سبا خالی ـ شنبې ته چې په برطانیه کې د شهزاده هېري د واده ورځ ده، د واده په ځانگړو مراسمو کې د شهزاده پلار، پرینس چارلز د ناوې مټ نیسي او په بدرگه به یې، په کلیسا کې خپل زوی، پرېنس هېري ته ورولي.
دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د ناوې، میگن مارکل پلار وویل چې صحت یې ښه نه دی او نشي کولای د خپلې لور په واده کې گډون وکړي.
مارکل په دې خپگان ښودلی چې پلار یې نشي کولای د هغې په واده کې حاضر شي، خو هیله یې ښودلې چې د وخت په تېرېدو یې د پلار صحت ښه شي.
د مېگن مارکل پلار چې ټامس نومیږي، په دې وروستیو کې د خپلې لور په واده کې د نه گډون بیلابېل دلیلونه بیان کړي دي چې ځیني دغه دلیلونه له یو بل سره سرنه لگوي. په آخره کې هغه د ټي اېم زي وېبسایټ ته وویل چې د زړه عملیات یې کړی او له دې کبله نشي کولای واده ته ولاړ شي.
په دې سره، په کېنزنگټن ماڼۍ کې د پرېنس هېري له دفتر څخه په جاري شوي بیان کې وویل شول چې مېگن مارکل له خپل راتلونکي سخر، پرېنس چارلز څخه غوښتي چې د هغې د پلار ځای دې ونیسي او د واده په مراسمو کې دې هغه د نکاح تر ځایه بدرگه کړي. شاهي کورنۍ ویلي چې د ویلز شهزاده، پرېنس چارلز، په خوشحالۍ سره دا وړاندیز منلی دی.
دا مراسم به سبا، خالي ـ شنبې ورځ، د وینزر د لرغونې کلا په سېنټ جارج کلیسا کې ترسره شي. په برطانیه کې د پرېنس هېري او مېگن مارکل د واده لپاره خاص تدابیر نیول شوي او په پام کې ده چې دا واده به په ډیرو شاندارو مراسمو ولمانځل شي.
پرېنس هري د پرېنس ویلیم کشر ورور، او د شهزادگۍ ډیانا او پرېنس چارلز دویم زوی دی.