لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ په اېریزونا کې د انتخاباتو ګټلو سره په ټولو مهمو ایالتونو کې بریا ترلاسه کړه


FILE - Republican presidential nominee former President Donald Trump listens to Paul Perez, president of the National Border Patrol Council, as he tours the southern border with Mexico, on Aug. 22, 2024, in Sierra Vista, Ariz.
FILE - Republican presidential nominee former President Donald Trump listens to Paul Perez, president of the National Border Patrol Council, as he tours the southern border with Mexico, on Aug. 22, 2024, in Sierra Vista, Ariz.

د امریکايي مطبوعاتو تر مخه روانه اونۍ په امریکا کې شوي انتخاباتو کې ډانلډ ټرمپ د اېریزونا ایالت کې هم انتخابات ګټلي، او د امریکا ټول اووه سوېنګ سټېټس یا د انتخاباتو لپاره تر ټولو مهم ایالتونو کې یې ګټه ترلاسه کړې.

په اېریزونا کې د اچول شوو رایو د حسابولو په څلورمه ورځ، د امریکا سي اېن اېن او اېن بي سي ټي وي چېنلو اندازې ښودلي چې پخواني صدر ‌او د ریپبلکن ګوند صدارتي کاندید او صدر منتخب ډانلډ ټرمپ په دغه ایالت کې ۱۱ واړه ټول الېکټورل ووټونه ترلاسه کړي او ناېب صدرې کمالا هېرس ته یې ماتې ورکړې.

په کال ۲۰۲۰م کې په اېریزونا کې د صدارتي ټاکنو په مهال موجوده صدر جو باېډن په دغه ایالت کې د ډانلډ ټرمپ نه په لږو ووټونو ګټلې وه.

خو د سږ کال په انتخاباتو کې ډانلډ ټرمپ په نور زور انتخابات ګټلي، او نژدې ۴ مېلینه ( ۴۰ لکه) زیاتې رایې (پاپولر ووټ) یې ترلاسه کړي او په بېلونکی ډیموکرېټ ګوند یې ژړقولی دی.

ریپبلکن ګوند په دې انتخاباتو کې د امریکا د سېنټ کنټرول هم ترلاسه کړی او د ایوان نماېندګان (هاوس اف ریپریزنټېټیو) کې هم اکثریت ترلاسه کولو ته نژدې دي. په رایې ورکونو کې زیاته شمېره د سپینو امریکایانو او هسپانوي ووټرانو ده.

سي اېن اېن په ایوان نماېندګان کې د ریپبلکن ګوند د ۲۱۳ سېټونو ترلاسه کولو پخلی کړی چرته چې د اکثریت لپاره ۲۱۸ څوکۍ پکار وي. د ادارې د شمېرو تر مخه ډیموکرېټ ګوند په هاوس ( اېوان نماېندګان) کې ۲۰۵ څوکۍ لري، که څه هم د ګوند ځیني مشران تمه لري چې دوي به معمولي شان ګټه ترلاسه کړي او ورسره به د ټرمپ اختیار محدود شي.

د امریکا اېن بي سي تر مخه ریپبلکن ګوند تر اوسه ۲۱۲ څوکې ګټلي او ډیموکرېټ ګوند ۲۰۴.

نور مهم ایالتونو (سوېنګ سټېټس) چرته چې ډانلډ ټرمپ صدارتي ټاکنې ګتلې په هغې کې پېنسلوېنیا، وسکانسن، مېشیګن، شمالي کېرولاینا، نیواډا او جارجیا هم شامل دي.

د ټرمپ لپاره تازه ښه خبر دا دی چې واېټ هاوس/ سپینې ماڼۍ ویلي چې صدر جوباېډن به د چارشنبې/شورو په ورځ د صدر منتخب ډانلډ ټرمپ سره په واېټ هاوسي کې ویني.

د امریکا تلونکي صدر او صدر منتخب تر منخه لیده کاته د امریکا یو سیاسي کلتور جوړ شوی، خو ټرمپ چې کله په تیرو انتخاباتو کې وباېلله نو جو باېډن یې نه وو رابللی، او په دغه انتخاباتو کې یې د درغلۍ تورونه لګولي وو چې وروسته بیا د جنورۍ په ۶مه نېټه د امریکا په کانګرس کې یرغل هم وشو.

د دې خبر معلومات د ای بي خبري ادارې نه اخستل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG