د ملګرو ملتونو د انساني حقونو د څانګې مشر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په کال ۲۰۲۵ کې د ادارې د کارونو دپاره د ۵۰۰ ډالرو پنګې غوښتنه وکړه او ويې وېل د ادارې په کارونو کې د شام او د سوډان په شان ملکونو کې د انساني حقونو په اړه تحقیقات شامل دي. هغه خبرداری وکړو چې د انسانانو ژوندونه د خطراتو سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو د انساني حقونو دفتر د مالي وسایلو د کمي سره مخامخ دی او په داسې حال کې چې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په بهرني امداد کې کمی کړی، د ملګرو ملتونو د ادارې په مالي مشکلاتو کې نوره اضافه کېدلی شي.
د مالي امداد دپاره د ادارې کلیزه غوښتنه د هغو پېسو نه علاوه ده چې د ملګرو ملتونو غړي ملکونه يې په فیسونو کې ورکوي.
په جېنېوا کې د ملګرو ملتونو غړو ملکونو ته خپل تقریر کې د ملګرو ملتونو د انساني حقونو های کمېشنر ولکر ټرک وویل توقعو نه کوي چې په ۲۰۲۵ کې په د انساني حقونو په مشکلاتو کې کمی وشي.
ټرک وویل په دې اړه تشویش لري چې که چېرې د ۲۰۲۵ دپاره يې د مالي وسایلو هدف پوره نه شو نو ممکنه ده چې هغه خلکو ته ونه رسېدل شي چې د انساني حقونو په لړ کې ملاتړ ته ضرورت لري.
هغه زیاته کړه چې د ادارې په مالي وسایلو کې د کمي په نتیجه کې به ډېر خلک په غېرقانوني حراست کې بند پاتې شي، حکومتونه به متعصبانه تګلارې دوامداره وساتي، د انساني حقونو د خلاف ورزیو دستاوېزي به نه تیارېږي اود انساني حقونو فعالان به د تحفظ نه بغېر پاتې شي. ټرک وویل لنډا دا چې ژوندونه په خطر کې دي.
د ملګرو ملتونو د انساني حقونو څانګه د خپل بجت پينځه فیصد برخه د ملګرو ملتونو د عمومي بجټ نه ترلاسه کوي مګر زیاتره مالي وسایل په رضاکارانه توګه ورکړی شویو پېسو نه ترلاسه کوي چې د امداد دپاره د کلیز غږ په جواب کې ورکول کېږی.
ادارې ته زیاتره امداد مغربي ملکونه ورکوي. تېر کال امریکې د ملګرو ملتونو دې اداره ته ۳۵ مېلین ډالر ورکړي وو. د امریکې نه پس یورپين کمېشن زیاتې پېسې ورکړې و. تېر کال هم ادارې د ۵۰۰ مېلین ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه خو د دغو پېسو نیمايي برخه يې ترلاس کړی شوه.
Forum