لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نامعلومو وسله والو له بنو یو پولیس حوالدار تښتولی دی


د خېبر پښتونخوا د بنو ضعلې څخه نامعلومه کسانو د پولیسو یو حوالدار تښتولی دی.

د ډان نیوز له مخې عرفان نومې یو پولیس حوالدار تېره شپه د ماسخوتن له نمونځ وروسته کور ته روان ؤ چې نامعلومه کسانو وتښتولو.

د تښتول شوي پولیس حوالدار په اړه معلومه شوې ده چې د پولیسو ضلعي امنیتي څانګه (ډي ایس بي) کې یې دنده ترسره کوله اؤ د پولیسو دغه څانګه عموماً استخباراتي معلومات راجمع کوي.

پولیسو د تښتول شوي عسکر د لټون لپاره سیمه کې عملیات پيل کړي خو وایي چې تر دې دمه یې د تښتونې په تړاؤ څوک نه دي نیولي.

تر دې وړاندې په څلورمه جنورۍ هم د خېبر پښتونخوا د لکي مروت سیمې څخه درې پوځيان نامعلومه وسله والو تښتولي وؤ.

همدا شان تېر کال په 18م نومبر نامعلومه وسله والو بنو کې په یوه امنیتي پوسته قبضه کړې وه اؤ 7 پولیس یې تښتولي وؤ خو دغه تښتول شوي پولیس بیا یوه ورځ وروسته راخلاص کړی شوي وؤ.

د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو او په ځانګړې توګه جنوبي او قبایلي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې په دې ورستیو کې زیاتې چټک شوې دي.

د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمه د تېرې میاشتې په وروستیو کې پخپل رپورټ کې ویلي وؤ چې د تېرکال په اوږدو کې په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ 670 پېښې مخې ته راغلي وې چې په دې کې 204 امنیتي عسکر اؤ 174عام وګړي وژل شوي دي.

د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي) د رپورټ له مخې کال 2024م کې د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې د پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې شوي دي چې شمیره یې 121 ده.

د رپورټ تر مخه په بنو کې د ترهګرۍ 116 اؤ په خېبر کې 80 پېښې مخې ته راغلي دي.

رپورټ کې ویل شوي چې تېرکال خېبر پښتونخوا کې په شوؤ ترهګریزو بریدونو کې 149 پولیس وژل شوي اؤ 232 نور ژوبل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG