په افغاانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر «یوناما» ویلي، ټاکل شوې نن د ستمبر پر 18مه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي په یوه ځانګړې غونډه کې د افغانستان د حالت په اړه خبرې وکړي.
یوناما د سه شنبې- نهې په ورځ پر خپله فېسبوک او ایکس پاڼه لیکلي چې د دفتر مشره او د ملګرو ملتونو د عمومي مشر استازې روزا اوتنبایوا به د امنیت شورا غړو ته د غونډې په یوه برخه کې د افغانستان د حالت په اړه معلومات ورکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم پر خپله انټرنیټ پاڼه لیکلي چې د سلوېنیا د وزیراعظم مرستیاله او د یورپي چارو لپاره د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیره تانجه فاجون به ددې غونډې مشري کوي او د یوناما مشره روزا اتنبایوا، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشره سیما بحوث او د امنیت شورا استازي به غونډې ته د افغانستان د حالت په اړه خبرې کوي.
امنیت شورا ویلي غړي به یې د افغانستان په اړه په یوه پرانیستې غونډه کې له بحث او خبرو وروسته د غونډې په پای کې د افغانستان په اړوند د بندو دروازو شاته سلا مشورې هم وکړي.
اوس مهال سلوېنیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډو د روان پړاو مشري پر غاړه لري. سیما بحوث د ملګرو ملتونو په هغو لوړپوړو چارواکو کې شامله ده چې په تېر 2023م کال کې یې افغانستان ته سفر کړی وو او په کابل او کندهار کې یې د طالبانو له ځینو چارواکو سره لیدلي وو.
ټاکل شوې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتنبایوا به د امنیت شورا نننۍ غونډې ته د افغانستان د حالت په ځانګړې توګه د بشري حقونو په اړه خپل درې میاشتنی رپوټ هم وړاندې کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ځانګړي استازي په هرو درو میاشتو کې د افغانستان د حالت په اړه د امنیت شورا غړو ته خپل رپوټونه وړاندې کوي.
مېرمن اوتنبایوا تر دې وړاندې د افغانستان د حالت په اړه خپل وروستی درې میاشتنی رپوټ د روان کال د جون میاشتې پر 21مه وړاندې کړی وو.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا غونډه په داسې حال کې رابللې چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده په لاس په افغانستان کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون له لاسلیک او منظورۍ وروسته په هیواد کې پر خلکو په ځانګړي ډول ښځو باندې نور بندیزونه هم لګولي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا او ددغې ټولنې یو شمیر لوړ پوړو چارواکو، نړیوالې ټولنې غړو او د بشري حقونو بنسټونو په افغانستان کې د طالبانو د نوي اخلاقي قانون عملي کیدل غندلي او ددغه قانون د منسوخېدو غوښتنه یې کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو یوې ډلې د دغه قانون د عملي کېدو په اړه ژوره اندېښنه ښکاره کړې او دا یې په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې پرشاتګ او په 90مه لسیزه کې د طالبانو په لومړنۍ واکمنۍ کې د سختو تګلارو بیا عملي کېدل بللې دي.
خو د طالبانو حکومت له دغو نیوکو سره سره ویلي ددغه قانون عملي کیدو ته ژمن دي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دغو انتقادونو ته توند غبرګون ښودلی او پر دغه قانون باندې د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د ادارو اندیښنې یې رد کړي دي .
د طالبانو حکومت په دوامداره توګه له ښځو سره د چلند په شمول، پر خپلو تګلارو باندې نړیوالې نیوکې رد کړي دي او دعوه کوي چې د عامو افغانانو په ګډون د ښځو حقونه له اسلامي شریعت سره سم خوندي دي.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو باندې د طالبانو لسګونه بندیزونه "جنسیتي اپارتایډ" بللی دی او یو شمېر افغان فعالانو له ملګرو ملتونو غوښتي چې د طالبانو په واکمنۍ کې جنسي اپارتایډ په رسمیت وپېژني.
د امر بالمعروف نوی قانون د طالبانو د اخلاقي پولیسو له خوا عملي کیږي. په دې قانون کې د سرغړوونکو لپاره له زباني خبرداریو نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې ټاکل شوي دي.
د طالبانو د امر بالمعروف قانون چې څلور فصله او 35 مادې لري د تیرې اګست میاشتې په 21 مې د طالبانوا نصاف وزارت خپور کړ چې له مخې یې پر افغانانو په ځانګړي ډول پر ښځو باندې په ورځني ژوند کې نور محدودیتونه هم لګول شوي دي.
ددغه قانون په 13مه ماده کې د ښځو په ږغ سندرې، نعتونه او قرأت او په مجموع کې په عامو ځایونو کې په لوړ اواز یو څه ویل یې هم عورت بلل شوي او منع شوي دي. په دې قانون کې د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم ضروري ګڼل شوي دي.
د طالبانو حکومت په تېرو څه باندې درو کلونو کې سخت فرمانونه عملي کړي اود دغو فرمانونو په نتیجه کې د تګلارو عملي کېدو پرمهال یې د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو د سلګونو ښځینه فعالانو په ګډون زیات شمیر فعالان او د بشري حقونو مبارزین نیولي او په زندانونو کې اچولي دي.
Forum