لاس رسیدونکی لینک

 
​ صدر ټرمپ اؤ مودي ژمنه کړې چې د امریکې اؤ هند اړیکې به نورې هم پیاوړې کوي
تازه خبر

​ صدر ټرمپ اؤ مودي ژمنه کړې چې د امریکې اؤ هند اړیکې به نورې هم پیاوړې کوي



دواړو مشرانو د پنجشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ په اوول دفتر کې لیدنه وکړه. صدر ټرمپ د وزیراعظم مودي تود هرکلی وکړ او ویې ویل: "زموږ ترمنځ ډېره ښه ملګرتیا ده، چې لا نوره به هم زیاته شي"
دواړو مشرانو د پنجشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ په اوول دفتر کې لیدنه وکړه. صدر ټرمپ د وزیراعظم مودي تود هرکلی وکړ او ویې ویل: "زموږ ترمنځ ډېره ښه ملګرتیا ده، چې لا نوره به هم زیاته شي"

د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ او د هند وزیراعظم نریندرا مودي ژمنه کړې چې د دواړو هېوادونو اړیکې به لا پیاوړې کوي.

مودي د صدر ټرمپ د امریکا د ملي ګټو پر بنسټ د پالیسیو او د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د هغه د هڅو ملاتړ کړی.

دواړو مشرانو د پنجشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ په اوول دفتر کې لیدنه وکړه. صدر ټرمپ د وزیراعظم مودي تود هرکلی وکړ او ویې ویل: "زموږ ترمنځ ډېره ښه ملګرتیا ده، چې لا نوره به هم زیاته شي"

اقتصادي اړیکې او سوداګري

وروسته، د خبریالانو سره د خبرو پر مهال صدر ټرمپ د امریکا او هند د اقتصادي اړیکو د "منصفانه او دوه اړخیزو همکاريو" پر اهمیت ټینګار وکړ. هغه وویل، غواړي د امریکا تجارتي خساره راکمه کړي، چې ممکنه ده د ګمرکي محصولاتو د لوړولو له لارې وشي.

صدر ټرمپ زیاته کړه چې د نړیوال تجارت لپاره د یو شان ګمرکي تعرفو پالیسي به پر هند هم عملي شي.

هغه وویل"هر ډول تعرفه چې هند زموږ پر تولیداتو لګوي، موږ به هم پر هندي تولیداتو هماغه اندازه تعرفه لګوو. زموږ لپاره دا مهمه نه ده چې هند څه تعرفه ټاکي، موږ به ورته عمل کوو"

ټرمپ زیاته کړه چې امریکا او هند به راتلونکو اوونیو کې د سوداګرۍ د زیاتوالي په اړه رسمي خبرې پیل کړي.

د اوکراین جګړه او د هند دریځ

د ناستې په پیل کې، وزیراعظم مودي د روسي صدر ولادیمیر پوټین او د اوکراین د صدر ولودومیر زیلنسکي سره د صدر ټرمپ د سولې هڅې وستایلې.

مودي وویل "نړۍ دا ګڼله چې هند د اوکراین جګړې په اړه بې طرفه دی، خو دا سمه نه ده. هند بې طرفه نه، بلکې د سولې پلوي دی"

صدر ټرمپ وویل چې هند به د امریکا په لویه کچه تیل او ګیس واخلي.

هغه وویل: "موږ د نړۍ تر هر هېواد زیات تېل او ګیس لرو، او هند ورته اړتیا لري"

وزیراعظم مودي هم تایید کړه چې هند او امریکا غواړي تر ۲۰۳۰ کاله پورې خپل دوه اړخیز تجارت ۵۰۰ میلیارد ډالرو ته ورسوي.

د امریکا او هند ترمنځ تجارتي توپیر



د شمېرو له مخې، د امریکا او هند ترمنځ ۵۰ میلیارد ډالره تجارتي خساره ده، چې د هند په ګټه ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، هند هر کال له امریکا نه د ۷۰ میلیارد ډالرو توکي واردوي، خو په ۲۰۲۳ کې یې امریکا ته ۱۲۰ میلیارد ډالره صادرات درلودل.

د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې، صدر ټرمپ تایید کړه چې د ۲۰۰۸ د ممبۍ ترهګریزو بریدونو کې تورن طاهر حسین رانا به هند ته وسپاري.

هغه وویل: "رانا به د انصاف سره مخ کېږي، موږ هغه ژر تر ژره هند ته سپارو"

چین، اوکراین جګړه او د هند-چین سرحدي نښتې

صدر ټرمپ وویل، چین د نړۍ یو مهم لوبغاړی دی او دی باور لري چې بیجینګ کولی شي د اوکراین جګړې د ختمولو لپاره مرسته وکړي.

د هند او چین ترمنځ د سرحدي نښتو په اړه، صدر ټرمپ وویل: "دا نښتې ډېرې شدیدې دي. که زه مرسته کولی شم، نو خوشحاله به شم چې مرسته وکړم، ځکه دا جګړه باید ودرول شي. دا نښته له ډېرې مودې روانه ده."

صدر ټرمپ د امریکا او هند ترمنځ د دفاعي همکارۍ په اړه وویل چې واشنګټن به ډېر ژر په هند د ملیونونو ډالرو پوځي وسلې او مهمات خرڅ کړي.

د ایسوسي اېټډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د صدر ټرمپ لخوا د وسلو خرڅول ممکنه ده چې هند ته د F-35 سټیلټ جنګي الوتکو د ورکړې لاره هواره کړي.

د هند حکومت له ډېرې مودې راهیسې هڅه کوي چې دغه پرمختللې جنګي الوتکې ترلاسه کړي.

د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې، وزیراعظم مودي وویل چې هند چمتو دی چې په امریکا کې غیرقانوني مېشت هندي وګړي بېرته قبول کړي.

خو نوموړي ټینګار وکړ چې هند او امریکا باید د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره ګډې هڅې وکړي.

(ددې رپورټ معلومات د ایسوسي ایېټډ پرېس او رویټرز خبري اژانسونو څخه اخستل شوي) ‎

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG