لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو چارواکي سېکیورټي کاونسل ته ویلي په شام کې داعش حملې زیاتې کړې دي


د کال ۲۰۱۷ په دې تصویر کې د امریکې په ملاتړ جنګېدونکي دسیرین ډېموکرېټېک فورس عسکر د داعش خلاف د جګړې تیاری کوي
د کال ۲۰۱۷ په دې تصویر کې د امریکې په ملاتړ جنګېدونکي دسیرین ډېموکرېټېک فورس عسکر د داعش خلاف د جګړې تیاری کوي

د شام دپاره د ملګرو ملتونو استازي ګېير پېډرسن سېکیورټي کاونسل ته ویلي په شام کې د ترهګرۍ خطر بیا راوژوندی کېږي او د داعش وسله ولې ډلې په حملو کې اضافه به سږ کال د دوچنده زیاتوالي کچې ته ورسېږي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ سېکیورټي کاونسل ته خپل تقریر کې پېډرسن وویل د ترهګرۍ د بیا زیاتېدو سره د ولس چې د مخکې راهسې په بې کورۍ او په سختو حالاتو کې ژوند کوي د نورو خطراتو سره مخامخ کوي.

د ملګرو ملتونو استازي وویل د تېرو ۱۳ کلونو راهسې چې د صدر بشارالاسد خلاف ولسي احتجاجونه په خانه جنګۍ کې بدل شوي په شام کې د وسله والو تنظیمونو، غېر ملکي پوځونو او د جنګ د محاذونو په شمول ګڼ شمېر مسلح عناصر موجود دي. شام په خانه جنګۍ کې قریباً پینځه لکه خلک وژل شوي او د هېواد د ۲۳ مېلین ابادۍ نیمه برخه په بې کورۍ کې ژوند کوي.

په کال ۲۰۱۴ کې داعش د شام او عراق په لویه علاقه کې د خپل خلافت د قیام اعلان کړی و. په ۲۰۱۷ د امریکې په مشرۍ کې جنګېدونکي اېتلاف داعش ته د شکست د ورکولو اعلان وکړو. د داعش خلاف جنګ کې په زرګونو کسان وژل شوي او ښارونه په کنډرو کې بدل شوي وو خو د ډلې خفیه باقیات اوس هم موجود ګڼل کېږي.

پېډرسن سېکیورټي کاونسل ته د شام د امنیت نازک صورتحال په اړه خبرداری ورکړو او ویې وېل په شام د اسرایل په حملو کې د زیاتوالي له امله د شام د شخړې خورېدو خطر نه دی کم شوی.

اسرایل د کلونو راهسې په شام کې د ایران سره تړلې هدفونه په حملو کې په نخښه کوي په تېرو پینځو میاشتو کې د اسرایل په حملو کې اضافه شوې ده.

د امریکې نایب سفیر رابرټ ای ووډ په شام کې د تشدد الزام په ایران پورې کړو چې د بشارالاسد د ټولو نه لوی سیمه اییز اتحادي ملک دی.

ووډ وویل ایران دپاره جنګېدونکو ډلو او د ایران همکارانو په شام کې وژنې او تباهي کړې او خو د شام د ولس مرسته يې نه ده کړې. هغه په بشارالاسد غږ وکړو چې د ایران اثر دې ختم کړي.

د ملګرو ملتونو دپاره د شام، ایران او روس سفیرانو په شام کې د اسرایل د حملې غندنه وکړه.

د ایران سفیر امیر سعید ایرواني وویل اسرایلي حملې د نړیوال انساني قانون په جار خلاف ورزي ده او د سیمې امن او ثبات يې د خطر سره مخامخ کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG