د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د سې شنبې- نهې په ورځ پر ایران باندې د خپل "تر ټولو زیات فشار" اچولو کمپاین بیا پیل کړ چې پکې بهر ته د تېلو لېږل یا برآمدات صفر درجې ته د راټیټولو هڅې شاملې دي او د دې مقصد دا دی چې د تهران د ایټمي وسلو ترلاسه کولو مخه ونیسي.
د اسرایل له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره د سه شنبې- نهې په ورځ تر لیدو مخکې صدر ټرمپ یو صدارتي یادداشت لاسلیک کړ چې مقصد یې پر ایران باندې د واشنګټن د هغه سخت سیاست بیا عمل کول دي چې د ده د لومړۍ دورې په وخت عملي شوی وو.
صدر ټرمپ د دې یادداشت تر دسختط کولو وروسته دا ډېر سخت اقدام وباله او ویې ویل هغه پر دې اقدام خفه وو، خو زیاته یې کړه چې هغه له ایران سره یو تړون ته د رسېدو دروازه خلاصه پرېیښې او د ایران له مشر سره د خبرو کولو لېوالتیا یې څرګنده کړه.
ټرمپ وویل، "زما لپاره دا خبره ډېره ساده ده: ایران نه شي کولای ایټمي وسله ولري". له صدر ټرمپه پوښتنه وشوه چې تهران د ایټمي وسلو تر لاسه کولو ته څومره نیزدې دی، هغه وویل: "دوی ډېر نیزدې دي".
ښاغلي ټرمپ په ایران باندې د اقتصادي بندیزونو د بیا لګولو په هدف د دې یاداښت د لاسلیک کولو په مراسمو کې وویل، دا کار د هغو شکونو له وجې کوي چې ایران هڅه کوي ایټمي وسلې جوړې کړي خو دا یې هم وویل چې کېدای شي له دې پالیسۍ ډېر لږ کار واخیستل شي.
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو لپاره د ایران مِشن سمدستي په دې اړه د تبصرې غوښتنې ته څه جواب ونه وایه.
ټرمپ خپل مخکینی صدر جو بایډن په دې تورن کړی چې د تېلو د برآمداتو بندیزونه یې په کلکه عملي نه کړل، چې د ټرمپ په وینا دې پالیسۍ تهران زړور کړ چې د تېلو په پلورلو سره د ایټمي وسلو پروګرام پیاوړی کړي او په منځني ختیځ کې له وسلوالو ډلو سره مالي مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو د ایټمي څارنې د ادارې مشر په دسمبر کې رویټرز ته ویلي وو، ایران د یورېنیمو د غني کولو کچه "په ډرامایي ډول" تر 60 فیصده پورې خالص کړې ده، چې وایي تقریباً 90 فیصده یعنې د ایټمي وسلو کچې ته نیزدې دي. ایران دا رد کړې چې ګوندې د ایټمي وسلو پراخول غواړي.
د ټرمپ یادښت له نورو شیانو سره سره د امریکې د خزانې وزیر ته امر کوي چې په ایران باندې "زیات اقتصادي فشار" واچوي، په دې کې پر هغو کسانو باندې چې له موجوده بندیزونه سرغړونه کوي او د بندیزونو د عملي کولو تګلارې هم شاملې دي.
د صدر ټرمپ یو سلاکار ویلي، د لاسلیک شوي یاداښت له مخې د امریکې ټولو وزارتونو ته امر کیږي چې د ایران د ایټمي فعالیتونو اړوند په دې هیواد باندې د اقتصادي بندیزونو پلانونه جوړ کړي.
د ټرمپ یادښت د خزانې او بهرنیو چارو وزارت ته د یو داسې کمپاین د عملي کولو لارښوونه کوي چې هدف یې "د ایران د تېلو برآمدات صفر ته رسول" دي.
د امریکې د انرجۍ د معلوماتو ادارې د اټکلونو له مخې، د تهران د تېلو په برآمداتو باندې په 2023م کال کې 53 ارب ډالر او په تېر کال کې 54 ارب ډالر ګټه تر لاسه کړه. د اوپیک د معلوماتو له مخې په 2024م کال کې له 2018م کال راهیسې د ایران د تېلو پیداوار په خپل لوړ حد کې وو.
ټرمپ چې د خپلې لومړۍ دورې په وخت د ایران د تېلو پر برآمداتو بندیزونه لګولي وو له هغه وروسته بهر ته د لېږد کچه تقریباً صفر ته رسولې وه، خو د بایډن په حکومت کې بیرته لوړه شوې وه ځکه چې ایران له بندیزونو په وتلو بریالی شوی وو.
په پېرس کې د انرجۍ نړیواله اداره په دې باور ده چې سعودي عرب، متحده عربي امارات او د اوپیک نور غړي له ایرانه د تېلو د برآمداتو د هر ډول کمي د پوره کولو لپاره اضافي وړتیا لري، چې د اوپیک غړی هم دی.
چین د امریکې بندیزونه نه مني او چینایي کمپنۍ تر ټولو ډېر ایراني تیل اخلي. چین او ایران هم یو تجارتي سیسټم جوړ کړی چې اکثر یې له چینایي یوان او د منځګړو له نیټورکه کار اخلي او د ډالرو له کارولو او د امریکې له انتظام کوونکو سره له مخامخېدو ډډه کوي.
ټرمپ په ملګرو ملتونو کې هم خپل سفیر ته لارښوونه وکړه چې له متحدینو سره کار وکړي او "په ایران باندې د نړیوالو بندیزونو او محدودیتونو مخکینۍ تګلاره بشپړه کړي".
د ایران او مهمو نړیوالو قوتونو تر منځ د 2015م کال د تړون لاندې د خپل ایټمي پروګرام د محدودولو په بدل کې له تهرانه بندیزونه لرې کړل شوي وو، خو په 2018م کال کې د ټرمپ د لومړي حکومت په وخت امریکا په یواړخیزه توګه له تړونه ووتله او ایران هم خپلو ایټمي وسلو ته د ودې نه ورکولو له ژمنو پر شا کېدل پیل کړل.
د ټرمپ تېر حکومت په 2020م کال کې هم د دې تړون له مخې له ایرانه د بندیزونو د بیرته اخیستلو هڅه کړې وه، خو دا اقدام یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا رد کړی وو.
برتانیې، فران او جرمني په دسمبر کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل، که اړتیا پېښه شي نو دوی چمتو دي چې پر ایران لګېدلي ټول نړیوال بندیزونه بیرته واخلي او د ایران د ایټمي وسلو ترلاسه کولو مخه ونیسي.
یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.
Forum