لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن او د برطانيي وزیراعظم په وایټ هاوس کې ملاقات کوي


سټارمر وویل په واشنګټن کې به د یوکرېن او د منځني ختیځ د موصوعاتو په شمول امریکايي سره سټرټيجېک ملاقاتونه کوي
سټارمر وویل په واشنګټن کې به د یوکرېن او د منځني ختیځ د موصوعاتو په شمول امریکايي سره سټرټيجېک ملاقاتونه کوي

د امریکې صدر جوبایډن د جمعې په ورځ‌ په وایټ هاوس د برطانيي وزیراعظم کېیر سټارمر سره ملاقات کوي. دا ملاقات په داسې حال کې کېږي چې یوکرېن غواړي امریکا او برطانیه یوکرېن په ورکړی شويو وسلو قدغنونه لرې کړي چې یوکرېني ځواکونه يې په روس په حملو کې استعمالولوی شي.

وایټ هاوس داسې څرګندونې کړي ګنې یوکرېن ته د وسلو په اړه تګلاره کې په بدلون غور وکړي. د روس صدر ولادمير پوټن خبرداری کړی چې یوکرېن د اوږدې فاصلې مزایلو استعمال به د نېټو پوځي اتحاد روس سره د جنګ په ډګر روان کړي.

یوکرېني چارواکو په روس کې دننه حملو دپاره د مغربي ملکونو وسلو د استعمال غوښتنه دا هفته کیف ته د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن او د برطانيي خارجه وزیر ډېوېډ لېمی د دورې په مهال تکرار کړه. بلېنکن وویل د هغه یقین دی چې بایډن او سټارمر به په خپل ملاقات کط دې موضوع خبرې وکړي. هغه دې خبرې ته هم پاملرنه وکړه چې د جنګ په اړه د روس په تګلاره کې بدلون سره سم امریکې هم په خپله تګلاره کې د ضرورت مطابق تبدیلۍ کړي دي.

امریکې یوکرېن ته د ورکړی شویو وسله استعمال سرحدي علاقو او د یوکرېن د دفاع پورې محدود کړی او نه غواړي چې د یوکرېن شخړه په پراخه کچه جنګ کې بدله شي.

د امریکايي چارواکو ترمخه که څه د دواړو ملکونو د وسلو د استعمال خبره به د بایډن او د سټارمر د ملاقات په موضوعاتو کې شامله وه خو دا توقعو نه کېږي په دې لړ کې به په تګلاره کې د بدولون اعلان وشي.

خبریالانو سره دا هفته یوه مکالمه کې د صدر بایډن نه پوښتنه وشوه چې ایا هغه تیار دی چې په یوکرېن محدودیتونه نرم کړي، نو هغه وویل "مونږ پن دې کار وو."

پوټن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ‌ خبرداری وکړو چې یوکرېن ته د اوږدې فاصلې حملو اجازت د ورکولو معنا به دا وي د نېټو ملکونه، امریکا او نور يورپي ملکونه د روس سره په جنګ دي.

پوټن وویل که چېرې داسې وي نو دا خبره دې په ذهن کې وساتل شي چې د دې جنګ په نوعیت کې بدلون سره به روس هم د ورپېښو خطراتو په بنیاد مناسبې فېصلې کوي.

د پوټن خبرې د هغه دریځ سره سمون خوري چې کرېملېن په یوکرېن کې د جنګ د شروع کېدو راهسې خپل کړی چې په کې په مغربي ملکونو د یوکرېن په شخړه کې د شرکت الزام لګول کېږي او د جوابي اقداماتو دړکې کوي.
د دې کال په شروع کې پوټن ویلي وو چې که چېرې مغربي ملکونه یوکرېن ته د روس په ضد د اوږې فاصلې وسلو د استعمال اجازت ورکوي نو روس هم د مغربي ملکونو هدفونه ویشتلو دپاره نورو ملکونو ته د اوږدې فاصلې وسلې ورکولی شي.

د پوټن د زیارت، پنجشنبې، د ورځ خبرو ته په جواب کې سټارمر امریکې ته د سفر په مهال وویل برطانیه د روس سره شخړه نه غواړي.

سټارمر خبریالانو ته وویل روس دا شخړه شروع کړه، په غېرقانوني توګه یې په یوکرېن یرغل وکړو او روس په سمدستي ډول دا جنګ ختمولی شي.

هغه وویل یوکرېن د خپلې دفاع حق لري، برطانیه يې په مکمله توګه د خپلې دفاع حمایت او مرسته کوي، یوکرېن ته تربیت او صلاحیت ورکوي "خو مونږ د روس سره هېڅ ټکر نه غواړوو _ زمونږ داسې هېڅ اراده نیشته."

د یوکرېن صدر ولادومېر زېلېنسکي غوښتنه کوي چې امریکا دې ورته د روس دننه، د سرحدي علاقو نه لرې، د روس په هوايي اډو او د مزایلو چلولو په مرکزونو د حملې اجازت ورکړي. زېلېنسکي د امریکې نه د اوږدې فاصلې نوره وسله هم غواړي.

امریکايي چارواکي وایي امریکا دومره وسله نه لري چې په لوی مقدار کې يې یوکرېن ته ورکړي چې په نتیجه کې يې د جنګ په مېدان لوی بدلون وشي.

سټارمر وویل په واشنګټن کې به د یوکرېن او د منځني ختیځ د موصوعاتو په شمول امریکايي سره سټرټيجېک ملاقاتونه کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG