونکي ترهګرۍ ، بمي چادونو او هدفي وژنو په ضد احتجاجونه کړي او د بنو ددې پېښې په لړ کې به هم نزدې ورځو کې خلک راټولوي او د حکومت نه به د ترهګرۍ د پېښو د مخنيوي غوښتنه کوي۔