لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه : پاکستان به د افغان کډوالو لپاره د وېزې شرطونه اسانوي


د تېر مارچ په میاشت کښې ٢٠٠٠ نور افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. ویاند زیاتوي د کال ٢٠٠٢ نه تر اوسې پورې په مجموعي توگه ۴٣٠٠٠ کډوال واپس شوي دي
د تېر مارچ په میاشت کښې ٢٠٠٠ نور افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. ویاند زیاتوي د کال ٢٠٠٢ نه تر اوسې پورې په مجموعي توگه ۴٣٠٠٠ کډوال واپس شوي دي

د پاکستان لپاره د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي دي پاکستان به د جون د میاشت نه ورسته غیرقانوني افغان کډوال ستنوي خو د افغانانو لپاره به د ویزې اسان شرطونه پرځای کړي.

د یو این ایچ سي ار ترجمان قېصر افریدي د وي او ای ډیوه سره مرکه کې وویل پاکستان د افغان کډوالو په هېواد کې د پاتې کیدو لپاره درې نکاتي سټراټیجي هم اعلان کړې ده.

ښاغلي افریدي وویل پاکستان وايی چې په پاک افغان پوله به بارډر منېجمنټ یا د پولې انتظام کار ترسره کوي. پاکستان کښې به د کډوالو لپاره قانون او د افغان کډوالو لپاره به د وېزې اسان شرطونه جوړوي.

د تېر مارچ په میاشت کښې ٢٠٠٠ نور افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. ویاند زیاتوي د کال ٢٠٠٢ نه تر اوسې پورې په مجموعي توگه ۴٣٠٠٠ کډوال واپس شوي دي.

د ملگروملتونو ادارې ویاند قېصرافریدي وویل پاکستان کښې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده تر جون د میاشت پورې غځول شوې ده. هغه زیاته کړه د جون ورسته به پاکستان یوازې د هغه کډوالو د بیرته لیږلو لپاره کاروايی پېل کوي چې قانوي اسناد نه لري.

د وي او اې ډیوه سره د مرکې په وخت پاکستان کښې د یو اېن اېچ سي ار ویاند قېصر افریدي ویلي دي دا وخت پاکستان کښې تر ٢٧ لکهو زیات افغان کډوال مېشته دي. چې په درېو برخو کښې ویشل شوي دي.

قېصر افریدی وايی په دغو کښې یوقسم هغه ١۴ لکهه رجسټرډ کډوال دي چې په قانوني توگه مېشته دي او د نړیوالو مرستو ترڅنگ ورسره د اوسېدو لپاره پي او ار کارډونه هم دي.

دویم قسم هغه نهه لکهه کډوال دي چې یو وارې د ملگرو ملتونو د پروگرام د لاندې افغانستان ته تللي وو خو هلته د ناسمو حالاتو له وجې بېرته پاکستان ته راغلي دي. دغه کډوالو ته پاکستان کښې د یو خصوصي مهم د لاندې د اوسېدو لپاره قانوي کارډونه یا سیټیزن کارډونه ورکړې شوي دي. دوي پاکستان کښې اوسېدلې شي خو د نړیوالومرسته حقداره نه دي.

ویاند وايی دریم ډول کډوال د افغانستان هغه غېر قانوني وگړي دي، چې د پاکستان او افغانستان په شریک مهم کښې یې ځانونه اندراج کړي نه دي او د کډوالو د ادارې ترمخه ټوله شمېره یې څلور لکهه جوړېږي.

قېصر افریدی وايی د جون د میاشتې نه وروسته به پاکستان یواځې ددغه دریم ډول کډوالو په ضد کاروايي کوي.

ویاند وايي دا وخت په پاکستان کښې تر ټولو زیات کډوال په خېبر پښتونخوا کښې موجود دي چې شمېره یې نهه لکهه ده. ددې ترڅنگ په بلوچستان کښې درېنم لکهه، په پنجاب کښې یونیم لک، په سند کښې ٦٢٠٠٠ لکهه او باقي نور په کشمیر کښې مېشته دي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG