لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکیې په غزه کې تر ډزبندۍ پورې اسرایل ته د خپلو مصنوعاتو په برآمد کولو بندیزونه ولګول


د ترکیې د تجارت وزارت د اسرایل او حماس د جګړې تر شپږو میاشتو وروسته د اسرایل خلاف لومړی هم ګام اخیستی او نن یې دې هېواد ته د فولادو او جیټ تېلو په ګډون د پراخو مصنوعاتو ور لېږل تر هغه وخته محدود کړي چې تر څو په غزه کې ډزبندۍ نه وي شوې.

ترکیې اسرایل په غزه کې د عملیاتو له کبله غندلی، چې د اکتوبر پر اوومه د حماس خلاف پیل شوي. انقرې د سمدستي ډزبندۍ غوښتنه کړې او د اسرایل خلاف د فلسطینیانو د قتلِ عام د مقدمې ملاتړ یې کړی.

ترکیې په تېرو میاشتو کې د غزې اغېزمنو خلکو ته په زرګونه ټنه خوراکي مرسته ور لېږلې خو پر اسرایل یې دا تازه اقتصادي محدودیتونه ځکه لګولي چې وایي غزې ته یې د هوا له لارې د دوی د مرستو ور غورځولو مخه نیولې ده.

خو له دغو اقتصادي بندیزونو او سختو بیانونو سره سره انقرې له اسرایلو سره تجارتي اړیکې په بشپړه توګه نه دي پرې کړې ځکه چې داسې یو ګام خپله په ترکه کې د خلکو د غبرګون سبب کېدای شي.

د ترکیې د تجارت وزارت په یو بیان کې ویلي، دغه لګول شوي اقتصادي محدودیتونه به نن د سه شنبې- نهې په ورځ اسرایلو ته د 54 مختلفو برخو د مصنوعاتو پر برآمد کولو یا صادرولو باندې عملي شي.

په دغو شیانو کې د اوسپنې، سنګ مرمر، فولادو، سېمټو، الومینیم، خښتو ، سرې، تعمیراتي سامانانو او د هوابازۍ د تېلو په ګډون ګڼ شمېر ترکي مصنوعات شامل دي.

وزارت په خپل بیان کې ویلي "دا فیصله به تر هغه وخته پر ځای وي چې اسرایل د نړیوال قانون له مخې خپلې ذمه وارۍ پوره نه کړي او په غزه کې له بیړنۍ ډزبندۍ اعلانولو سره سره غزې ته کافي بشري مرستې ور پرې نه ږدي".

د اسرایل د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "ترکیه په یو اړخیزه توګه له اسرایل سره د تجارتي تړونونو سرغړونه کوي او اسرایل به یې په خلاف لازم اقدامات وکړي".

د تېر کال د اکتوبر پر اوومه د حماس تر برید وروسته چې اسرایل په غزه کې پوځي عملیات پیل کړل، ترکیې یې په غبرګون کې د هغې میاشتې په پای کې له اسرایلو خپل سفیران را وبلل او په جواب کې اسرایل هم له ترکیې خپل سفیران وایستل.

له هغه وروسته دا نن لومړی مهم ګام دی چې انقرې د جګړې له پیل راهیسې د اسرایل خلاف اخیستی، ځکه چې د صدر رجب طیب اردوان حکومت له اسرایل سره د تجارتي اړیکو له کبله له زیاتېدونکو نیوکو سره مخ شوی دی.

د اپرېل پر شپږمه په استنبول کې ګڼ شمېر خلکو په احتجاج کې له اسرایلو سره د تجارت ختمولو غوښتنه کوله، چې په دې ترڅ کې پولیسو په لسګونو احتجاج کوونکي ونیول.

چارواکو د دغو کسانو د نیولو په تور دوه پولیس افسران معطله کړل، ځکه چې حکومت د مارچ د 31مې په بلدیاتي انتخاباتو کې د اپوزیشن تر کامیابۍ وروسته هڅه کوي د خلکو ملاتړ بیا تر لاسه کړي.

د اسرایلو په وړاندې د صدر اردوان دریځ او په غزه کې روانه جګړه په بلدیاتي ټاکنو کې د هغه د ګوند د ځینو څوکیو د بایللو بنیادي سبب وو، ځکه چې اسلامي نوي فلاحي ګوند (ینیدین رفاح) د غزې په اړه د خپل سخت دریځ له کبله خپل ملاتړ زیات کړی دی.

د ترکیې د برآمداتو د اسمبلۍ (ټي ای ایم) د چاپ شویو معلوماتو له مخې سره له دې چې د تېر کال د اکتوبر له اوومې راهیسې له اسرایل سره تجارت کم شوی، خو په روان کال کې تر اوسه پورې هره میاشت اسرایل ته برآمدات زیات شوي دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې دغه برآمدات یا صادرات د 423.2 میلینه ډالرو په رازښت وو، وایي د کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ټول برآمدات 1.1 ارب ډالرو ته رسېدلي او دا کال په کال 21.6 فیصده کم شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG