لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنسي تېري خلاف د "مي ټو" تحریک د پېل کیدو وروسته په امریکا کې څه بدلون راغلی؟


يوه سروې چې د کير په نامه یو تنظيم کړې ده پکې ويل شوي دي، چې د مي ټو په دور کې د جنسي زورزياتي د مخنيوي لپاره زيات کار ته اړتيا ده
يوه سروې چې د کير په نامه یو تنظيم کړې ده پکې ويل شوي دي، چې د مي ټو په دور کې د جنسي زورزياتي د مخنيوي لپاره زيات کار ته اړتيا ده

يو کال وړاندې، په امريکا کې پېل شوي د مي ټو يعني (زه هم) تحريک پرته هم په جنسي توگه د مېرمنو د زورونې او د دوی پر ضد جنسي سرغړونی اوس هم يوه نړي واله ستونزه ده.

د يوې سروې یا نظر پوښتنې تر مخه په سلورو کې يو تن داسې گڼي چې د دوی مېرمنې ماتحتانې نه یوازې د دوی سره باید چې جنسي اړیکې ولري بلکې د دوی ملگرو او د کور غړو سره هم جنسي نيزدېوالې وساتي.

يوه سروې چې د کير په نامه یو تنظيم کړې ده پکې ويل شوي دي، چې د مي ټو په دور کې د جنسي زورزياتي د مخنيوي لپاره زيات کار ته اړتيا ده.

د کير د تنظيم سره مشره منتظمه ريچل ليمان وايي، په مصرکې دغه شرح تر ٦٢ فيصده زياته ده، چرته دغه شميره کې په دفترونو کې مشران توقع لري چې د دوي کارکونکي دې د دوي سره جنسي اړيکی ولري، بيا په امريکا کې که وکتل شي نو دومره زياته شرح نلري خو په ٨ ناریناو کې يو دا کار بد نه گڼي او دا ښايي چې په نړي واله کچه دا یوه لویه مسله ده، یعنې د مېرمنو نه د کار په ځای کې د جنسي تعلق طمع په عامه توگه کیږي.

يو کال وړاندې هم د اکتوبر په مياشت کې، د امريکا نيو یارک ټايمزورځپاڼې اونيو يارکر مجلعې خبر خپور کړو، چې د هالي ووډ مشهور فلم جوړونکې هاروي واينسټين، هغه ښځو سره جنسي زورزياتې کړی و چې ورسره يي کار کوو.

نوموړې، چې د فلمي صنعت طاقت وراو د کاميابه فلمونو جوړونکې دی، د جنسي اړيکو په بدل کې به یې ښځو اداکارانو ته به د ترقۍ لوظونه ورکول. په دغه هنرمدانو کې چې د هاروی واينسټين، د غوښتنو نه يې انکار کړې و، ميرا سوروينو او ايشلي جډ شاملې وې. په نوموړي باندې د جنسي تيريو او زورزياتي کولو، يو شمير تورونه دي.

د هاروي واينسټين د جنسي زياتو د خبر وروسته، په امريکا کی د ژوند د هرې برخې نه ښځو د زورزياتو پحقله خپلې کيسې او تجربې په سوشل ميډيا څرگند کړلې، او نه يوازې په ټولنيزو بلکې په سياسی او کاروباري برخه کې يې هم لوی اثر غورځولی دی.

ډيويا ټيمين چې د نفسياتو ماهره ده او په نيو يارک کې د کړکيچ او افت په وخت د مرستې د ادارې سر مشره ده او د یو شمېر کمپنو سره همکاري کوي وايي کله چې یوه کمپني د جنسي تورونو سره مخامخ شي او یا په عدالتونو کې په دې اړه په مقدمو کې ښکیل شي نو نورې کمپنیانې ورسره د کاروبار نه ډډه کوي.

ټيمن زياتوي چې تجارتي نړۍ کې اوس زور په دې دی چې د کار روزگار ماحول کې دې چاته هم د جنسي زیاتي خطر موجود نوي.

د مي ټو تحريک د پېل وروسته، د مېرمنو کانديدانو لخوا، سياسي څوکو ته اودريدلو کې هم اضافه راغلې ده. د امريکا کانگرس او د وفاقي عهدو لپاره په منځ مهاله ټاکنو کې په زياته شميره کې ښځو ځانونه کانديد کړې دي.

کيلي ډيټمار، چې د سياست په موضوع د رټگرزد څيړنې د مرکز پروفيسره ده وايي، د مي ټو تحريک د شورو کيدو وروسته اوس يو داسې فضا جوړه شوې چېرته چې د سړو او د ښځو تر منځ په کارونو کې د واک اختیار په توازن پوښتنې پورته کيږي، او که مختلفه ادارو موازنه اوشي نو بيا ويني چې اکثره څوکیو کې په مهمو فيصلو کې د ښځو شميره کمه ده.

دوی وايي چې که دا سیاسي کانديانې د ټاکنو په ورځ کاميبې هم نشي يوازې په دې موضوع باندې خبرې کول او د ښځو دې اړخ ته پام راگرځول به دې ته لار هواره کړي چې مېرمنې هم د سړو په څېر په مهمو سياسی چارو او کارونو کې برخه واخلي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG