لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ د غزه د اخیستلو لوظ تکرار کړی


د امریکې سوپر بول مقابلې ته په لاره صدر ټرمپ د هغه سره په ايرفورس ون نومې هويي جهاز پرواز خبریالانو ته وویل په داسې حال کې چې حماس کمزوري یرغمالان ازادوي د صورتحال په اړه یې صبر تمامېږي
د امریکې سوپر بول مقابلې ته په لاره صدر ټرمپ د هغه سره په ايرفورس ون نومې هويي جهاز پرواز خبریالانو ته وویل په داسې حال کې چې حماس کمزوري یرغمالان ازادوي د صورتحال په اړه یې صبر تمامېږي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د غزه د اخیستلو لوظ تکرار کړی بلخوا په اسرایل او حماس دباو زیات شوی چې ډز بندي د ابتدايي مرحلې نه په وړاندې بوځي.

د ملګرو ملتونو یو چارواکي ويلي د ډز بندۍ وروسته غزه ته د ۱۲۶۰۰ نه زیاتو ټرکونو امدادي شیان رسوولي دي او دا ډول د قحط ویره ختمه شوي خو که چېرې ډزبندي و نه غځول شوه نو لوږه بېرته راتللی شي.

د ملګرو ملتونو د انساني امداد د څانګې مشر ټام فلېچر غزه ته د دوو ورځو د دورې وروسته اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ته وویل په غزه حې حالات اوس هم خراب دي او خلک ولوږې سره مخامخ دي.

فلېچر وویل که ډز بندي ناکامه کېږي نو د قحط په شان حالات په چټکتیا بیا راتللی شي.

د امریکې سوپر بول مقابلې ته په لاره صدر ټرمپ د هغه سره په ايرفورس ون نومې هويي جهاز پرواز خبریالانو ته وویل په داسې حال کې چې حماس کمزوري یرغمالان ازادوي د صورتحال په اړه یې صبر تمامېږي.

ټرمپ وویل ويې لیدل چې یرغمالان په انتهايي خراب حالت کې ازاد کړل شول او داسې ښکارېدل چې د هالوکاسټ یا د یهودیانو د حراستي مرکز نه د ډېرو کلونو وروسته ژوندي راوتلي وي. هغه زیاته کړه چې دا ورته نه ده معلومه چې دا به څومره وخت نور برداشت کوی.

امریکايي صدر دا لوظ تکرار کړو چې امریکا دې غزه واخلي او فلسطینیان دې بل ځای اباد کړی شي.

ټرمپ وویل ژمن دی چې غزه په پېسو واخلي، ملکیت يې رتلاسه کړي او تر څو چې يې د ابادولو خبره ده نو ممکنه ده د سیمې ځینې برخې د بیا ابادولو دپاره د منځني ختیځ نورو ملکونو ته ورکړي، خو نور خلک به يې د امریکې د سرپرستۍ دلاندې کوي.

ټرمپ ټینګار وکړو چې ژمنه لري چې غزه واخلي او ملکیت یې ترلاسه کړي، دا خبره یقیني کړي چې حماس سیمې ته بیا را نه شي، اوس هلته بېرته راتګ دپاره څه پاتې هم نه دي، ټول ځای ويجاړ شوی دی او چې څه پاتې دی هغه به هم ړنګ کړی شي.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ د اسرایل او د حماس ډزبندي نوي مرحلې ته ورسېده او اسرایلي ځواکونه د تېزاریم راهدارۍ نه ووتل چې غزه يې په منځ تقسیم کړې ده. د دې په نتیجه کې نور فلسطینیان د سیمې شمالي برخې ته ستانه شول. د ۱۵ میاشتو په جنګ کې په دغه علاقه کې ودانۍ د ځمکې سره هوارې شوي دي.

د حماس ترجمان عبدالطیف وویل راهدارۍ نه د اسرایلي ځواکونو په شا کېدل ښيي چې حماس دښمن زمونږ مطالبې په منلو مجبور شو او د فتحې ترلاسه کولو په اړه يې د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو تصور ګډ وډ کړو.

دا نه ده معلومه چې اسرایلي ځواکونه د راهدارۍ څخه چېرته په شا شول. غزه نه د اسرایلي ځواکونو په مکمله انخلا به د ۴۲ ورځو د ډزبندۍ په وروستۍ مرحله کې خبرې کېږي.

خو د ډزبندۍ د غځولو په اړه مذاکراتو کې څه پرمختګ نه دي چې په نتیجه کې به يې نور یرغمالان او فلسطیني قېدیان ازادول کېږي.

بلخوا د صحت فلسطیني وزارت د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل په مقبوضه وېسټ بېنک کې دوه ۲۰ کلنې فلسطینۍ ښځې چې یوه د اتوو میاشتو په حمل وه، د اسرایلي ځواکونو په ډزو ووژل شوې. اسرایلي ځواکونه په سیمه کې د وسله والو خلاف عملیات کوي.

د ډزبندۍ د شپږو هفتو په وړمبي پړاو کې به حماس ۳۳ یرغمالان او اسرایل په فلسطیني قېدیان ازادوي. د معاهدې دلاندې په اسرایل د غزه نه خپل ځواکونه وباسي.

د ډزبندۍ په دویمه مرحله کې به باقې پاتې یرغمالان ازادوي خو د دوې پړاو تفصیلاتو ته لا حتمي شکل نه دی ورکړی شوی.

د دې نه مخکې ټرمپ د غزه د ملکیت په اړه خبره نېټن یاهو سره په وایټ هاوس کې تېره هفته د مشترکه خبري کانفرنس په موقع کړې وه. وروسته بیا ټرمپ ویلي وو چې غزه کې جنګ د ختمېدو وروسته به دا سیمه اسرایل امریکې ته ورکړي.

حماس، عرب ملکونو، د امریکې اتحادیانو او مخالفینو یو شان د ټرمپ تجویز مسترد کړی دی خو نېټن یاهو يې هرکلی کړی دی.

یادونه: د دې خبرې ځېني معلومات د ای پي، ای اېف پي او د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG