د امریکې د حکومت یوه چارواکي وویل، صدر ډانلډ ټرمپ به د پنجشنبې- زیارت په ورځ یو صدارتي فرمان لاسلیک کړي چې په بنیاد به یې د امریکې او د هغې د متحدینو لکه د اسرایل په نخښه کولو له کبله د جرمونو په نړیوال عدالت (ای سي سي) باندې بندیزونه ولګوي.
د رویټرز خبري ایجنسۍ د رپوټ له مخې دغه چارواکي- چې نوم یې نه دی څرګند- ویلي، دا صدارتي حکم به په هغو کسانو او د هغوی د کورنۍ پر غړو باندې مالي او د ویزو بندیزونه ولګوي چې د امریکايي وګړو یا د امریکې د متحدینو په اړه د ای سي سي په پلټنو کې مرسته کوي.
صدر ټرمپ په ای سي سي باندې دا بندیزونه په غزه کې د ممکنه "جنګي جرمونو" له کبله پر اسرایل د عدالتي تورونو له کبله لګولي، خو ټرمپ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په غزه کې د حماس خلاف د اسرایل جنګ د ختمېدو وروسته به اسرایل د غزې پټۍ امریکې ته حواله کړي او د امریکايي ځواکونو ضرورت به نه وي.
تېره اونۍ د امریکې د سېنټ ډیموکرېټانو د ریپبلکن غړو په مشرۍ د هغو هڅو مخه ونیوله، چې غوښتل یې د جرمونو پر نړیوال عدالت په دې اعتراض بندیزونه ولګوي چې د غزې په جګړه کې یې د اسرایل د عملیاتو پر سر د اسرایل د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو او د هغه د مخکیني دفاع وزیر د نیولو امر کړی وو. نتنیاهو اوس مهال د واشنګټن په سفر دی.
ای سي سي سمدستي د ټرمپ د دې اقدام په اړه د رویټرز خبري ایجنسۍ د تبصرې غوښتنې ته جواب نه دی ویلی.
د جرمونو خلاف نړیوال عدالت د تېر کال په نومبر کې د اسرایلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو او د اسرایل د مخکیني دفاع وزیر یواو ګېلانټ او د حماس د عسکري څانګې د مشر محمد الضعیف د ګرفتارۍ وارنټ یا احکامات جاري کړي وو.
د امریکې په ګډون د نړۍ بېلابېلاو هېوادونو د جرمونو خلاف د نړیوال عدالت (ای سي سي) د حکم په اړه مختلف نظرونه څرګند کړي وو.
د امریکې مخکیني صدر جوبایډڼ د اسرایلي مشرانو د نیولو لپاره د ای سي سي امر زیاتی بللی وو او په یو بیان کې یې ویلي وو، "د ای سي سي مطلب چې هر څه وي، د اسرایل او حماس تر منځ هیڅ ډول برابري نه شته. موږ به همېشه له اسرایل سره د هغه امنیت ته د ګواښونو خلاف درېږو".
د جرمونو د نړیوال عدالت سرکاري وکیل کریم خان د تېر کال د می په میاشت کې په غزه کې د مبینه جنګي جرمونو او د انسانیت خلاف د جرمونو په سر د نتنیاهو او د ګېلانټ د ګرفتارۍ غوښتنه کړې وه.
د ای سي سي په بیان کې په نتنیاهو او ګېلانټ دا الزام هم لګول شوی وو چې لوږه يې د جنګ د وسلې په توګه کارولې او په دواړو د قتل او د غېرانساني اقداماتو تور هم لګول شوی دی. د ای سي سي اعلان ته په خپل ردعمل کې نتنیاهو هغه وخت ویلي وو، چې عدالت خپل قانوني حېثیت بایللی دی. اسرایلي وزیراعظم د هغه د ګرفتارۍ وارنټ بې دلیله ګڼلی وو.
ځینو سرچینو تېره میاشت رویټرز ته ویلي وو، عدالت د امریکې له ممکنه بندیزونو د خپلو کارکوونکو د ساتنې لپاره اقدامات کړي او هغوی ته یې تر له مخه د درو میاشتو تنخاګانې ورکړې دي، ځکه چې وایي عدالت هغو ممکنه مالي بندیزونو ته تیاري کوي چې کېدای شي د جنګي جرمونو عدالت کمزوری کړي.
د جرمونو د نړیوالې عدالت مشرې قاضۍ ټوموکو اکانې د تېر کال په دسمبر کې خبرداری ورکړی وو چې بندیزونه به "په ټولو حالاتو او مقدمو کې د عدالت عملیات په چټکۍ سره کمزوري کړي او موجودګي به یې له خطر سره مخ کړي".
په تېرو پینځو کلونو کې دا دویم ځل دی چې ای سي سي د خپل کار په نتیجه کې د امریکې له انتقامي اقدام سره مخ کېږي.
په 2020م کال کې هم د ټرمپ د لومړي حکومت په وخت واشنګټن په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د جنګي جرمونو د دعوو په اړه د ای سي سي د پلټنو په ضد د هغه وخت پر پراسیکیوټر یا څارنوالې فاتو بینسودا او د هغې پر یوه اعلی مرستیال باندې بندیزونه ولګول.
د 125 غړو ای سي سي یو مستقل عدالت دی چې په نړۍ کې د افرادو خلاف د جنګي جرمونو، انسانیت ضد جرمونو، د نسل وژنې او د غړو هیوادونو د خاورې یا د دوی د وګړو خلاف د تېري په جرم باندې مقدمه درج کړي. امریکا، چین، روس او اسرایل یې غړي نه دي.
یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.
Forum