لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور یونېورسټۍ د سیمه یزې مطالعې مرکز پېژندگلو


د پېښور یونېورسټۍ ایریا سټډي سنټر
د پېښور یونېورسټۍ ایریا سټډي سنټر

د پاکستان بیلا بیلو پوهنتونونو کې د سیمه یزو مطالعو لږ تر لږه شپږ مرکزونه یا "ایریا سټډي سنټر" دي چې پکې د شمالي او جنوبي امریکایي هیوادونو، عربي هیوادونو، د جنوبي شرقي آسیایي هیوادونو او داسې نورو منطقو په سیاست، اقتصاد، ژوند ژواک او ورته موضوعاتو څیړنې کیږي.

د پېښور پوهنتون په ایریا سټډي سنټر کې د مرکزي آسیایي هیوادونو مطالعه کېږي او د مرکز ډایریکټر پروفیسر ډاکټر شبیر احمد خان وي او ای ډیوه ته وویل مرکز د پارلیمان د یو ایکټ لاندې کال ١٩٧٥ کې جوړ شو اوباقاعده کار یې ١٩٧٨کې شروع کړو او زده کونکو ته د پي ایچ ډي او ایم فل ډګریانې ورکوي.

پروفیسر شبیر احمد خان وایي په لومړیو کې د پېښور په ایریا سټډي سنټر کې د آسیایي هیوادونو او افغانستان مطالعه کیده خو وروسته حکومت روسیه اوچین هم پکې شامل کړل. ډاکټر شبیر وایي مرکز نه ٨٣ د پي ایچ ډي او٢٩ د ایم فل زده کونکي فارغ شوي او خپلې مقالې یې لیکلې دي.

د مقالو د موضوعاتو پحقله پوهاند شبیر احمد خان وایې دې کې د افغانستان د ثور انقلاب، د ډیورنډ په کرښه، د افغانستان او پاکستان تر مینځه تجارت، په نوې لویې لوبې (نیو ګریټ ګیم)، د شوروي نه د آذادۍ ورستو د مرکزي آسیایي هیوادنو مشکلات او داسې نور موضوعات شامل دي.

ډاکټر شبیر زیاته کړه اکثره مقالې چاپ شوې او په انټرنیټ هم موجودې دي ځکه چې د یوې مقالې لپاره څیړونکی د پنځو نه تر اتو کالو پورې زیار وباسي خو دې کې بیا داسې هم دي چې لا چاپ نه دي.

خو هم ددغه مرکز یو بل استاد پروفیسر ډاکټر شفیع وایي دا مقالې نه یوازې حکومتونو بلکې نورو څیړنیزو ادارو لپاره هم ګټه ورې وي چې رڼا کې یې تګ لیاره جوړه کړي خو زیاتوي د بده مرغه حکومت ددې نه هاغه شان استفاده نه کوي څنګه چې پکار ده. وایي دا څیړنیز مرکزونه جوړ شوي ددې لپاره دي چې حکومت ته نورو هیوادنو سره سیاسي، امنیتي، تجارتي او نورو اړیکو جوړولو کې اسانتیا ورکړي خو د بدقسمتۍ نه اکثره مقالې المارو کې بندې پاتې شي.

ډاکټر شفیع د څیړونو په طریقه هم نیوکه کوي او وایي مونږ اوس باید خپلو څیړونو کې هاغه مواد شامل کړو چې بې طرفه او د نړیوال معیار مطابق وي او صرف په کاغذ نه بلکې عمل کې هم د اعتبار وړ وي. بلخوا د مطالعاتي مرکز رییس ډاکټر شبیر احمد خان وایي دلته نه چې کوم پوهاند فارغ شوي دي هغوي د هیواد خدمت تر سره کوي او زمونږ هر وخت هڅه وي چې څومره ممکنه وي بهتري راولو. وایي د مرکز نظام په کلکې څارنې او ساینسي جاج ولاړ دی خو د ښه والي ګنجایش هر وخت موجود وي.

د پیښور پوهنتون د سیمه یزو مطالعو مرکز وخت په وخت په مختلفو موضوعاتو سیمنارونه او کانفرنسونه هم کوي چې پکې نه یوازې ځایي بلکې خارجي پوهان هم په دغو موضوعاتو خپلې تجربې او څیړنې شریکوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG