پاکستان دهوابازۍ ملي ادارې( سول ايوي ایشن اتهارټي) د حکومتي هدایاتو په رڼا کې د فنانشنل ایکشن ټاسک فورس په معیارونو عملدرامد کول پېل کړي دي چې ترمخه به یې هېواد ته تلونکي یا د هېواد نه بهر تلونکي مسافر به د خپلو پېسو، سرو زرو او قيمتي کاڼو معلومات چارواکو ته ورکوي.
د سول ايوي ایشن اتهارټې لخوا جارى شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د نړیوال پروازونو د لارې پاکستان ته د راتلونکو او تلونکو مسافرو لپاره به د خپلې کرنسۍ، د سرو زرو د کالو او قيمتي کاڼو تفصيلات ورکول ضروري وي او ددې لپارې به د کسټمز ډیکلريشن فارم جمع کول هم لازم وي.
د پاکستان حکومت دا ګامونه په داسې حال کې پورته کړي چې د مطبوعاتي رپورټونه ترمخه د فناننشنل اېکشن ټاسک فورس يوه ډله به د ستمبر په مياشت کې د پاکستان دوره کوي او په مزکه به د هفو ګامونه پخلی کوي چې د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني ترسيل د مخنیوي لپاره یې پورته کړي دي.
د سول ايويېشن اتهارټي په اعلامیه کې ویل شوي چې د پاکستان څخه بهر هېوادونو ته د تلونکو او راتلونکو مسافرو لپاره د بورډنګ پاس اجرا د کسټمز ډیکلريشن سره تړل شوې ده او په پاکستاني هوايي اډو باندې د بهر ملکونو څخه راتلونکې مسافر به هم کسټمز ډیکليرېش فارم ډکوي.
وېل شوي چې پاکستان ته د راتلونکي پرواز په مهال به فضايي کوربه مسافرو ته د کرنسۍ او کسټم ډیکلريشن فارم ډکولو اعلان کوي او انټرنېشنل اراېول کې به په کسټم کاونټر باندې د ډیکلريشن تفصيل د اميګرېشن مخکې ورکول وي.
د پاکستان سول ايوي اېشن اتهارټې وېاند سېف الله ډيوه سره خبرو کې وويل چې د پاکستان حکومت د کسټمز څانګې ته په ټولو نړيوال هوايي اډو د مامورینو د ګمارنې هداېات ورکړی شوي دي او مسافرو ته به د کسټمز او هوایي شرکتونو مامورین معاونت یا مرسته ورکوي.
سېف الله وايي دا ټول اقدامات د فنانشنل ایکشن ټاسک فورس د لارښوونو په رڼا کې پورته کړې شوي دي.
د پاکستان دهوا بازۍ ادارې د حکومتي هدایاتو په رڼا کې د فنانشنل ایکشن ټاسک فورس په معيارونو عمل درامد په داسې حال کې پېل کړی چې د مطبوعاتو ترمخه د پېسو د غېرقانوني ترسيل او ترهګرۍ د مالي مرستو د څار نړیوالې ادارې اېف ای ټي ایف يوه ډله به د ستمبر په مياشت کې د پاکستان دوره کوي او په مزکه به د هغو ګامونو پخلې کوي چې د پاکستان حکومت د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لېږد د مخنیوي په لړ کې پورته کړي دي.
د فنانشنل ایکشن ټاسک فورس په چارو او په حکومتي ګامونو نظر لرونکی څېړنکار او خبرېال مهتاب حېدر ډيوه ته وايي د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس يوه غوښتنه دا هم وه چې پاکستان دې هېواد او بهر تلونکو پېسو او سرو زرو باندې باندې نظر وساتي او ددې رېکارډ دې هم راغونډ کړي.
هغه وايي کله چې په بله مياشت کې د فنانشنل اېکشن ټاسک فورس ډله پاکستان ته راشي نو هغوي به دا پخلی کوي چې پاکستان د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني ترسيل د مخنیوي لپاره کوم ګامونه پورته کړي او دا به هم ګوري چي اېا دا اقدامات څومره تل پاتي یا مستقل دي او دا ټولې تېارۍ هم په دې لړ کې روانې دي.
د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لېږد د څار نړیوالې ادارې اېف ای ټي ایف د تېر جون په میاشت کې د پاکستان نوم د خړ فهرست څخه د ويستلو اشاره ورکړې وه او دا یې هم منلي وو چې پاکستان د ايف ای ټي اېف په 34 سپارښتنو عمل درامد باوري کړی دی.
ايف ای ټي یف کال 2018 کې د پاکستان نوم د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني ترسيل په چارو کې د پاتې راتلو پسر خړ فهرست کې اچولی و.