د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په اسرایل باندې د ۷.۴ بیلینه ډالرو په ارزښت د بمونو، مزایلو او نورو اړوندو سامانونو خرڅول منظور کړې.
د امریکا د دفاع امنیتي همکارۍ ادارې ویلي چې پدې خرڅ کې د ۶.۷۵ بیلینه ډالرو په ارزښت بمونه، د توغندیو/مزایلو وسایل، فیوزونه او د ۶۶۰ میلیون ډالرو په ارزښت د هیلفایر مزایل هم شامل دي.
د دفاع امنیتي همکارۍ ادارې په اعلامیې کې ویل شوي چې د وسلو پدې وړاندیز شوي خرڅ سره به اسرایل وکړي شي د اوسنیو او راتلونکو ګواښونو په مقابل کې خپلې وړتیاې پراخې کړي،اود سیمه ایزو ګواښونو مخه به ونیسي.
په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې د مزایلو په تر لاسه کولو سره به د اسرایل هوایي ځواکونو وړتیا بهتره شي او وبه کړی شي چې د دې هیواد د سرحدونو، انفراسټرکچر او د خلکو د ګڼې ګوڼې مرکزونو دفاع پرې وکړي.
سره لدې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اسرایل باندې ددې وسلو پلور منظور کړی خو کانګرس لا منظوري نه ده ورکړې. خو څنګه چې اسرایل په منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو نږدې متحد دی، احتمال نشته چې کانګرس به د وسلو دا خرڅول رد کړي.
په اسرایل باندې د وسلو د خرڅولو دا خبر داسې مهال ورکول کیږي چې د دې هیواد مشر، بنیامین نتنیاهو واشنګټن ته راغلی چې په غزې کې د حماس سره د اوربند راتلونکي پړاو په هکله د امریکایي چارواکو سره سلا مشورې وکړي.
د اسرایل صدراعظم بنیامین نتنیاهو، چې د اکتوبر پر اوومه د حماس د وسله والو د ناڅاپي برید له کبله د اسرائیل د استخباراتي ناکامۍ له امله د کور دننه له پراخو نیوکو سره مخ دی، تورن شوی چې د جګړې په لومړیو کې د یرغملشویو د خوشې کولو د تفاهم د لاسلیکولو په برخه کې یې ځنډ کړی دی.
Forum