د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د ګل، دوشنبې، په ورځ په کېنېډا او مېکسیکو درامدي مصنوعاتو باندې د نوي 25 فیصدي ټېکس د یوې میاشتې دپاره ځنډولی دی. ډانلډ ټرمپ دغه ګام د مېکسیکو صدرې کلوډیا شاینبام او د کېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو سره د خبرو وروسته پورته کړی دی.
خو په چین باندې د امریکا نوی ټېکس به په راتلونکو څو ساعتونو کې پرځای کېږي.
ټرمپ سره د خبرو وروسته شاینبام په اېکس یو پېغام کې وویل مېکسیکو به خپل شمالي سرحد قوي کړي او امریکې ته به د نشۍ توکو او په خصوصي توګه د فېنټېنل د قاچاق مخه ونېسي.
مېکسیکو د غیر قانوني کډوالو او نشۍ توکي فېنټېنل د سمګلېنګ یا قاچاق مخنینوي دپاره به د دواړو ملکونو په شریکه پوله 10,000 امنیتي ځواکونه پرځای کوي.
د مېکسیکو صدرې کلوډیا شاینبام په خپل اېکس لیکلي چې په دې لوظنامه کې د امریکا ژمنه هم شامله ده چې مېکسیکو ته د لوړ طاقت لرونکي وسلو د قاچاق مخه به نیسي.
شاینبام وویل دواړه ملکونه به د تجارت او د سېکیورټي په موضوع خبرې اترې دوامداره ساتي او امریکې ته د مېکسیکو په برامداتو نوی ټېکس به د نن څخه تر یوې میاشت پورې معطل کړی شي.
د کېنېډا وزیر اعظم جسټن ټروډو وویل چې کېنېډا به د امریکا سره خپل سرحد باندې نوې ټېکنالوجي او اهلکار ځای په ځای کوي ترڅو د فېنټېنل قاچاق مخه ونیسي.
جسټن ټروډو په اېکس ولیکل: " ما د صدر ټرمپ سره ډیر ښه ټیلي فوني کال (خبرې) وکړو". هغه زیاته کړه: " وړاندې شوي ټېکسونه به لږترلږه د 30 ورځو لپاره وځنډول شي پداسې حال کې چې مونږ په ګډه کار کوو."
د وايټ هاوس لخوا سمدستي دا خبر نه دی تائید شوی، خو ټرمپ خبریالانو ته وویل چې د ټروډو سره ټیلیفوني اړیکه "ډیر ښه" وه.
وروسته، ټرمپ په خپل ټروت سوشل ټولنیز پلېټ فارم وویل، "دا پوځیان به په ځانګړي ډول زمونږ هېواد ته د فېنټېنل او غیرقانوني کډوالو د فعالیت مخه نیسي."
ټرمپ وویل په اینده میاشت کې به دواړه ملکونو په یوه معاهده مذاکرات کوي او د امریکې خارجه وزیر مارکو روبیو، د خرانې وزیر سکاټ بېسېنټ او د تجارت وزیر هاورډ لوټنېک به د مېکسیکو اعلا چارواکو سره ملاقاتونه کوي.
دواړو مشرانو د ګل، دوشنبې په ورځ په مېکسیکو، چین او کېنېډا باندې د امریکا د درامدي ټېکسونو د عملي کېدو نه څو ساعته مخکې د ټیلیفون باندې خبرې وکړې. د دغه نوي ټېکسونو د اغیزو یا اثراتو په اړه اقتصاد پوهان وايي چې درنه ټېکسونه به د پراخ اقتصادي نقصان لامل شي، چې په دغه کې د امریکایي تجارت او اخیستونکو لپاره لوړې بیې هم شاملې دي.
کېنېډا، مېکسیکو او چین د امریکې لوی تجارتي همکاران ملکونه دي او دریو واړو ملکونو په خپلو مصنوعاتو د امریکې په ټېکس کې په اضافه احتجاج کړی. که چېرې ټرمپ او ټروډو په کېنېډايي مصنوعاتو د امریکې د اضافې ټېکس په لړ کې څه مفاهمت ته ونه رسېدل نو د ګل، دوشنبې، د نېمې شپې وروسته به دا ټېکس نافذ شي.
ټرمپ په چینايي مصنوعاتو په ټېکس کې د ۱۰ فیصد اضافې اعلان کړی دی. بيجينګ ویلي ورلډ ټرېډ ارګنایزېشن ته به د امریکاي اقدام په ضد احتجاج کوي.
کېنېډا د امریکې د نږدې ترینو ملګرو څخه یو هېواد دی خو ټرمپ د ګل، دوشنبې، په ورځ د سوشل میډیا په یو پوسټ کې ګیله وکړه چې کېنېډا امریکايي بېنکونو ته په ملک کې د کاروبار اجازت نه ورکوي او د نورو شیانو ترڅنګ دا جنګ د نشۍ توکیو خلاف هم دی او په امریکا کې په سلګونو زرګونه کسان د هغه نشي توکیو نه مړه شوي دي چې د مېکسیکو او د کېنېډې څخه امریکې ته راوړل کېږي.
دا نه ده واضحه چې د ټرمپ اشاره څه مسلې ته وه خو امریکايي بېنکونه د لسیزو راهسې کاروبار کوي.
ټرمپ د اتوار، یکشنبې، په ورځ دا خبره ومنله چې د کېنېډې، چین او د مېکسیکو په درامداتو ټېسکونه زیاتول به ګرانۍ ځپلیو امریکایانو دپاره د خوراک څښاک، تېلو، موټرو او د نورو شیانو قیمتونه زیات کړي خو د هغه په قول د امریکايي مفاداتو د تحفظ دپاره به امریکایان دا قیمت ادا کوي.
یادونه: د دې خبر ځیني معلومات د اې پي او رويټرز نه اخیستل شوي دي
Forum