د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ وایي، باور لري چې امریکا د روس او اوکراین تر منځ د جګړې د ختمولو لپاره په خپلو خبرو اترو کې پرمختګ کوي، خو له روسي صدر ولادیمیر پوټین سره یې د هر ډول خبرو په اړه له تفصیل ورکولو ډډه وکړه.
صدر ټرمپ د یکشنبې- اتوار په ورځ په اېرفورس ون کې له خبریالانو سره په خبرو کې اشاره وکړه چې دواړه ولسمشران په رابطه کې وو. دا به د 2022م کال له پیل راهیسې د پوټین او د امریکا د صدر تر منځ لومړۍ تایید شوې رسمي خبرې اترې وي.
له ټرمپ څخه پوښتنه وشوه چې ایا هغه د جنوري په 20مه تر صدر کېدو وروسته او که تر هغه مخکې له پوټین سره خبرې کړې دي، ده یې په جواب کې وویل، "ما خبرې کړې دي. دومره به ووایم چې ما کړې دي... او زه تمه لرم چې ډېرې نورې خبرې بیا وکړم. موږ باید دا جګړه ختم کړو."
صدر ټرمپ وویل امریکا له روس او اوکراین سره په رابطه کې ده، هغه وویل، "موږ له دواړو خواوو سره خبرې کوو." ټرمپ ژمنه کړې چې جګړه به ختموي خو تر اوسه یې په عامه توګه نه ده څرګنده کړې چې څنګه به دا کار کوي. هغه خبریالانو ته ویل:
"که موږ خبرې کوو، نو زه نه غواړم تاسو ته د دغو خبرو اترو په اړه ووایم، زه باور لرم چې موږ پرمختګ کوو. موږ غواړو د اوکراین او روس جګړه ودروو."
د جمعې په ورځ له نیویارک پوسټ سره په مرکه کې ټرمپ وویل، دا "ښه خبره نه ده چې ووایي" هغه او پوټین څو ځله خبرې کړې دي او نه یې دا یې څرګنده کړې چې وروستۍ خبرې یې ورسره کله شوې دي.
ښاغلي ټرمپ "نیویارک پوسټ" ته وویل، د جګړې د پای ته رسولو لپاره ځانګړی پلان شته، خو په دې اړه یې نور تفصیل نه دی ورکړی.
وروستی ځل چې د امریکا صدر له خپل روسي سیال سره خبرې کړې وې، درې کاله وړاندې په اوکراین باندې د روس د یرغل تر پیلېدو لږ مخکې هغه وخت وې، کله چې جوبایډن له پوټین سره خبرې وکړې، خو پوټین بیا هم پر اوکراین برید وکړ.
د کرملین ویاند دیمتري پېسکوو د یکشنبې- اتوار په ورځ وویل، د ولادیمیر پوټین او ډنلډ ټرمپ تر منځ ټیلیفوني خبرې نه تاییدوي او نه یې ردوي. پېسکوو د روس سرکاري تاس خبري ایجنسۍ ته وویل، "ډېرې مختلفې رابطې راڅرګندیږي."
تاس له ښاغلي پېسکوو په دې اړه د تبصرې غوښتنه کړې، هغه په جواب کې ورته ویلي، "زه په شخصي توګه نه یم خبر، له څه ناخبره یم، ځکه نو په دې حالت کې زه دا نه شم تاییدولای او نه یې ردولای شم."
صدر ټرمپ تېره اونۍ په خپلو څرګندونو کې د اوکراین جنګ د "وینې حمام" وباله او ویې ویل د هغه ټیم په دې برخه کې ځینې "ښه" مذاکرات ترسره کړي دي، خو د دغو مذاکراتو په اړه یې ډېر تفصیلات ورنه کړل.
د امریکې د ملي امنیت سلاکار مایک والټز هم د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په اړه پوښتنې ته د تفصیلاتو له ورکولو ډډه وکړه. والټز په این بي سي نیوز کې د خبرو په وخت وویل، "یقیناً ډېرې حساسې خبرې اترې روانې دي."
ټرمپ بیا بیا ویلي غواړي د اوکراین او روس جګړه پای ته ورسوي او له پوټین سره به په اړه د بحث لپاره وویني، خو تر اوسه د داسې غونډې نېټه یا ځای نه دی اعلان شوی. ټرمپ د یکشنبې- اتوار په ورځ خبریالانو ته وویل، په مناسب وخت به له پوټین سره وویني.
رویټرز خبري ایجنسۍ د دې میاشتې په پیل کې په خپل رپوټ کې ویلي وو چې روس له ټرمپ سره د سرمشریزې غونډې لپاره سعودي عرب او متحده عربي امارات د ممکنه ځایونو په توګه ګوري.
په راتلونکو ورځو کې د امریکې یو شمیر چارواکي یورپ ته ځي چې د اوکراین د جګړې په اړه بحث وکړي، په هغوی کې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د دفاع وزیر پیټ هیګسیت، مرستیال صدر جې ډي وینس او د اوکراین د جګړې لپاره ځانګړی استازی کیت کیلوګ شامل دي.
ټرمپ وویل تل یې له پوټین سره ښې اړیکې درلودې او د جنګ د ختمولو لپاره "پیاوړی پلان" لري. ټرمپ د جمعې په ورځ وویل کېدای شي راتلونکې اونۍ د اوکراین له صدر ولادیمیر زلنسکي سره هم په دې اړه خبرې وکړي.
یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.
Forum