لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران د صدر ټرمپ د خبرو بلنه رد کړې


د پاسداران انقلاب د مشر دغه خبرې د ايران نيمې سرکاري خبري ادارې تسنيم رپورټ کړي چې هغې پکې ویلي ايران به د خپل اېټمي پروگرام په سر د امريکې خبرې وه نکړي
د پاسداران انقلاب د مشر دغه خبرې د ايران نيمې سرکاري خبري ادارې تسنيم رپورټ کړي چې هغې پکې ویلي ايران به د خپل اېټمي پروگرام په سر د امريکې خبرې وه نکړي

د ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو مشر د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ دا بلنه رد کړې چې ایراني مشران دې ورسره خبرې وکړي.

د پاسداران انقلاب د مشر دغه خبرې د ايران نيمې سرکاري خبري ادارې تسنيم رپورټ کړي چې هغې پکې ویلي ايران به د خپل اېټمي پروگرام په سر د امريکې خبرې وه نکړي.

خبري ادارې د جنرل ياد الله جواني له قوله ویلي ايران به چېرې هم د امريکې سره خبرو ته نه کښېني او ګواښ يې کړې چې امريکا د ايران په ضد د پوځي يرغل توان نه لري.
جنرل ياد الله دا خبره په داسې حال کړې چې د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ خبريالانو ته ويلي وو غواړي چې د ايران سره خبرې وکړي خو ايراني مشران دې ده ته ټيلي فون وکړي، خو د ايران د انقلابي دستې مشر جنرل يادالله جواني د دصدر ټرمپ دغې غوښتنې ته په خپل غبرګون کې وویل ايران د امريکا سره نورې خبرې نه شي کولی.

د امريکا د دفاعي قايم مقام وزير پېټرک شنان د جمعې په ورځ خبريالانو ته وویل ايران له په دې خبره پوهېدل پکار دي چې که چېرې په امريکا يې بريد وکړو نو سخت غبرګون سره به مخ شي، نومړي خبريالانو ته ووېل، " مونږه په منځني خیتځ کې ترهګرۍ په ضد په مبارزه کې بوخت يوو او غواړو چې په دغه سيمه کې امن ټېنګ کړو، مونږه غواړو چې په دغه سيمه کې روانې پټې جګړې له مينځه يوسو او خپله دفاع هم وکړو، مونږه په منيځني خیتځ کې تندروي ختمول غواړو."

د امريکا سمندري بیړه USS Abraham Lincoln او څلور B-52 بمبار جنګي جازونه په داسې حال مينځني ختیځ ته رسېدلي دي چې ګنې ايران په دغه سيمه کې د امريکايې اهدافو په ضد د بريد پلان لري.

د امريکا د مرکزي کمان وياند د نيوي کېپټن ويليم اوربن وي او ای ته ويلي جنګي بېړه د زيارت په ورځ د نهر سوېز د لارې په خليج فارس کې داخله شوې ده.

د امريکا پوځي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ويلي جنګي جازونو د قطر په حدېد اېر بېس کې خپلې تيارۍ نيولي دي.

د امريکا د پوځونو د مرکزي کمان مشر جنرل کېنېت فرېنک د شور په ورځ په واشنګټن کې ويلي د ايران د دهړکو وروسته يې مينځني خطيز ته اضافي جنګي جازونه او سامان استولي دي،

د امريکا د هوايې ځواک مشر جنرل ډيوډ ګولډ فاېن وي او ای ته ويلي د امريکا دغه پوځي حرکت ايران ته يو پېغام ورکوي چې دوي د هر قسمه خطرو په وخت د ځواب ويلو توان لري.

مينځني خطيزته د امريکا جنګي بېړۍ او جنګي جازونه په داسې حال رسېدلي دي چې يورپي مشرانو هم د ايران لخوا د ګواښونو په غبرګون کې ويلي دې سره به د ايران جوهري لوظنامه له مينځه لاړه شي.

د ايران صدر حسن روحاني د شورو په ورځ د صدر ټرمپ لخوا د بنديزونو په غبرګون کې ويلي وو که چرې يورپي مشرانو د امريکا لخوا د بنديزونو مخه او نه نيوله نو ايران به د خپل ټاکل شوي مقدار نه زيات يورينيم غني کړي.

دغې بنديزونو د امريکا او يورپي اېتلافيانو ترمينځ کړکېچ رامينځ ته کړې دی، څوک چې د امريکا د اقتصادي بنديزونو پرته د ايران سره د تېلو کاروبار کوي.

د فرانس جرمني او برطانېې د خارجه چارو وزيرانو د زيارت په ورځ په يوه ګډه بيانيه کې ويلي وو، دوي هر ډول ګواښونه ردوي او په ايران به نظر ساتي چې د جوهري تړون په اړه خپلې ژمنې له پامه او نه غورځوي.

د امريکا ځانګړي استاذي هوک ويلي يورپ د جوهري تړون نه د وتلو په خبره د امريکا سره اختلافات لري خو وايې د ایران په اړه د وهاېټ هاؤس د موجوده پاليسۍ مرسته کوي.

امريکا په کال 2015م کې د ايران سره شوي جوهري تړون نه وتلې ده او وروسته له هغې يې د ايران په زرو کمپنيو او کاروباريانو بنديزونه لګولي، چې ورسره د ايران اقتصاد ته لوي زيان رسېدلې

ښاغلی هوک وایې ايران سږ کال د امريکايې بنديزونو لاندې خپل پوځي بجټ کې 28٪ کمې کړی دی او تېر کال يې هم خپل پوځي بجټ ۱۰٪ کم کړی وو، او داسې مونږه ايران د نړۍ نه په يواځي کولو کې غوره رول لوبولی دی.

هر څه که امريکا غواړي ايران په نړيواله کچه يواځي کړي خو ځينې څيړونکي اندېښمن دي چې دې سره به ايران د نړۍ جوهري امنيت ته خطرې ولاړې کړي.

د امريکا په رېنډ کارپورېشن کې د مينځني خطيز د څانګې ډاېرکټرې ډاکټر ډليا ډاسا ويلي مونږه نه يواځي دا چې د ايران نړيوالې لوظنامې ختموو چې ايران ېې پابندي کوي بلکه په دغه خبره خپل يورپي ملګري هېوادونه هم د ځان نه بيلوو،او هم ايران نور د روس لور ته ور ديکه کوو. او په داسې کولو مونږه جوهري امنيت ته پخپله خطر ولاړوو.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG