لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه وایي شمالي غزه اوس هم د لوږې له کبله "د کاختۍ خواته روانه ده"


د خوراک د نړیوالې ادارې یوه اعلی چارواکي ویلي چې غزې پټۍ ته په وروستیو کې د خوراکي مرستو په ورتلو کې یو څه پرمختګ شوی خو خبرداری یې ورکړی چې شمالي برخه یې اوس هم له لوږې سره مخ ده.

د ملګرو ملتونو د خوراک د ادارې ډبلیو ایف پي مرستیال انتظامي مشر کارل سکاو د پنجشنبې- زیارت په ورځ په ملګرو ملتونو کې خبریالانو ته وویل:

"موږ لا هم د لوږې خواته روان یو او هغسې بدلون مو نه دی لیدلی چې د کاختۍ د مخنیوي لپاره ورته اړتیا ده، موږ په شمال کې د نورو هراړخیزه مرستو د تر لاسه کولو لپاره زیاتو، د پېشبینۍ وړ او دوامداره هڅو ته اړتیا لرو".

ښاغلي سکاو ویلي په غزه کې د لوږې په مخنیوي کې د مرستې لپاره اضافي غذاییت لرونکو او تیارو خوراکونو ته هم زیاته اړتیا ده.

د خوراک د نړیوالې ادارې دغه مشر وایي ډبلیو ایف پي په تېرو درو اوونیو کې د غزې شمال ته د خوراکي مرستو په ورتګ کې پرمختګ لیدلی، چې تر ډېره د اسرایل او حماس د جګړې له پیل راهیسې بنده پاته سیمه وه.

د کارل سکاو په وینا اوس په هرو له دوو تر درو ورځو کې د ډبلیو ایف پي له اوو تر 12 پورې ټرکونه په خوراکي مرستو بار له پولې څخه د غزې شمالي سیمو ته ور تېرېږي، خو وایي دا کافي نه دي:

"دا [مرسته] په حقیقت کې په دریاب کې یو څاڅکی دی، موږ لږ تر لږه [په ورځ کې] 30 ټرکونو ته اړتیا لرو او هره ورځ باید دا کار وکړو".

په وروستیو کې اسرایلي چارواکو د غزې پټۍ د شمال په پای کې د ایریز په نوم سرحدي لاره پرانیستله او ویې ویل دوی به له غنمو بار د مرستې کښتیو ته اجازه ورکړي چې د اسرایل اشدود بندر ته ورشي.

ښاغلی سکاو وایي‌ "موږ غواړو اشداد بندر نه یواځې د غنمو لپاره استعمال کړو، بلکې د نورو خوراکي مرستو لپاره هم تر کار اخیستل غواړو".

د خوراک د نړیوالې ادارې مرستیال وایي په تېره میاشت کې یو مثبت پرمختګ دا دی چې 16 بېکریو یا تنورونو بیرته کار پیل کړی او په هغوی کې څلور په شمالي غزه کې دي او دوی ټول د سیمې اوسېدونکو ته په ورځ کې 60,000 کڅوړې ډوډۍ تیاروي.

د اسرایل او حماس تر جګړې مخکې ډبلیو ایف پي د غزې له 23 بېکریو سره کار کاوه چې په ورځ کې دوه لکه کسانو ته تازه ډوډۍ برابره کړي، خو وایي د تېلو د نشتوالي او د جګړې د ورانۍ له کبله هغه بندې شوې.

کارل سکاو وایي که څه هم د غزې په شمال کې پر مرستندویه لاریو د ناهیله فلسطینیانو د ګڼې ګوڼې په وخت ځینې پېښې شوې خو په بېکریو کې حالت ارام دی او خلک په ښکاره خوشاله ښکاري.

د اسرایل پوځ د پنجشنبې- زیارت په ورځ ویلي، وړمه ورځ یې په غزه کې تر 30 زیات ځایونه په نخښه کړي دي، د اسرایل دفاعي ځواکونه وایي په دغو ځایونو کې د حماس یو ګودام او په مرکزي غزه کې هغه سیمې شاملې دي چې وسلوالو ترې پر اسرایلي ځواکونو میزایل ور ویشتلي وو.

د غزې د روغتیا چارواکي وایي په رفح ښار کې د اسرایلي ځواکونو په برید کې لږ تر لږه پینځه تنه وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د اندازې له مخې 1.5 میلینه فلسطینیان په رفح ښار کې اوسېږي او خبرداری یې ورکړی چې د اسرایلو بریدونه به ناورین جوړ کړي. اسرایل وایي د خلکو د را ایستلو پلان لري خو په خوندي توګه د خلکو د رایستلو په اړه یې معلومات نه دي خپاره کړي.

د تېر کال د اکتوبر پر اوومه چې حماس پر اسرایل برید کړی وو او د چارواکو په وینا ‍1,200 تنه یې وژلي او 250 یې یرغمل کړي وو. اسرایلي چارواکي وایي په یرغمل کړو کې 100 ژوندي لا هم د حماس په ولکه کې دي او تر 30 زیاتو کسانو مړي په غزه کې دي.

د غزې د روغتیا وزارت وایي په تېرو شپږو میاشتو کې د اسرایلي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي فلسطینیان تر 34,300 زیات شوي او تر 77,200 ټپیان شوي دي، چې زیات پکې ښځې او ماشومان دي خو په وژل شویو او ټپیانو کې یې د وسلوالو او عامو خلکو شمېر جلا نه دی ښوولی.

یادونه:- په رپوټ کې د ملګرو ملتونو لپاره د وي او اې خبریالې هم مرسته کړې او ځینې معلومات له اې پي او رویټرز څخه اخیستل شوي‌ دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG