اسلام اباد ته د ترکي د صدر طیب اردغان دسفر په مهال پاکستان او ترکیې بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراخولو لپاره ۲۴ تړونونه او مفاهمتي یاداښتونه لاسلیک کړي دي.
د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف هیله ښودلې ده چې د ترکي د صدر طیب اردوغان د پاکستان دا اوسنی سفر به د دواړو هېوادونو اړیکې لا پراخې کړي.
د ترکي د صدر پاکستان ته ډاډ ورکړی چې پاکستان خپل دویم کور ګڼي اؤ د ترهګرۍ په ضد جګړه کې به یې تر څنګ ولاړ وي.
د زیارت په ورځ په اسلام اباد کې د تړونونو اؤ مفاهمتي یاداښتونو د لاسلیکونو په موقعه راجوړه شوې دستوره کې د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان حاضر وو.
دواړو هېوادونو د ستراتیژیکو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره اعلامیه هم لاسلیک هم کړه.
په تفاهم لیکونو کې د ټولنیزو او کلتوري بنسټونو پر اساس د نظامي او ملکي هیتونو تبادله، د هوايي ځواکونو د الیکټرانیکي جګړې همکاري، د نظامي روغتیا په برخه کې روزنه او همکاري، د هایډروکاربنز په برخه کې د همکارۍ په تړون کې بدلون، کانکيندنه، د انرژۍ انتقال، د اوبو سکتور، کرنیز تخمونه، د قانوني میټرولوجي انفراسټرکچر، صنعتي شتمنۍ، روغتیا، درمل جوړونه او ګڼ شمېر نورو برخو کې همکارۍ شاملې دي.
سربېره پر دې، د ترکیې د صادراتي کریډیټ بانک او د پاکستان د ایکسپورټ امپورټ بانک ترمنځ تړون، د سوداګریزو سندونو د تصدیق ډیجیټل کول، د حلال تصدیق ادارې او د پاکستاني ادارې ترمنځ تفاهم لیک، د عامه اړیکو، رسنیو، او مخابراتو په برخو کې د همکارۍ یادښتونه هم لاسلیک شول.
وزیر اعظم شهباز شریف د ترکیې ولسمشر ته د پاکستان د سفر په مناسبت ښه راغلاست ووایه او ویې ویل چې دا سفر به ډېر ګټور ثابت شي.
نوموړي زیاته کړه چې پاکستان او ترکیه د ورورولۍ کلکې اړیکې لري، چې څو پېړیو ته رسېږي.
وزیر اعظم شهباز وویل چې صدر طیب اردوغان د سیلاب پر مهال د پاکستاني ولس زړونه وګټل او د سخت وخت په ورځو کې یې سیلاب ځپلو سیمو ته په راتګ خپله خواخوږي وښوده.
هغه زیاته کړه چې ترکیې د سیلاب ځپلو لپاره پراخه مرسته وکړه، چې پاکستانيان به یې تل یاد ساتي.
وزیراعظم شهباز شریف هیله وښوده چې دا تړونونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، دفاع، انرژۍ، روغتیا، کرنې او نورو برخو کې اړیکې لا ټینګې کړي، چې له امله به یې دوه اړخیزه همکاري نوره هم پیاوړې شي.
هغه وویل چې پاکستان او ترکیه ګډ تاریخي، مذهبي او کلتوري ارزښتونه لري.
د ترکیې صدر رجب طیب اردوغان په دغه موقعه وویل چې پاکستان د ده دویم کور دی او دلته په راتګ ډېر خوښ دی.
طیب اردوغان زیاته کړه چې پاکستان او ترکیه لوی ملتونه دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتیا ته ژمن دی.
طیب اردوغان اعلان وکړ چې پاکستان او ترکیې ۲۴ تړونونه لاسلیک کړي، چې پکې به د سوداګرۍ، اقتصاد، دفاع او کلتور په برخو کې همکاري نوره هم پراخه شي.
هغه وویل چې ترک پانګهوال هڅول کېږي چې په پاکستان کې پانګونه وکړي، او د صدر آصف علي زرداري سره په لیدنه کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۵ اربه ډالرو سوداګریز حجم په اړه خبرې وکړې.
د ترکیې صدر د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان قربانۍ وستایلې او ویې ویل چې ترکیه د دې جګړې په برخه کې د پاکستان ترڅنګ ولاړه ده.
Forum