لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پنجاب د اټک ضلعې په کچرۍ کې د پولیس افسر په ډزو دوه وکیلان وژل شوي


د پنجاب په اټک ښار کې د ضلعي عدالتونو په ودانۍ یا کچهرو کې دننه د یو پولیس افسر په ډزو دوه وکیلان وژل شوي اؤ پولیس وایي برید کوونکی پولیس افسر یې نیولی دی.

د پاکستان بیلابیلو رسنیو د خالي- شنبې په ورځ ویلي د اټک په ضلعي کچهرو کې د انتظار شاه په نوم یو اسسټننټ سب انسپکټر د خانداني تربګنۍ په اساس په یو وکیل پسې د هغه چیمبر ته ورننوتلی اؤ ناتاره ډزې یې پرې کړي دي.

رسنۍ وايي په دې ډزو کې د ملک اسرار اؤ ذوالفقار مرزا په نومونو دوه وکیلان وژل شوي دي.

د پنجاب پولیسو ویاند پخپل یو بیان کې ویلي چې له برید وروسته پولیس په وژنو کې ککړ پولیس افسر انتظار شاه نیولی اؤ د هغه په ضد یې مقدمه درج کړې ده چې د ترهګرۍ دفعې هم پکې شاملې دي.

مخې ته د راغلو معلوماتو له مخه ای ایس آي انتظار شاه په ایلیټ کمانډوز کې په وي آي پي امنیت مامور ؤ اؤ هغه په دې برید کې سرکاري وسله کارولې ده.

د پنجاب د وزیراعلا مریم نواز په لارښوونه د پنجاب صوبې د پولیسو مشر ددې پېښې په سخته نوټس اخستی اؤ د پولیسو ته یې د برید کوونکي پولیس افسر په ضد د سخت قانوني اقدام کولو امر کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG