د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ او د چین صدر شي جین پینګ به ډېر زر د نوي ټیکسونو/ټیرفو په سر د یو بل سره مهمې خبري وکړي، کوم چې دواړو هېوادونو د یو بل په صادراتو لګولي.
د ټرمپ نوې ۱۰فیصده ټيرف د ګل/دوشنبې په نیمه شپه د چینایي توکو په وارداتو نافذه شو، چې چین هم بیا اعلان وکړو چې په امریکایي ډبرو سکرو او مایع ګیس به ۱۵٪ تعرفې، او په خام تیلو، زراعتي مشینونو او ځینو موټرو باندې به ۱۰٪ تعرفې وضع کوي.
ټرمپ د ګل/دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا له دوو نورو لویو سوداګریزو شریکانو، مېکسیکو او کنېډا، سره به د ۲۵٪ تعرفې لګولو پرېکړه د یوې میاشتې لپاره وځنډوي. د مېکسیکو صدرې کلاډیا شینبام او د کنېډا وزیر اعظم جسټین ټروډو موافقه وکړه چې د فینټانېل، هغه خطرناک اوپیویډ چې په وروستیو کلونو کې یې په امریکا کې سلګونه زره کسان وژلي، د قاچاق د مخنیوي لپاره به هڅې زیاتوي.
ټرمپ وویل، نوموړي په چینایي صادراتو نوې ټیکسونه د دې لپاره وضع کړه څو په چین فشار راوړي چې امریکا ته د فینټانېل د قاچاق د مخنیوي لپاره اقدام وکړي، ځکه چې چین د هغو کیمیاوي موادو یو مهم سرچینه بلل کېږي چې مېکسیکوي قاچاقبران یې د فینټانېل په جوړولو کې کاروي.
چین ویلي چې دا صنعت او نور غیرقانوني مخدره تجارتونه یې تر سخت نظارت لاندې نیولي دي.
ټرمپ وویل: “هیله لرم چین به موږ ته د فینټانېل استول ودروي، که نه نو تعرفې به نورې هم ډېرې لوړې شي.”
د وایټ هاوس ویاندې کارولین لیویټ وویل چې د ټرمپ او شي ترمنځ ټلیفوني خبرې “تر تنظیم لاندې دي او ډېر ژر به ترسره شي.”
د چین د ټیکسونو کمیشن د امریکایي توکو په وړاندې د نوې مالیې د اعلان په بیان کې وویل: “د امریکا لخوا یو اړخیز ټیرف زیاتول د نړیوال سوداګریز سازمان اصول سخت تر پښو لاندې کوي. دا نه یوازې د امریکا د خپلو ستونزو د حل لپاره ګټور نه دي، بلکې د چین او امریکا ترمنځ عادي اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ ته هم زیان رسوي.”
خو کارپوهان وايي، دا تعرفې ښايي د امریکا په صادراتو لږ اغېز ولري. امریکا که څه هم د نړۍ تر ټولو لوی صادرونکی مایع طبیعي ګیس (LNG) دی، خو چین ته یې صادرات ډېر نه دي. د امریکا د انرجۍ معلوماتي اداری د معلوماتو له مخې، امریکا په ۲۰۲۳ کال کې چین ته ۱۷۳,۲۴۷ میلینه مکعب فټه مایع ګیس صادر کړی، چې دا د امریکا د ټول مایع ګیس له صادراتو څخه ۲.۳٪ جوړوي.
چین تېر کال له امریکا څخه له ۱۱۰,۰۰۰ څخه لږ موټرونه وارد کړي، که څه هم د موټرو د بازار شنونکی، لي شينګ، د اسوشیېټډ پریس ته ویلي، دا تعرفې به جنرال موټرز ته ستونزې پیدا کړي، ځکه چې یاد شرکت شورلیټ تاهو او جياېمسي یوکون د چین بازار ته وړاندې کوي. همدارنګه، دا تعرفې به د فورډ لپاره هم زیانمنې وي، چې موستانګ او F-150 رېپټر پیکاپ چین ته صادروي.
د تعرفې د زیاتوالي تر څنګ، چین د ځینو مهمو عناصرو پر صادراتو هم محدودیتونه اعلان کړي، چې د عصري لوړ تخنیکي تولیداتو لپاره حیاتي ګڼل کېږي.
دې عناصرو کې ټنګسټن، ټیلوریم، بسموت، مولیبډینم، او انډیم شامل دي، چې ډېری یې د امریکا د جیولوجیکي سروې له خوا د حیاتي منرالونو په توګه نومول شوي، یعنې دا هغه مواد دي چې د امریکا اقتصادي یا ملي امنیت ته مهم دي او د عرضې زنځیر یې د اختلال خطر لري.
دا محدودیتونه د هغو بندیزونو سربېره دي چې چین د دسمبر په میاشت کې د ګالیم په څېر کلیدي عناصرو باندې لګولي وو.
Forum