لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان مبینه سمګلر په اړه امریکې د دوو مېلین ډالرو انعامونه اعلان کړي


مېکسیکو سره د امریکې د سرحد یو منظر. سټېټ ډپارټمنټ وايي د علي خان د تنظيم په څېر يو شمېر نورې د سمګلرانو ډلې بې وځله خلک په هدف کوي او په جعلي اسنادو يې امريکا ته په سختو او خطرناکو لارو استوي چې ډېر خلک پکې په لاطيني او مرکزي امريکايي‌ ملکونو کې شوک مار او غله ولوټي
مېکسیکو سره د امریکې د سرحد یو منظر. سټېټ ډپارټمنټ وايي د علي خان د تنظيم په څېر يو شمېر نورې د سمګلرانو ډلې بې وځله خلک په هدف کوي او په جعلي اسنادو يې امريکا ته په سختو او خطرناکو لارو استوي چې ډېر خلک پکې په لاطيني او مرکزي امريکايي‌ ملکونو کې شوک مار او غله ولوټي

د امرېکې سټېټ ډېپارټمنټ یا خارجه وزارت د مبینه پاکستاني سمګلر عابد علي‌ خان په اړه د معلوماتو شریکولو په سر په مجموعي توګه د دوو مېلین ډالرو دوه انعامونه اعلان کړي دي.

لومړی انعام يو ميلين ډالر دی چې هغه چاته به ورکړل کېږي چې د عابد علي خان په اړه داسې معلومات ورکړل چې په بنیاد یې هغه ونيول شي او د خپل جرم په سر د انصاف سره مخامخ کړي شي.

دويم انعام هم يو ميلين ډالر دی او هغه چاته به ورکړل کېږي چې په مبینه توګه د انسانانو د سمګلنګ سره تړلي د عابد علي‌ خان د کاروبار او نېټ ورک په اړه معلومات ورکړي.

په عابد علي خان تور دی چې په پاکستان کې داسې يو نېټ ورک یا جال لري چې د اېشيا او مينځني ختیځ نه خلک په جعلي کاغذونو امريکا ته لېږي او خلکو له په نړيواله کچه د سفرونو د پاره جعلي سفري اسناد هم برابروي.

سټېټ ډپارټمنټ وايي د علي خان د تنظيم په څېر يو شمېر نورې د سمګلرانو ډلې بې وځله خلک په هدف کوي او په جعلي اسنادو يې امريکا ته په سختو او خطرناکو لارو استوي چې ډېر خلک پکې په لاطيني او مرکزي امريکايي‌ ملکونو کې شوک مار او غله ولوټي او په ورځو ورځو بغېر د خوراک څښاکه دغه اوږده سفرونو کې ډېر کسان غاروغه شي او ځينې پکې د مرګ خلې ته هم ورشي.

د سټېټ ډپارټمنټ ترمخه د سږکال د اپرېل په اوومه نېټه د امريکې د انصاف وزارت په ورجينيا کې د علي خان په ضد خلک په جعلي اسنادو امريکې ته د رالېږلو فرد جرم ولګولو.

هم په دغه ورځ د امريکې د خزانې وزارت هم د بشري قاچاق په الزام د عابد علي خان په ضد اقتصادي بنديزونه ولګول.

د عابد علي خان په اړه دغه انعامونه د سټېټ ډيپارټمنټ د نړيوالو جرمونو د مخنيوې د څانګېTOCRP لخوا اعلان شوي.

د دغې پروګرام د لاندې د کال ۱۹۸۶ نه تر اوسه پورې د ۷۵ نه زيات مجرمان د انصاف منګولو ته سپارل شوي او د ۱۳۵ ميلينه ډالرو نه ډېر رقم په انعامونو کې هغه چاته ورکړل شوي چې د دغو مجرمانو په نيولو کې يې معلومات ورکړي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG