لاس رسیدونکی لینک

 
ټرمپ په کېنېډا، مېکسیکو او چین باندې د ګمرکي محصولاتو لګولو صدارتي فرمان لاسلیک کړ
تازه خبر

ټرمپ په کېنېډا، مېکسیکو او چین باندې د ګمرکي محصولاتو لګولو صدارتي فرمان لاسلیک کړ


د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ د شنبې- خالي په ورځ یو صدارتي فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د سه شنبې له ورځې څخه د کېنېډا او مېکسیکو پر وارداتو ۲۵ فیصدي او د چین پر وارداتو ۱۰ فیصدي ګمرکي محصول لګول کېږي.

د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوېټ د جمعې په ورځ وویل، "هم کېنېډا او هم مېکسیکو د ناقانونه فېنتانیل د بې‌ساري قاچاق اجازه ورکړې، چې د امریکا وګړي وژني اؤ همداراز، ناقانونه کډوال زموږ هېواد ته راځي".

ټرمپ چې د فلورېډا په مارالاګو کې رخصتي تېروي، د خبریالانو سره د خبرو پلان نه لري.

د کېنېډا پر وارداتو به ۲۵٪ تعرفه یا محصول ولګول شي، خو د کېنېډایي خامو تېلو پر وارداتو به ۱۰٪ محصول وي. د مېکسیکو د انرژۍ واردات هم د ۲۵٪ تعرفې برخه دي.

د کېنېډا لپاره د "de minimis" معافیت منسوخ شوی، یعنې هغه واردات چې ارزښت یې له ۸۰۰ ډالرو کم وي، اوس به محصول پرې ورکول کېږي.

د چین پر وارداتو ۱۰٪ محصول به د پخوا له تعرفو سره اضافه شي.

د دې فرمان له مخې، د محصولاتو د استثنا لپاره هېڅ لاره نه ده ایښودل شوې، خو که دا هېوادونه متقابل اقدام وکړي، نو امریکا کولی شي تعرفې نورې هم لوړې کړي.

د کېنېډا او مېکسیکو غبرګون

د کېنېډا د وزیراعظم، جسټن ټروډو په وینا، هېواد یې چمتو دی چې مناسب غبرګون وښيي. هغه ویلي، "موږ هڅه کوو چې دا تعرفې ودرېږی، خو که امریکا یې عملي کوي، کېنېډا به قوي او فوري ځواب ورکړي".

د مېکسیکو صدرې، کلودیا شینبام، وویل، "موږ د هر حالت لپاره پلان لرو، که امریکا هره پرېکړه وکړي، زموږ پلان اې،بي اؤ سي شته".

اقتصادي اندېښنې

د چین، کېنېډا، او مېکسیکو واردات د امریکا د ټولو وارداتو له درېیمې برخې څخه زیات دي.

ځینې اقتصادي کارپوهان وايي، دا تعرفې د امریکا اقتصاد ته تاوان رسوي.

د بهرنیو اړیکو د کوسنل لوړپوړی غړی براد سېټسر وايي، "د مېکسیکو او کېنېډا واردات د امریکا د جي ډي پي درې فیصدي جوړوي ، او دې هېوادونو ته د صادراتو کچه ۲.۵٪ ده. د ۲۵فیصدي تعرفه به د امریکا اقتصاد ته مستقیم او منفي زیان ورسوي".

هغه وایي "دا د امریکا اقتصاد د کمزوري کولو لپاره یوه ستراتیژي ده."

د ټرمپ اقتصادي دریځ

صدر ټرمپ وايي چې تعرفې به د لنډ مهاله ګډوډۍ لامل شي، خو دا به د اوږدې مودې لپاره د امریکا پېداوار ته ګټه ورسوي. هغه ویلي"تعرفې ګراني نه راولي، بلکې کامیابي راولي."

هغه د درملو، فولادو، المونیم، تېلو، ګاز، او سیمي کنډکټرز پر وارداتو هم تعرفې لګولو ته ژمن دی. وایي"موږ به د درملو او ټولې طبي برخې تعرفې هم لوړې کړو، فولاد، المونیم، او برقي چپس هم پکې شامل دي".

ټرمپ ګواښ کړی چې د اروپایي اتحادیې پر وارداتو به هم تعرفې ولګوي او ویلي یې دي، "هغوی موږ سره ډېر ناوړه چلند کوي".

ټرمپ د دې تعرفو لپاره د "نړیوالو بیړنیو اقتصادي واکونو قانون" (IEEPA) ته اشاره کړې.

سپینې ماڼۍ ویلي، دا قانون ځکه کارول شوی چې "ناقانونه کډوال او مخدره مواد، په ځانګړي ډول فېنټانیل، د امریکا ملي امنیت ته بې‌ساری ګواښ پېښوي."

صدرټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا، کېنېډا، او مېکسیکو ترمنځ د ازاد تجارت تړون (USMCA) لاسلیک کړی و، څو د امریکا د سوداګرۍ خساره راکمه کړي.

د امریکا سوداګریزه خساره له مېکسیکو سره له ۱۰۶ میلیارد ډالرو (۲۰۱۹) څخه ۱۶۱ میلیارد ډالرو ته لوړه شوې.

له کېنېډا سره هم سوداګریزه خساره له ۳۱ میلیارد ډالرو څخه ۷۲ میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده

د امریکا د تصدیو د انستیټیوټ غړی ډېرک سیسرز، وايي"ټرمپ اوس داسې چلند کوي لکه د ده لاسلیک شوی تړون یوه فاجعه وه، چې بیړني اصلاحات ورته پکار دي"

هغه وایي"د کېنېډا پر سوداګرۍ د لوړو تعرفو هېڅ جواز نشته، ځکه دا هېواد د امریکا د سوداګرۍ لوی تاوان نه لري."

هغه وایي"د فېنټانیل قاچاق د کېنېډا له لارې ډېر کم دی".

د مېکسیکو لپاره، هغه وايي"تعرفې به ناقانونه مهاجرت نه ودروي، بلکې شاید لا زیات شي، ځکه چې دا د مېکسیکو د کارګرانو پر روزګار نیغ په نېغه اثر لري."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG