د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر " یوناما" ویلي چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو په یو دفتر کې په ډزو کې لږ ترلږه یو تن وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
د رویټرز خبري اژانس په افغاسنتان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر " یوناما" د یوې اعلامیې له مخې ویلي چې د دوشنبې په ورځ د دوشنبې په ورځ فبرورۍ درېیم ( سلواغې ۱۵) کابل کې د ملګرو ملتونو په یو دفتر کې په ډزو کې یو تن وژل شوی او بل تن ټپي شوی دی.
یوناما دغه خبري اژانس ته ویلي چې په ډزو کې د طالبانو ساتوونکي ښکیل وو. ملګرو ملتونو دا نه دي ویلي چې ددغې پیښې قربانیان افغانان وو او که بهرنیان. خو یوناما زیاته کړې چې ددې پیښې په تړاو لا هم پلټنې روانې دي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع طلوع نیوز سره په خبرو کې دا پیښه تائید کړې او ویلي دي چې په دې پیښه کې یو طالب ساتوونکی وژل شوی او د ملګرو ملتونو یو کارکوونکی ټپي شوی دی.
خو هغه دا نه دي ویلي چې دا پیښه څنګه رامنځ ته شوې او تپي شوی کارکوونکی د ملګرو ملتونو افغان او که بهرنی کارکوونکی وو.
تراوسه لا ددغې پیښې د انګیزې په اړه هم یوناما څه نه دي ویلي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دا په کابل کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې دننه لومړی برید دی چې له امله یې مرګ ژوبله اوړیدلې ده.
یادونه: دا خبر د وي او ای اشنا څانګې نه اخیستل شوی دی
Forum