لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په چینايي سامانونو ټېکسونه ۲۵ فیصده زیات کړي


امریکې د چین جوړ د ۲۰۰ ارب ډالرو درامد کوونکو سامانونو باندې ټیکسونه د لس فیصد نه ۲۵ فیصد ته زیات کړي.

چین نن ویلي دوي د امریکې په دغه فیصله ډېر خفګان کوي او دا چې ددې خلاف به ضروری ځوابي ګام پورته کوي.

د چین جوړ سامانونو باندې پداسې حال ټیکسونه زیات کړی شوي چې د چین نایب وزیراعظم لیو هي په واشنګټن کې د امریکي د تجارت نماینده رابرټ لایټ هایزر او د خزانې وزیر سټیون منوشن سره د دواه ملکونو د تجارت په سر خبرې اترې کوي.

د زیارت په ورځ د امریکې او د چین د تجارت نمایندګانو یو تړون ته رسیدو لپاره دوه ورځنۍ خبرې اترې شروع کړې وې که څه هم ویلي په چین باندې به درانه ټیکسونه عملي کوي.

د سپينې مانړۍ لخوا يو بيان کې وييل شوي چی د چين د نايب وزيراعظم ليو هي سره د خبرو اترو وړاندې د امريکا د تجارت نماینده رابرټ لایټ هایزر او د خزانې وزیر سټیون منوشن صدر ټرمپ د چين تجارتي مزاکراتو نه خبر کړې وو.

د تجارتی مزاکراتو دا لړۍ هغه وخت هم د ځنډ سره مخ شوه، چه د زيارت په روځ د امريکا لخوا په چين باندې د تړون نه پشا کيدو تورونه و لگيدل او صدر ټرمپ ووييل چی امريکا د چين سره يو تړون ته ډيره نيزدې وه خو په عين وخت کې د چين د مزاکراتو ډلې د خبرو اترو د بيا کولو غوښتنه اوکړه.

صدر ټرمپ وايي، د چين د صدرشي جنگ پي ده ته په يو خط کې د دوانړو هیوادونو تر منځ د همکارۍ کولو خبره کړې ده.

د امريکا لخوا په چیناۍ سامانونو باندې د ټیکسونو زیاتولو په غبرگون کی چين هم سخت رد عمل ښودلې او د هيواد د تجارت وزارت وياند گاو فينگ پرون خبريالانو ته ويلي، چين هيث رقم فشار نشي منلې او خبردارې يی ورکړې دوي به هم په امريکاۍ درامداتو باندې ورته ټيکسونه زيات کړی او دا چی چين خپل مفاداتو په ساتلو او د دې په دفاع باندې خه پوهيگی.

گرچی امريکا وايي، دی ته نيزدې دي چی د چین په سامانونو نور ټيکسونه زيات کړي، خو صدر ټرمپ ويلي، د چين سره تجارتی جگړه نه غواړي. بيا ځينې اقتصاد پوهان وايي، کيدی شي د امريکا لخوا دا گام هغه اقتصادي گټو ته تاوان اورسوي، چه د کال په سر کې ليدلې وه او ټيکسونو کې زياتوالې دا وده نيم په نيمه راکوزولې شي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG