د امریکې د کانګرس هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د نهې، سه شنبې، په ورځ د وفاقي حکومت لنډ مهاله بجټ منظور کړو چې ترمخه به يې د مارچ د ۱۴ نېټې وروسته د حکومت نظام چلېدو دپاره پېسې موجود وي.
لڼد مهال بجټ چې کنټېنوېنګ رېزولوشن، سي ار، هم بلل کېږي د ۲۱۳ په مقابل کې په ۲۱۷ ووټونو منظور کړی شو. د واکمن ريپبلېکن پارټۍ یو غړي د بجټ په مخالفت کې او د حزب اختلاف ډېموکرېټېک پارټۍ یو غړي د بجټ په حق کې رای ورکړه.
د صدر ډانلډ ټرمپ ريپبلېکن پارټي په هاوس او په اېوان بالا یا سېنېټ کې اکثریت لري. په هاوس کې د منظورۍ وروسته به د لنډ مهاله بجټ مسوده سېنېټ ته وړاندې کېږي او په سېنېټ کې د منظورۍ وروسته به پې صدر دستخط وکړي او د قانون شکل په اختیار کړي.
د وایټ هاوس ترجمانې کېرولاین لېوېټ د نهې، سه شنبې، په ماسپښين د خبریالانو سره خبرو اترو کې وویل د سي ار خلاف ووټ ورکول به د امریکې ولس ته او هغه تحریک ته نقصان ورسووي چې صدر ټرمپ په تېرو ۵۱ ورځو کې جوړ کړی دی.
په سېنېټ کې د منظورۍ دپاره پکار ده چې د بجټ په حق کې ۶۰ ووټونه ورکړی شي او د دې مطلب به دا وي چې د ډېموکرېټېک پارټۍ سېنېټران هم يې په حمایت کې رای ورکړي.
په سېنېټ کې د ريپبلېکن پارټۍ د سېنېټرانو مشر جان تون د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل تیار دي چې د جمعې په ورځ په بجټ ووټونه وشي او دا ډول د حکومت چارې دوامداره پاتې شي خو دا خبره په ډېموکرېټېس انحصار لري چې څه کول غواړي.
د هاوس سپيکر مایک جانسن د بجټ په اړه د ريپبلېکن پارټۍ دننه اختلافات د ختمولو دپاره کوښښونه کړي وو. هغه د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل د اووه میاشتو دپاره د لنډ مهاله بجټ منظوري د صدر ټرمپ د دې تګلارې دپاره اهمیت لري چې په ډپارټمنټ اف ګومنټ افيشېنسي یا ډوژ دلارې په حکومت کې د وسایلو د ضایع کېدو مخنیوي وکړی شي.
غېر جانبداره څارنه کوونکي او څېړونکي وايي ډوژ په پراخه کچه د درغلۍ دعوي کوي چې دا ډول د وفاقي حکومت په پروګرامونو او دفترونو کې په لویه پېمانه کمی وکړي.
تامس مېسي د ريپبلېکن پارټۍ یوازنی غړی و چې د بجټ په مخالفت کې يې ووټ ورکړو د دې باجود چې ټرمپ د ګل، دوشنبې، په ورځ د سوشل میډیا په وېب پاڼه ټروت سوشل غوښتنه وکړه چې که چېرې مېسي د بجث خلاف ووټ ورکړو نو خپله چوکۍ دې وبېلي.
د بجټ په اړه یوه پوښتنه دا ده چې د کال ۲۰۱۷ د ټېکس مراعات څنګه غځېدل کېدی شي او د بجټ خساره څنګه کمه کړی چې هغه پروګرامونه متاثر نه شي چې امریکايي ووټران ترې ګټه پورته کوي.
په سېنېټ کې د ډېموکرېټېک پارټۍ د غړو مشر چک شومر وویل ټرمپ، ایلان مسک او د سېنېټ د ریپبلېکن پارټۍ غړو ته دا حساب کتاب معلوم دی چې ارب پتي سرمایه دارانو ته په ټېکس کې مراعات په اصلاحي پروګرامونو کې د کمي نه بغېر نه شي ورکړی کېدی.
د سېنېټ مشرانو دا تجویز وړاندې کړی چې په ټېکس کې مجوزه مراعات دې د منظورۍ دپاره وروسته په جدا قانوني مسوده کې وړاندې کړی شي.
Forum