لاس رسیدونکی لینک

 
ملګري ملتونه: افغانستان کې 39 فیصده کورنۍ د څښلو د اوبو له کمي سره مخ دي
تازه خبر

ملګري ملتونه: افغانستان کې 39 فیصده کورنۍ د څښلو د اوبو له کمي سره مخ دي


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره (اوچا) وايي په افغانستان کې د اوبو په زېرمنو باندې د روانې وچکالۍ د اغېزو له امله اوبو ته د خلکو اړتیا زیاته شوې او اوس مهال په دغه هیواد کې تر 39 فیصده پورې کورنۍ د څښلو د اوبو له کمي سره مخ دي.

د اوچا افغانستان څانګې د جنورۍ په 30مه پر خپله رسمي ایکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې لږ تر لږه تر 23 فیصدو پورې کورنۍ په داسې اوبو ژوند تېروي چې وایي سرچینه یې د پاکو اوبو په توګه نه ده تایید شوې.

ملګرو ملتونو ویلي په روان 2025م کال کې په افغانستان کې خلکو ته د اوبو د برابرولو، روغتیا او روغتیا ساتنې یا حفظانِ صحت په برخو کې 264 میلینو ډالرو بودیجې ته اړتیا لري. اوچا ویلي تر اوسه یې ددغې بودیجې 8.4 میلینه ډالره یې ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې د موسمي بدلون په اړه خپل یو رپوټ بیا خپور کړی چې پکې ویل شوي په افغانستان کې موسمي بدلون او قدرتي پېښې به په ټول دغه هیواد کې بشري اړتیاوې لا پراخې کړي.

په دې رپوټ کې اټکل شوی چې د روان کال په لومړیو کې به د واورې او باران ورېدو کچه کمه وي او د تېرو کلونو په نسبت به د حرارت درجه هم لوړه وي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې تر دې وړاندې په یو بل رپوټ کې ویلي وو، چې په افغاسنتان کې موسمي بدلون د اوبو په زېرمو باندې اغېزه کړې او اوبو ته یې د خلکو رسایي له ستونځو سره مخ کړې ده.

ددغې ادارې د رپوټ له مخې په دغه هیواد کې د موسمي بدلون او د وچکالۍ شدت له امله اوس مهال 21.2 میلینه افغانان د څښلو اوبو ته رسایي نه لري.

ملګرو ملتونو ویلي افغانستان د نړۍ په هغو شپږو هیوادونو کې شامل دی چې د موسمي بدلون په نتیجه کې له پیدا شویو سختو اغېزو سره مخ دی، چې ددغو اغېزو د کمېدو لپاره هیڅ ډول چمتوالی هم نه لري.

د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې د افغانستان په 34 ولایتونو کې 25 ولایتونه د وچکالۍ تر اغېزو لاندې دي چې له امله یې ددغه هیواد تر 50 فیصده زیاتو وګړو پر ژوند اغیزه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) هم په افغانستان کې د اوبو د کمښت بحران د یو سنګین بحران په توګه یاد کړی او ویلي دي په دغه هیواد کې د اوبو بحران د ډېرو ماشومانو ژوند ته خطرونه پېښ کړي دي.

په افغانستان کې د یونیسف د دفتر مشر ډاکټر تاج‌ الدین اویوالې د جنورۍ په 17مه پر ایکس په یو پوسټ کې لیکلي چې په دغه هیواد کې د اوبو د کمښت بحران له پامه غورځول کیدای نه شي.

ښاغلي اویوالې د اوبو د کمښت د ستونځې په برخه کې د افغانانو د ملاتړ د هڅو پر زیاتېدو ټینګار کړی او ویلي دي په تېر 2024م کال کې یونیسف د ماشومانو په ګډون یو میلین کسانو ته د اوبو ترلاسه کولو امکانات برابر کړي وو.

تاج‌ الدین اویوالې د ملګرو ملتونو له ادارو او خپلو نورو شریکانو څخه افغانانو ته د اوبو د برابرولو لپاره په ترسره کړو هڅو مننه هم کړې او په دې برخه کې یې د لا زیاتو هڅو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې ویلي، په افغانستان کې له 2021م کال راهیسې اوبو ته د خلکو اړتیا ډېره زیاته شوې ده او وایي 67 فیصده کورنۍ د اوبو د ترلاسه کولو هڅې کوي.

تر دې مخکې یونیسف په کابل کې د څښلو د پاکو اوبو روان بحران ته په کتو ویلي وو، که اوس ددې ستونځې غم ونه خوړل شي، تر راتلونکو شپږو کلونو به په دغه ښار کې تر ځمکې لاندې اوبه بېخي وچې شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG