لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوالې ټولنې د افغان ښځینه فعالانو په بې درکۍ تشویش څرګند کړی


د اټلي په روم ښار کې د یوې مظاهرې ګډون وال د افغان مېرمنو سره د یوالي اظهار کوي
د اټلي په روم ښار کې د یوې مظاهرې ګډون وال د افغان مېرمنو سره د یوالي اظهار کوي

افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ټامس وېسټ‌ افغانستان کې په خصوصي توګه دښځو فعالینو د بې درکیو په رپورټونو فکرمندي ښودلي او د طالبانو نه یې غوښتنه کړې چې د بې درکه ښځو فعالینو راخوشې کولو لپاره دې ګامونه پورته کړي.

نوموړي دا خبرې پداسې حال کړي چې د بشري حقونو نړیوالې ادارې هیومن راېټس واچ ویلي په افغانستان کې د ښځو فعالینو په زور د بې درکه کېدو ته د طالبانو ځواب د هغوي ارادې ښکاره کړي چې د طاقت د غیر قانوني استعمال د لارې د ښځو فعالینو اوازونه غلي کړي.

ټامس وېسټ د ټوېټردلارې پوښتنه کړې چې نړۍ د افغان ښځو فعالینو، تمنا پروانا او عالیه په اړه حېرانه ده چې هغوي چېرته دي؟

ښاغلي وېسټ وویل هغه او ملګري یې د دغه بې درکه شوو افغان فعالینو په حفاظت خپلو کورونو ته د ستنېدو لپاره کوششونه کوي. نوموړي‌ وویل د اظهار ازادي د ټولو افغانانو بنیادي حق دی.‌

د افغان ښځو، جینکو او بشري حقونو لپاره د امریکې ځانګړې استاذې رینا عامري په خپل ټوېټر پېغام کې د تمنا زریاب پریاني،‌ پروانه ابراهیم خېل،‌ عالیه عزیزي او نورو افغان فعالینو په فوري توګه د خوشې کېدو غوښتنه کړې او په افغانستان کې یې د زدکړو،‌ روزګارونو او بشري‌حقونو لپاره کوټلي‌ ګامونو پورته کولو غږ کړی.

بلخوا د یورپي اتحاد، فرانس، جرمني،‌ اټلي،‌ ناروی، برطانیې او امریکې خصوصي استاذو اوسلو کې د جنورۍ په ۲۴ مه نېټه ‌ د افغانستان په ا منیتي‌ وضع او بشري حقونو په اړه د افغان طالبانو او د افغان د مدني ټولنې فعالینو سره د ملاقاتونو وروسته په یو شریکه اعلامیه کې په دې خبره ټینګار کړی و چې افغانستان کې د بشري حقونو بحران او د ټولو افغانانو د ستونزو مخنیوي لپاره دې ضروري‌ ګامونه پورته کړی شي.

یورپي هېوادونو او امریکې په طالبانو زور راوړی چې د بشري حقونو زیاتو شوو سرغړونو،‌ د ښځو فعالینو په زور بندي ‌کولو، د خلکو په جبري بې درکیو،‌ د میډیا بندیزونو،‌ د عدالت نه ماورا وژنو، په ښځو تشدد، او د جینکو په تعلیم بندیز ودرولو او ددې ختمولو لپاره ګامونه واخلي.‌

څو ورځې وړاندې د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې او اېمنېسټي انټرنېشنل په کابل کې د دوو ښځینو فعالانو په لادرکۍ ژورې اندېښنې څرګندې کړې وې او د طالبانو نه یې غوښتنه کړې وه چې د دوی په اړه پلټنې وکړي‌ او زر تر زره یې خوشې کړي.

د جنورۍ د 19مې په شپه په کابل ښار کې بې درکه شوي دوې ښځینه فعالانې تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خېل تر اوسه لا هم خپلو کورونو ته نه دي ستنې شوې.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې پخپل بیان کې ویلي، د تمنا پریاني، پروانه ابراهیم خېل او نورو ښځینه فعالانو په ظاهره جبري ورکېدو ته د طالبانو غبرګون د دوی اراده څرګندوي چې غواړي په غیرقانوني توګه د ښځو د مخالفو اوازونو مخه ونیسي.

د جنورۍ پر شپاړسمه مېرمن پریاني او پروانه ابراهیم خېل په کابل کې په ښځو د زور پردې کولو او د طالبانو د یو لړ نورو بندیزونو پر ضد په احتجاجونو کې برخه اخیستې وه.

د ایچ آر ډبلیو د رپورټ له مخې عیني شاهدانو دعوه کړې چې د جنورۍ د 19مې په شپه وسلوالو کسانو- چې وایي د طالبانو استخبارات وو- د مېرمن پریاني د کور دروازه یې ماته کړې او د هغې په ګډون یې د هغې درې خویندې هم د ځان سره بوتلې دي.

د مېرمن تمنا هغه وېډیو هم پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې- چې وایي طالبان یې کور ته ورغلي او هغه پکې په چیغو وایي طالبان یې د کور دروازې ته ولاړ دي. تمنا په دې ويډیو کې نارې وهي چې ورسره دې مرسته وشي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د فرانس پریس خبري‌ ایجنسۍ سره په مرکه کې یوې خواته ویلي حکومت یې حق لري چې د خپلو مخالفینو خلاف اقدامات وکړي، خو بلې خواته وایي دوی په کابل کې ښځینه احتجاج کوونکې نه دي‌ نیولې.

مجاهد تور پورې کړی وو چې په کابل کې ځینې ښځې د دې لپاره د دوی د حکومت په خلاف احتجاجونه کوي چې وایي بهرنیو هېوادونو ته د تګ لپاره لاره جوړه کړي.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG