وائټ هاوس یا سپینې ماڼۍ ویلي، د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د ګل، دوشنبې په ورځ د هند وزیر اعظم نریندرا مودي سره په ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو منصفانه تجارتي اړیکو د ښه کېدو پر اهمیت ټینګار کړی دی. ټرمپ د هند غوښتي چې د امریکا لخوا نور امنیتي الات واخلي.
د ټرمپ څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې هغه د نړۍ د مشرانو سره خپلې سختې تجارتي اېجنډا ته دوام ورکوي.
د ټیلیفوني خبرو په اړه په یوه لیکلي بیان کې ویل شوي: "ټرمپ مودي سره د هغه د وائټ هاوس د دورې پر پلان هم خبرې وکړې."
د ټرمپ صدارت په اولني دورې کې د هند او امریکا مشرانو ښې اړیکې لرلی.
وائټ هاوس ویلي، ټیلیفوني خبرې تعمیري وې او دواړو مشرانو "د همکارۍ پر پراخولو او ژورولو خبرې وکړې."
ټرمپ او مودي د اسټرالیا او جاپان سره د "کواډ" ګروپ د پیاوړتیا په اړه هم خبرې وکړې چې په پراخه کچه د چین سره د مقابلې دپاره د اتحاد په توګه لیدل کیږي. هند به د دې کال په وروستیو کې د دې بلاک د مشرانو کوربتوب کوي.
د هند وزیراعظم نریندرا مودي د دې وړاندې په اېکس لیکلي وو چې هغه د خپل "ګران ملګري" ټرمپ سره په خبرو کولو ډیر خوښ دی.
د صدر ټرمپ د لومړۍ صدارت په وخت مودي په خپل پلارني ریاست ګجرات کې په یوه لویه ریلي یا جلسه کې د ټرمپ کوربه و، او صدر ټرمپ په ځواب کې د امریکا ټېکسس ریاست په هیوسټن ښار کې هم دغه رنګ غونډه جوړه کړې وه.
خو د دغه دواړو مشرانو شخصي تعلقات د امریکا او د هند تر منځ د سوداګرۍ په هغه تړون کې کوم پرمختګ کولو کې ناکام ښکاري چې د ډېرې مودې راهیسې یې هڅې روانې دي.
صدر ټرمپ د خپل صدارت لومړۍ اونۍ کې د امریکا نړیوال تجارت په اړه یو جارحانه دریځ خپل کړی دی، ځکه چې د هغه په وینا د نورو هېوادونو سره تجارت کې د هغه عدم توازن د مینځه وړلو هڅه کوي کوم چې امریکا ته ډیر زیان رسولی دی.
ټرمپ ژمنه کړی چې په مېکسیکو، کېنېډا او چین به محصولات یا تعرفې لګوي. او د اونۍ په اخېر کې چې کله کولمبیا د امریکا د څو پوځي الوتکو د لارې شړل شوي خپل کډوال د اخیستو نه انکار وکړو نو صدر ټرمپ داسې اشاره ورکړې وه چې د کولمبیا نه په راتلونکي مصنوعاتو یا سامان په فوري توګه 25 فیصدي محصولات لګوي.
وایټ هاوس وویل ترڅو چې کولمبیا د معاهدې احترام نه کوي امریکا به پې ټېکسونه او بندېزونه په ځای ساتي.
وایټ هاوس وویل تر څو چې د کډوالو وړمبی جهاز کولمبیا ته نه وي رسېدلی د کولمبیا د ځینو چارواکو خلاف به د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ یا د خارجه وزارت د ویزو پابندۍ او د کولمبیا په ضد د کسټمز سخته کتنه به برقرار وي.
د امریکا لخوا د بندیزونو خبرداري وروسته کولمبیا په پوځي جهازونو کې د لېږل شویو کډوالو په شمول خپلو شهریانو ته بغېرد څه خنډ نه د سنېدو اجازت ورکولو باندې اتفاق وکړو.
وایټ هاوس وویل ترڅو چې کولمبیا د معاهدې احترام نه کوي امریکا به پې ټېکسونه او بندېزونه په ځای ساتي.
وایټ هاوس وویل تر څو چې د کډوالو وړمبی جهاز کولمبیا ته نه وي رسېدلی د کولمبیا د ځینو چارواکو خلاف به د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ یا د خارجه وزارت د ویزو پابندۍ او د کولمبیا په ضد د کسټمز سخته کتنه به برقرار وي.
د کولمبیا خارجه وزارت د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل په یو بیان کې وویل امریکې سره په جمود قابو موندل شوی دی او خارجه وزیر لوېس موریلو او امریکې ته د کولمبیا سفیر ډېنیل ګارشا پینا به واشنګټن ته سفر کوي چې د معاهدې په اړه په اعلا کچه مذاکرات وکړي.
Forum