د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د یکشنبې- اتوار په ورځ وویل، په کېنېډا، مېکسیکو او چین باندې د تازه ګمرکي محصولاتو یا تعرفو لګېدو له کبله ښایي امریکایي وګړي له "اقتصادي درد" سره مخ شي خو ټینګار یې کړی چې د امریکې د هدفونو د خوندیتوب لپاره دا اقدام مهم دی.
ښاغلي ټرمپ د شنبې- خالي په ورځ له ژمنې سره سم یو صدارتي فرمان لاسلیک کړ او د کېنېډا، مېکسیکو او چین په درآمداتو یا وارداتو یې د ګمرکي محصولاتو لګول پیل کړل.
سپینې ماڼۍ ویلي چې د نوي صدارتي فرمان له مخې به د کېنېډا او مېکسیکو په وارداتو ۲۵ او د چین په هغو به بیا لس فیصده ګمرکي محصولات ولګول شي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت په خبري غونډه کې وویل چې په کېنېډا او مېکسیکو دا ګمرکي محصولات ځکه لګول کیږي چې له همدې هیوادونو څخه "په بې ساري ډول په غیر قانوني توګه فینټنایل راځي چې امریکایي وګړي وژني".
ډانلډ ټرمپ پخپله ټولنیزه رسنۍ «ټروت سوشل» باندې په امریکایانو باندې د دې ګمرکي محصولاتو د اغېز په هکله لیکلي: " آیا څه نا څه درد به وي؟ هو، کېدای شي او کېدای شي نه وي، خو مونږ به امریکا بیرته خپل عظمت ته ورسوو او دا په هغه قیمت ارزي چې باید ورکړل شي".
د اقتصادي چارو کارپوهان وایي چې د ټرمپ دا سوداګریزه جګړه به امریکا کې د لنډې مودې لپاره پرمختګ ورو کړي او د شیانو نرخونه به پورته شي.
تر دې وړاندې ډانلډ ټرمپ ویلي وو په کېنېډا، چین او مېکسیکو یې دا ګمرکي محصولات ځکه لګولي چې له یوې خوا یې ناقانونه کډوال پرېیښي چې امریکې ته راشي او بل دلیل یې د فنټنایل په نامه د نشه یي موادو راتګ دی چې د ټرمپ حکومت وایي د ګڼ شمیر امریکایي وګړو د مړینې سبب کیږي.
خو ښاغلي ټرمپ د یکشنبې په ورځ د دې درې واړو هیوادونو سره په سوداګریزه خساره غصه ښودلې او وایي چې د امریکې سره یې چلند غیرمنصفانه دی. ټرمپ لیکلي:
"امریکا د کېنېډا، مېکسیکو او چین ( تقریباً ټولو هیوادونو) سره ستره خساره لري، د ۳۶ ټریلین ډالرو څخه پورته او مونږ به تر دې وروسته ناپوه هیواد نه اوسو".
د کېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو د شنبې- خالي په ورځ هوډ څرګند کړی چې د امریکا په یو شمېر مالونو به ۲۵ فیصده ګمرکي محصول ولګوي او ووایي د دې ګمرکي محصول لومړی پړاو به د سه شنبې- نهې په ورځ پیل شي او دویم پړاو به یې په څو اوونیو کې عملي شي.
ښاغلي ټروډو چې د کار موده یې په ختمېدو ده ویلي چې د جنوري له ۲۰ مې نیټې راهیسې چې ټرمپ د امریکې صدر شوی، کوښښ کوي له هغه سره وغږیږي خو تر اوسه بریالی شوی نه دی.
د مېکسیکو ولسمشرې کلایډا شینباوم هم ویلي چې د امریکې صدر ټرمپ ته یې وړاندیز کړی چې تر اوسه یې ځواب نه دی تر لاسه کړی.
میرمن شینباوم ویلي، د خپل هیواد اقتصاد وزیر ته یې امر کړی چې د ډانلډ ټرمپ ګمرکي محصولاتو په غبرګون کې د بي- پلان تطبیق کړي چې د ګمرکي محصولاتو تر څنګ پکې نور اقدامات هم شته او ژمنه یې کړې چې د دوشنبې- ګل په ورځ به د خپل وروستي اقدام جزیات په ډاګه کړي.
د امریکا صدر په یورپي اتحاد باندې هم د ګمرکي محصولاتو د زیاتولو ژمنه کړې او د دې اتحاد چارواکو ویلي چې قوي ځواب به ورکړي.
Forum