لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي سفارت: د طالبانو ویجاړوونکي او له تاوتریخوالي اعمال نړۍ په غوسه کوي


د جمهوري ریاست وايي د افغانستان او ترکیې ولسمشرانو محمد اشرف غني او رجب طیب اردوغان پرون په خپلو ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر همکارۍ او سوداګرۍ هم خبرې وکړې
د جمهوري ریاست وايي د افغانستان او ترکیې ولسمشرانو محمد اشرف غني او رجب طیب اردوغان پرون په خپلو ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر همکارۍ او سوداګرۍ هم خبرې وکړې

په کابل کې د امریکا سفارت په یوه ټویټ کې ویلي "له خپلو متحدینو او ملګرو سره یوځای موږ وژنې، تښتونې او د مهمو زیربناوو ویجاړول غندو، طالبان باید پر دې پوه شي چې د هغوی ویجاړوونکي او له تاوتریخوالي ډک اعمال نړۍ په غوسه کوي او باید په افغانستان کې د سولې په خاطر ترې لاس واخلي".

وسله والو طالبانو د اروپايي ټولنې او ګڼو نورو هېوادونو هغه راپور رد کړی چې دغه ډله یې د وروستیو هدفي بریدونو او ورانکاره فعالیتونو مسووله بللې وه.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې اعلامیه کې ویلي چې د اروپايي ټولنې او څو نورو هېوادونو وروستۍ څرګندونې بې اساسه دي او دوی یې ردوي.

اروپايي ټولنې یو ځل بیا ویلي وو چې افغان جګړه باید د خبرو له لارې ختمه کړل شي او دوی د سولې له ټولو هڅو ملاتړ کوي.

د افغانستان د روانو ناخوالو ختمولو په هدف په قطر کې د پیل شویو مذاکرو په بهیر کې راغلي ځنډ، حکومتي چارواکي نهیلي کړي دي.

په کابل کې د امریکا سفارت په یوه ټویټ کې ویلي "له خپلو متحدینو او ملګرو سره یوځای موږ وژنې، تښتونې او د مهمو زیربناوو ویجاړول غندو، طالبان باید پر دې پوه شي چې د هغوی ویجاړوونکي او له تاوتریخوالي ډک اعمال نړۍ په غوسه کوي او باید په افغانستان کې د سولې په خاطر ترې لاس واخلي"
په کابل کې د امریکا سفارت په یوه ټویټ کې ویلي "له خپلو متحدینو او ملګرو سره یوځای موږ وژنې، تښتونې او د مهمو زیربناوو ویجاړول غندو، طالبان باید پر دې پوه شي چې د هغوی ویجاړوونکي او له تاوتریخوالي ډک اعمال نړۍ په غوسه کوي او باید په افغانستان کې د سولې په خاطر ترې لاس واخلي"

د روانو چارو کتونکی منصور یوسفزی وایي روانو حالاتو په خلکو بد اغیز کړی د سولې خبرو پر ځای ناهیلې او دا ویره لري چې شته برخلیک یې ګډوډ نه شي.

منصور وایي که وسله وال د خلکو غوښتنې نه منی له حکومت هیله ده چې د خلکو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د ترکیې ولسمشر د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي او هدفي وژنو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلي.

د جمهوري ریاست وايي د افغانستان او ترکیې ولسمشرانو محمد اشرف غني او رجب طیب اردوغان پرون په خپلو ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر همکارۍ او سوداګرۍ هم خبرې وکړې.

د ملي امنیت پخوانی ریس رحمت الله نبیل وایي په هره قربانۍ چې کیږي دا نظام باید وساتو اوسنی نظام دا نه شي زغملی بیا یو نظامي ماتي وخوري څو یو مرکزي حل لار پیدا کړو هغه په دې.

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ایران ته تللی او هلته یې د ایران بهرینو چارو وزیر سره د سولې په بهیر غږېدلی دی، همدا راز د عباس ستانکزي په مشرۍ یو پلاوی روسیې ته ولاړ، ځینې ضد او نقیضې څرګندونې یې وکړې.

شنوونکي هم په دې باور دي چې د امریکا له لوري د تړون بیا ارزولو پرېکړې طالبان وارخطا کړي، ځکه خو د امریکا سیالیو هېوادونو ته یې سفرونه پیل کړي دي.

د خوست په ګډون په ننګرهار، لغمان او پکتیا ولایتونو کې لسګونو کسانو د افغانستان د نظام، اساسي قانون او جمهوریت په ملاتړ او د عباس ستانکزي د وروستیو څرګندونو په غبرګون لاریونونه کړي دي.

عباس ستانکزي د سولې لپاره د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني استعفا د خپلې غوښتنې په توګه یاده کړې وه.

خلک له وسله والو طالبانو د خشونت، هدفي وژنو او لویو ښارونو کې د بریدونو ودریدو غوښتنه کوي.

نن کابل دد وو هدفي چاودنو شاهد و. لومړۍ چاودنه نن سهار کابل کې د خامه پرېس رسنۍ د موسس او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دفتر رييس خشنود نبي‌ زاده پر موټر مقناطيسي ماين چاودنه شوې، خو نوموړي ته په‌ کې زيان نه‌دی رسېدلی.

خو دوهمه چاودنې په اړه یوې امنیتي سرچینې ویلي د اوومې امنیتي حوزې اړوند د ملي اردو یو رینجر موټر باندې مقناطیسي بم چاودنه کړي چې دوه تنه وژل شوي او یو بل کس زخمي دی.

د کابل پولیسو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG