لاس رسیدونکی لینک

 
ټرمپ وايي د عیسایت په ضد 'تعصب' د مخنیوي دپاره به په وایټ هاوس کې د 'عقیدې' دفتر جوړوي
تازه خبر

ټرمپ وايي د عیسایت په ضد 'تعصب' د مخنیوي دپاره به په وایټ هاوس کې د 'عقیدې' دفتر جوړوي


ټرمپ دغه خبرې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کانګرس په ودانۍ کې د نېشنل پرېير برېک فاسټ یا د ناشتې په موقعه د قومۍ دعا دستورې ته وکړې او په خپل تقریر کې يې د اتفاق غوښتنه وکړه او قانون سازانو ته ویې ویل تېر کال په هغه د دوو ناکامه قاتلانه حملو وروسته يې مذهب سره تعلق بدل شوی دی
ټرمپ دغه خبرې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کانګرس په ودانۍ کې د نېشنل پرېير برېک فاسټ یا د ناشتې په موقعه د قومۍ دعا دستورې ته وکړې او په خپل تقریر کې يې د اتفاق غوښتنه وکړه او قانون سازانو ته ویې ویل تېر کال په هغه د دوو ناکامه قاتلانه حملو وروسته يې مذهب سره تعلق بدل شوی دی

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي په وایټ هاوس کې به د عقېدې دفتر جوړوي او مشرې سرکاري وکېلې یا اټارني جنرل پېم بونډي ته يې امر کړی چې په وفاقي حکومت کې د عیسایت په ضد تعصب د ختمولو دپاره د کوښښونو یا د ټاسک فورس مشري وکړي.

ټرمپ دغه خبرې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کانګرس په ودانۍ کې د نېشنل پرېير برېک فاسټ یا د ناشتې په موقعه د قومۍ دعا دستورې ته وکړې او په خپل تقریر کې يې د اتفاق غوښتنه وکړه او قانون سازانو ته ویې ویل تېر کال په هغه د دوو ناکامه قاتلانه حملو وروسته يې مذهب سره تعلق بدل شوی دی.

په واشنګټن کې د ناشتې دویمې دستورې ته وېنا کې ټرمپ په جانبدارانه تقریر کې په صدارتي انتخاب کې په بریا د فخر اظهار وکړو او ويې ويل په تېرو دوو هفتو کې يې داسې ګامونه اعلان کړي دي چې د مذهبي تعصب نه د عیسایانو تحفظ کوي.

ټرمپ وویل د ټاسک فورس کار به دا وي چې په چټکتیا د انصاف وزارت، د ټېکسونو د جمع کولو ادارې ايي ار اېس، وفاقي تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي او په نورو سرکاري محکمو کې د عیسایت په هدف کېدو او د عیسایت په ضد د هر ډول تعصب مخنیوی وکړي.

ټرمپ لوظ وکړو چې اټارني جنرل به د امریکې په ټولنه کې د عیسایانو خلاف په تشدد او په انشتار کې د ککړو کسانو خلاف مکمل قانوني اقدامات کوي او د عیسایانو او په قومي کچه په مذهب د عقیده لرونکو خلکو د تحفظ دپاره به ځمکه او اسمان یو ځای کوي.

امریکايي صدر د عیسایانو خلاف د مبینه تعصب څه خاص مثالونه وړاندې نه کړل خو د دې نه مخکې یې دعوه کړې چې د هغه د پېش رو صدر جوبایډن حکومت عیسایان په خصوصي توګه په هدف کولو دپاره وفاقي حکومت استعمال کړی دی.

د ټاسک فورس جوړولو دپاره ټرمپ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اېګزېکېټیو ارډر یا صدارتي امر دستخط کړو. د ټاسک فورس په ذمه واریو کې دا خبره شامله ده چې د خلاف ورزۍ تګلارې، عملونه او چلند دې ختم کړي.

د تېر کال د ډسمبر په میاشت کې د بایډن حکومت د مسلمانانو او د عربانو خلاف تنګ نظرۍ د مخنیوي دپاره تګلاره اعلان کړې وه او په ۲۰۲۳ کې يې دغه شان منصوبه د اېنټي سېمېټېزم یا د یهودیت خلاف کرکې د مخنیوي دپاره شروع کړې وه.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ټرمپ اعلان کړي اقدامات ریاست د کارونو نه د چرچ یا د مذهب د جدا کولو په لړ کې اییني مسلې راپورته کولی شي. د امریکې د ایین وړمبۍ ماده حکومت مذهب د سرپرستۍ نه ودروي.

د امریکې په تېرو دریو انتخابي مرحلو کې سپین پوستو ایوېنجېلېکل عیسایانو چې د ریپبلېکن پارټۍ انتهايي اهمه برخه ګڼل کېږي، د ټرمپ حمایت يې کړی دی. ټرمپ د دنیا په اړه د زاړه پاله عیسایانو نظر خپل کړی چې په سماجي رویو او د خاندان په جوړښت کې د بدلون په اړه تشویش لري.

امریکايي صدر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ دا اعلان هم وکړو چې په وایټ هاوس کې به فېت افس یا د عقیدې دفتر جوړوي او د دفتر مشري به پاله وایټ کوي چې د تېرو څو کلونو راهسې د ټرمپ مذهبي مشیره پاتې شوې ده.

ټرمپ دغه په وایټ هاوس کې دغه شان دفتر د صدارت په وړمبۍ دوره کې هم جوړ کړی و او د ايوېنجېلېکل مشیرانو سره به يې وخت په وخت صلاح مشوره کوله.

ټرمپ دا هم وویل مذهب د ازادۍ په اړه به نوی کمېشن جوړوي او د بایډن په حکومت يې تنقید وکړو چې په هغو مذهبي خلکو يې مقدمې جوړې کړې وې چې د حمل د ضایع کولو حمایت کوونکو په ضد يې قانوني اقدامات کول.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG