د افغانستان د دایکنډي اوغور ولایتونو ترمنځ په سرحد کې پر ملکي وګړو د پنجشنبې- زیارت د ورځې د وسلوالو کسانو برید ملګرو ملتونو، امریکې او یو شمیرنورو هیوادونو په سختو ټکو غندلی او د قانون منګولو ته د بریدګرو د سپارلو غوښتنه یې کړې ده.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیوګوتیرش پرهزاره توکمو ملکي وګړو دا برید یو ډیر ناوړه برید ګڼلی او په سختو ټکو یې غندلی دی. د بشري حقونو د څار تنظیم د دې برید په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده.
د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ویاند سټیفن ډوجاریک د جمعې په ورځ په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، انتونیو ګوتېریش د برید قربانیانو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او په برید کې د ټپي شویو ملکیانو د ژر روغتیا هیله یې څرګنده کړې ده.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ستمبر پر 13مه وویل چې د دایکنډي او غور ولایتونو ترمنځ په سرحد کې د وسلوالو په برید کې د دایکنډي ولایت 14 اوسیدونکي وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.
ذبیح الله مجاهد ددغه برید د غندلو په ترڅ کې ویلي، طالبان به پر ملکي وګړو د برید له ذمه وارو کسانو ددغو قربانیانو غچ واخلي. د طالبانو د حکومت ویاند د وینا له مخې "د افغانستان اسلامي امارت [طالبانو حکومت] دغه وحشیانه کړنه په کلکه غندي، ورسره د ولس د ځان او مال ساتنه خپله ذمه واري ګڼي".
په دې پېښه کې ټول وژل شوي او ټپیان د هزاره قوم د دایکنډي ولایت د سنګ تخت او بندر ولسوالۍ اوسیدونکي وو او پر دوی هغه مهال وسلوالو کسانو برید وکړ چې په عراق کې د شیعه مذهبو د اربعین په مراسمو کې د ګډون کوونکو د هرکلي لپاره د غور ولایت ته تللي وو.
د اسلامي دولت د خراسان څانګې "داعش" ددې برید ذمه واري په غاړه اخیستې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونومرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" ددې برید د غندلو ترڅنګ د پیښې د قربانیانو کورنیو سره هم خواخوږي ښودلې ده. یوناما ویلي: "مونږ د وژل شویو کسانو د کورنیو سره خواخوږي څرګندو او ددغه برید عاملانو د نیولو او ځواب ویلو لپاره د پلټنو غوښتنه کوو".
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارتکارې کیرن ډېکر هم دا برید غندلی او دا برید یې یو "وحشیانه" برید ګڼلی دی. مېرمن ډېکر ویلي، پر هزاره توکمو ولسي وګړو د داعش خراسان څانګې وحشیانه برید په کلکو ټکو غندي:
"زه د دغې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د زړه له کومې د خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوم او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوې یا (یوناما) چې د دې برید د عاملینو د چټک حساب ورکولو غوښتنه یې کړې ده، غږ بدرکه کوم".
په افغانستان کې د افغان میرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري هم پر خپل ایکس په یو پیغام کې دا برید د هزاره توکمو خلاف یو جلا شوی برید نه بلکې د یو "تباه کوونکي تشدد" د یو مثال په توګه یاد کړی دی.
په کابل کې د جاپان سفارت دا برید یو "ترهګر" برید ګڼلې دی. دغه سفارت هم پر خپل ایکس لیکلي، "مونږ دایکنډي او د غور ولایتونو ترمنځ د تېرې ورځې ناوړه ترهګر برید په سختو ټکو غندو. مونږ یو ځل بیا وایو دا ډول ترهګر بریدونه باید سمدستي بند شي".
تېره ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي رپورټ او د افغانستان پخواني صدر حامد کرزي او د ملي پخلاینې د عالي شورا د پخواني مشر عبدالله عبدالله په ګډون د تېر حکومت یو شمیر پخوانیو چارواکو او د ځینو سیاسي ډلو مشرانو هم دغه برید ته غبرکونونه ښودلي وو او دا برید یې په سختو ټکو غندلی وو.
"د امید کړکۍ د ښځو غورځنګ" په نوم د افغان میرمنو د ښځو یو تنظیم هم په خپل غبرګون کې د کابل د ښار په ځینو برخو کې پر دیوال د شعارونو په لیکلو سره ویلي چې په افغانستان کې "باید د هزاره توکمو نسل وژنه پای ته ورسیږي".
دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې پر هزاره توکمو وګړو باندې د داعش خراسان ډلې وسلوال بریدونه کوي. په تیرو درو کلونو په موده کې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي داعش د هزارګانو پر دیني، تعلیمي او ورزشي ځایونو بریدونه کړي او په سلګونو کسان وژلي او ټپیان کړي دي.
Forum