د امریکې پوځ په افریقایي هېواد سومالیا کې د اسلامي دولت یا داعش وسلوالو پر ضد هوايي بریدونه کړي دي او دا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دویمې دورې په مهال په دې هیواد کې د کومې وسلوالې ډلې په ضد لومړني بریدونه دي.
د امریکې د دفاع وزیر پیټ هیګسیت د شنبې- خالي په ورځ وویل، په افریقا کې مېشت د امریکایي کمانډ بریدونه د صدر ټرمپ په لارښوونه او د سومالیا له حکومت سره په همږغۍ تر سره شوي دي.
د پېنټاګان د لومړني جایزه رپوټ له مخې په دغو بریدونو کې د داعش ډلې "څو" کسان وژل شوي دي. پېنټاګان وویل دوی ارزونه کړې چې په بریدونو کې هیڅ ملکي وګړي ته زیان نه دی رسېدلی.
صدر ډانلډ ټرمپ وایي چې امریکايي ځواکونو د هغه په امر په سومالیا کې د د داعش پر هدفونو باندې کره بریدونه کړي دي. ټرمپ پر خپله «ټروت سوشل» ټولنیزه رسنۍ او ایکس باندې په یو پوسټ کې لیکلي:
"نن سهار مې د داعش د بریدونو پر لوی پلان جوړوونکي او نورو ترهګرو باندې چې هغه ګومارلي او په سومالیا کې یې د هغوی مشري کوله د کره هوايي پوځي بریدونو امر وکړ".
پېنټاګان یا صدر ټرمپ د داعش د پلان جوړوونکي نوم او پېژندنه نه دي څرګند کړي او نه یې دا ویلي چې ایا هغه په برید کې وژل شوی دی که نه، د سپینې ماڼۍ چارواکو هم سمدستي په دې اړه د تبصرې غوښتنو ته جواب ورنه کړ.
صدر ټرمپ وایي، "دا قاتلان چې موږ په غارونو کې پیدا کړل، امریکا او زموږ متحدین یې ګواښلي وو. په دغو بریدونو کې هغه سمڅې ویجاړې شوې چې دوی پکې اوسېدل او ملکي وګړو ته له زیان رسېدو پرته پکې زیات شمېر ترهګر ووژل شول".
ټرمپ د وژل شویو داعش وسلوالو شمېر نه دی یاد کړی، خو یو ځل بیا یې پر خپل وړاندیني صدر جوبایډن نیوکه وکړه او ویې ویل:
"زموږ پوځ له کلونو راهیسې د داعش د برید پلان جوړوونکی په نخښه کړی، خو بایډن او د هغه ملګرو به د کار د ترسره کولو لپاره دومره چټک عمل ونه کړ. ما وکړل! داعش او نورو ټولو ته چې په امریکایانو برید کوي پیغام دا دی چې موږ به تاسو پیدا کړو او وبه مو وژنو!".
د سومالیا د صدر حسن شیخ محمد دفتر وویل، دا عملیات د دواړو هیوادونو تر منځ "د توندروۍ د ګواښونو په ضد قوي امنیتي ملګرتیا پیاوړې کوي". د هغه دفتر پر ایکس په یو پوسټ کې وویل، سومالیا "له خپلو متحدینو سره د نړیوالې ترهګرۍ ختمولو او سیمه ییزې ارامۍ د ډاډمنتیا لپاره کار ته پرعزمه پاته دی".
په سومالیا کې د داعش څانګه په 2015م کال کې د القاعدې له ختیځ افریقایي څانګې الشباب ډلې د جلا شوې ډلې په توګه راڅرګنده شوه او په پونټلېنډ کې په ځانګړې توګه د ګالګالا په غرونو کې ډېره فعاله ده او هلته یې پټنځایونه او روزنیز کېمپونه جوړ کړي چې مشري یې عبدالقادر مومن کوي.
د نړیوال بحران یا انټرنېشنل کرایسز ګروپ په وینا، په سومالیا کې د داعش وسلوالو شمیر په سلګونو کې اټکل کیږي، چې وایي اکثره یې د پونټلېنډ د باري سیمې په کال مسکاټ غرونو کې خپاره شوي دي.
واشنګټن له څو لسیزو راهیسې د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره په دې هېواد کې پانګونه کړې ده. ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې له سومالیا د امریکايي ځواکونو د ایستلو اعلان کړی وو، خو د مخکیني صدر جوبایډن د هغه دا پرېکړه منسوخ کړې وه.
یادونه:- د رپوټ معلومات له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.
Forum