د ترکیې د ترانسپورټ وزیر عادل کارس ملوغلو په وینا، تمه کیږي چې د استانبول-تهران-اسلام آباد (ITI) رېل پټلۍ به په کال ۲۰۲۱ کې بیا کار پیل کړي.
د ترکیې، ایران او پاکستان د ریلوې چارواکو په استانبول کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د لسمې ګډې ناستې وروسته دا فیصله کړې ده.
د بزنس ريکارډر په نامه پاکستانۍ ورځپاڼه د دې رپورټ په اړه زياتوي چې تر دې وړاندې هم په دې لاره کې بیلابېل ازمایښتي سفرونه ترسره شوي خو په ځينو برخو کې د ریل پټلۍ د نېشتوالي له امله د ترانزیټ لاین منظم نه شو.
وي اواې ډيوه په دې حقله د پاکستان د قامي اسمبلۍ د ريلوې سټېنډنګ کميټې له غړي مولانا عبدالواسع او د پاکستان د ريلوې لوی دفتر لاهور له څو چارواکو سره رابطې ونیولې خو د دې رپورټ د جوړولو تر وخته ورته پر دې موضوع جواب ندی ويل شوی او نه کوم تفصيل راکړل شو .
د ترکیې د ترانسپورټ وزیر عادل کارس مالوغلو په وینا ، کانټینر او باروړونکي ريل ګاډي به ډیر ژر تګ راتګ پیل کړي.
خبر پاڼې زياته کړې چې د درېیو هیوادونو تر ميان په سفارتي اړيکو کې بدلون ليدل شوی او د دې په نتيجه کې د ریل عملیات بیا پیل کولو ته اجازه ورکړل شوې ده ۔
د آی ټي آی منصوبه په کال ۲۰۰۹ کې د پيپلز ګوند په وخت کې پیل شوې وه. رپورټونه څرګندوي چې دا اورګاډي له استانبول څخه د تهران له لارې اسلام آباد ته به په یوولس ورځې کې رسیږي.
د بلوچستان ستونځې او امکانات
د بلوچستان د تاجرانو د چيمبر پخوانی مشر بدرالدين کاکړ وايي چې د درېیو ملکونو تر ميان معاهده که عملي شي، زياته ګټه به وکړي خو شاغلی وايي چې ځينې تکنيکي ستونځې دي چې پر دې عمل کول ګران ښکاري.
د کاکړ په خبره، د ترکيې او ايران له لورو ټول امکانات برابر دي، د ريل جديده او معياري پټلۍ اچول شوې، خو د پاکستان لخوا دا کار ندی شوی. د پاکستان له لوري څو لسيږي زړه پټلی ده چې د نوي وخت د اورګاډو د تلو راتلو لپاره د استعمال توان نه لري.
ښاغلی کاکړ وايي چې پر ايران د بنديزونو له کبله د پاکستان او ايران تر ميان تجارت کم دی. هغه وايي که امکانات ورته برابر کړل شي د دواړه ملکونو تر ميان کلنی تجارت پنځه اربه ډالره ته رسيدلی شي.
د بدرالدین کاکړ وینا ده: "پر ترکي او ايران هم د امريکې بنديزونه دي خو د هغو دواړو ملکونو تر ميان پنځه ويشت اربه ډالره تجارت دی".
بدرالدين کاکړ وايي دا امکان هم شته چې د درې واړه ملکونو د اور ګاډي دغه منصوبه اروپا او مرکزي آسیا ته هم وغځول شي. د کاکړ په خبره د دې خبرې قوي امکان هم موجود دی چې"دا ګاډی به د مال تر څنګ د مسافرو لپار هم کارول کيږي خو که حکومتونه دې ته سنجيده فکر وکړي ".
ياده دې وي چې د تيرې نهې/ سې شنبې په ورځ امريکا ويلي چې ترکي د روس څخه د اېس - 400 ډيفنس ميزايل نظام اخستو پرېکړه کړې ځکه امريکا په ترکي بندېزونه لګوي۔
پاکستان د امریکې لخوا په ترکي د لګېدلو بندېزونو په تړاؤ سخته اندېښنه څرګنده کړې او ټينګار يې کړی چې ټولې مسلې دې د خبرو اترو د لارې هوارې شي
شنونکي وايي پاکستان ځکه اندېښنه څرګنده کړې چې د امریکې لخوا په انقره بندېزونه د پاکستان او ترکي ترمنځ د پوځي سازوسامان تړون اغېزمنولی شي۔
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د شورو/ چارشنبې په ورځ ويلي پاکستان به د هر هغه هېواد اصولي مخالفت کوي چې يو اړخيزه ګامونه پورته کوي.
ايسوسي ايټد خبري اژانس د ۲۰۰۹م کال د خبر مطابق د هغه وخت د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني ويلي وو چې "اميد لري يوه ورځ به دغه لاره د مسافرو او سېلګرو لپاره هم په کار راوستل شي" ۔
هغه زیاته کړې چې ځینې تکنيکي خنډونه باید په پام کې ونیول شي او د لارې ځینې برخې باید نوې شي".