د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د یکشنبې- اتوار په ورځ وویل، روانه اونۍ امریکې ته په سفر کې به په سپینه ماڼۍ کې له صدر ډانلډ ټرمپ سره ویني او "د حماس خلاف له خپل اړخه د اعلان کړې بریا"، د ایران د یرغل په ضد د مبارزې او له عربي هیوادونو سره د سفارتي اړیکو د پراخولو په اړه به ورسره بحث کوي.
صدر ټرمپ به د فرورۍ په څلورمه د وزیراعظم نتنیاهو هرکلی کوي او دا به د کوم بهرني هېواد لومړنی مشر وي چې ټرمپ د دویم ځل واکمنۍ له تر لاسه کولو دوې اونۍ وروسته ورسره ویني او پر سیمه ییزو مسایلو ورسره خبرې کوي.
ټرمپ د نتنیاهو د اوږدې مودې اتحادي وو او د منځني ختیځ لپاره یې خپل استازی سټیو ویټکوف لېږلی وو چې د حماس خلاف د اسرایل په جګړه کې د شپږو اونیو د روانې جنګ بندۍ او د بندیانو په بدل کې د یرغمل کسانو په تبادله کې مرسته وکړي.
که څه هم د حماس وسلوالو تر اوسه پورې له اسرایله د سلګونو فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې 18 یرغمل کسان خوشي کړي دي، د ډزبندۍ د دویم پړاو په اړه لا هم ستونځمنې خبرې اترې روانې دي.
سره له دې چې اسرایل ویلي حماس ته به بیا اجازه ور نه کړي چې په غزه کې د مخکې غوندې واکمني ولري، خو تېره میاشت د ډزبندۍ له پیلېدو وروسته حماس په چټکۍ سره په غزه کې خپل کنټرول بیرته ترلاسه کړی دی.
وسلوالو ویلي دوی به د اوربند په دویم پړاو کې د جګړې له پای ته رسېدو او له غزې پټۍ څخه د اسرایلي ځواکونو له بشپړ وتلو پرته نور یرغمل شوي کسان خوشي نه کړي.
په وزیراعظم نتنیاهو باندې د خپل حکومت د ښي اړخو شریکانو زیات فشار دی او ترې غواړي چې د مارچ په لومړیو کې د ډزبندۍ د لومړۍ مرحلې له پای ته رسېدو وروسته د حماس خلاف په غزه کې جګړه بیا پیل کړي.
دا روښانه نه ده چې د ټرمپ دریځ څه دی، که څه هم ټرمپ د اسرایل کلک ملاتړی وو، خو په منځني ختیځ کې یې د جګړو د پای ته رسولو ژمنه هم کړې وه، ځکه یې د بایډن د واکمنۍ په وروستۍ ورځ د ډزبندۍ د تړون د منځګړتوب کرېډیټ واخیست.
نتنیاهو ویلي اسرایل لا هم د حماس په ضد بشپړې بریا او د ټولو هغو یرغمل شویو کسانو بیرته راستنېدو ته ژمن دی چې د 2023م کال د اکتوبر په اوومه حماس پر اسرایل د برید په وخت د 1,200 کسانو له وژلو وروسته یرغمل کړي وو.
حماس ټول شاوخوا 250 کسان یرغمل کړي وو چې 105 د 2023م کال د نومبر د ډزبندۍ په مهال خوشي شول او په اوسنۍ ډزبندۍ کې هم تر اوسه 18 یرغمل خوشي شوي دي، خو څو درځنه کسان لا هم د حماس په ولکه کې دي چې ګومان کېږي مړه او ژوندي دواړه پکې شامل دي.
د پینځلس میاشتو جګړې په مهال تر اوسه د اسرایل په ځوابي بریدونو کې تر 47,000 ډېر فلسطینیان وژل شوي دي، چې تر نیمایي زیات یې ښځې او ماشومان دي. د اسرایل پوځ وايي 17,000 وسلوال یې وژلي دي.
که څه هم د اسرایل او حماس تر منځ ډزبندي روانه ده خو وخت په وخت بریدونه لا هم روان دي.
د غزې د العوده روغتون په وینا د یکشنبې- اتوار په ورځ په مرکزي غزه کې په یوه موټر باندې د اسرایل هوايي برید پینځه کسان ټپیان کړي، چې پکې یو ماشوم هم شامل وو او حالت یې مرګونی وو.
د اسرایل پوځ وویل دوی په موټر ډزې وکړې ځکه چې وایي دا د اوربند د تړون په سرغړونه کې شمال ته د تګ پر مهال تر پوستې تېرېده. پوځ وویل دوی دې تړون ته ژمن دي.
د یکشنبې- اتوار په ورځ واشنګټن ته تر خپل سفر مخکې نتانیاهو وویل، هغه او ټرمپ به "د حماس خلاف د بریا، زموږ د ټولو یرغمل شویو د خوشي کولو او د ایران د ترهګرۍ له محور سره د چلند پر ټولو اړخونو" به بحث کوي.
هغه وویل په ګډ کار کولو سره امریکا او اسرایل کولای شي "امنیت پیاوړی کړي، د سولې حلقه پراخه کړي او د زور له لارې د سولې د مهم دور ته رسېدای شي".
ټاکل شوې چې حماس به د اوربند په لومړي پړاو کې د 2000 فلسطیني بندیانو په بدل کې ټول 33 یرغمل شوي کسان خوشي کړي، چې د حماس په وینا اته پکې مړه دي.
اسرایلي ځواکونه د ډزبندۍ په نتیجه کې د غزې له ډېری سیمو وتلي او په لکونو فلسطینیانو ته یې اجازه ورکړې ده چې د غزې ویجاړې شوې شمالي سیمې ته بیرته ور ستانه شي.
د دویم پړاو په اړه خبرې اترې چې ټاکل شوې ده د دوشنبې- ګل په ورځ به پیل شي، په نتیجه کې به یې جګړه پای ته ورسیږي او پاته شاوخوا 60 یرغمل شوي کسان به بیرته راستانه شي. که امریکا، قطر او مصر د تړون لپاره منځګړتوب ونه کړي، کېدای شي جګړه د مارچ په لومړیو کې بیا پیل شي.
ټرمپ په خپله لومړۍ واکمنۍ کې د اسرایل او څلورو عربي هیوادونو تر منځ د اړیکو عادي کولو په تړونونو کې منځګړتوب کړی وو. هغه اوس د یو داسې پراخ تړون په لټه کې دی چې په هغه کې اسرایل له سعودي عرب سره رسمي اړیکې جوړې کړي.
خو ریاض ویلي یوازې هغه وخت به پر داسې یو تړون رضا شي چې په غزه کې جګړه پای ته ورسیږي او په غزه، لویدېځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې د فلسطیني ریاست لپاره یوه باوري لاره جوړه شي. دا هغه سیمې دي چې اسرایل د 1967 کال د منځني ختیځ په جګړه کې نیولې دي.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اسوسیېټیډ پریس څخه اخیستل شوي دي.
Forum